د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان د مې پر ۲۵مه اسلام اباد ته لاریون اعلان کړی


عمران خان د مې پر ۲۲مه په پېښور کې د خپل ګوند د مشرتابه تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته په وینا کې اعلان وکړ چې د مې پر ۲۵مه به اسلام اباد ته لاریون کوي. (انځور: ارشیف)
عمران خان د مې پر ۲۲مه په پېښور کې د خپل ګوند د مشرتابه تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته په وینا کې اعلان وکړ چې د مې پر ۲۵مه به اسلام اباد ته لاریون کوي. (انځور: ارشیف)

د پاکستان تحریک انصاف مشر او لرې کړل شوي وزیراعظم عمران خان د مې پر ۲۵مه د حکومت پرضد د اسلام اباد پر لور لاریون اعلان کړی دی.

عمران خان دا اعلان د مې پر ۲۲مه په پېښور کې د خپل ګوند د مشرتابه تر غونډه وروسته خبري کنفرانس ته په وینا کې کړی دی.

نوموړي پر دې مهال خبریالانو ته وویل چې د خپلو غوښتنو تر پوره کېدو به په اسلام اباد کې احتجاج ته دوام ورکوي.

ده وویل، "په هېڅ صورت کې به دوی (اوسنی حکومت) نه منو. تر څومره وخته پورې چې ایسارېدل وي نو ایسارېږو به. موږ د انتخاباتو نېټه او د اسمبلیو ماتېدل غواړو. دا د پاکستان د رښتنې ازادۍ جګړه ده."

عمران خان د خپل ګوند پر غړو او عام ولس غږ وکړ چې د مې پر ۲۵مه ماسپښین درې بجې دي د اسلام اباد سرينګر های ته ځان ورسوي.

عمران خان پر پوځ، پولیسو او نورو ملکي ادارو هم غږ وکړ چې د ده په وینا بې طرفي وکړي او د دوی د لاریون له مخنیوي ډډه وکړي.

ده وویل، "زه خپل پوځ ته وایم، تاسو وایاست چې موږ بې طرفه یو، نو بې طرفه اوسی، دا د دې ملک د خوندیتوب جګړه ده."

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د عمران خان له خوا لاریون تر اعلان وروسته تور پورې کړی چې نوموړی په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي.

شهباز شریف د پنجاب په بهاولپور کې خبریالانو ته وویل، "عمران خان په ملک کې کورنۍ جګړه غواړي او دی په غطه دی، قوم به دی تر ګرېوان ونیسي او دی به ونه بخښي."

بل پلو د اطلاعاتو وفاقي وزیرې مریم اورنګزیب د عمران خان د دوو لویو غوښتنو په اړه ویلي چې په ملک کې د انتخاباتو نېټه اعلانول د اوسني حکومت کار دی.

نوموړې زیاته کړې چې که عمران خان په ملک کې نوي عام انتخابات کولای نو ولې هغه وخت نه کول چې دی په واک کې وو؟

د پاکستان جمهوري غورځنګ مشر مولانا فضل الرحمان هم د عمران خان له خوا د لاریون پر اعلان غبرګون ښودلی دی.

مولانا فضل الرحمان د مې پر ۲۲مه په پېښور کې رسنیو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د عمران خان لاریون هیڅ ارزښت نه لري او ولس به یې ملاتړ ونکړي.

ده وویل، "دوی اسلام اباد ته ځي، هسې وخت ضایع کوي، زه رسنیو ته خواست کوم چې دې ته هیڅ ارزښت ورنکړي،

دا په داسې حال کې ده چې عمران خان د اوسني حکومت پرضد د ملک په یو شمېر ښارونو کې تر پراخو احتجاجي جلسو وروسته اوس اسلام اباد ته لاریون کوي.

نوموړی تور پورې کوي چې د امریکا په سازش یې حکومت ختم شوی وو خو امریکا او د پاکستان اوسنی حکومت دا تور ردوي.

عمران خان د ۲۰۲۲م کال د اپريل پر ۱۰مه د اپوزېشن ګوندونو له خوا په قومي اسمبلۍ کې د عدم اعتماد تحریک له لارې له واکه لرې کړل شوی وو.

XS
SM
MD
LG