عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
دا اګست پر ۲۸مه لاریون په داسې حال کې شوی چې د وه ورځې مخکې په رزمک بازار کې چاودنې دوه کسان ووژل او ۱۹ نور یې ژوبل کړل. وروسته دوه ژوبلو په روغتون کې ساه ورکړه.
د اګست پر ۲۵مه، په دې احتجاج کې زرګونه کسانو ګډون کړی دی، چې پکې د سیاسي ګوندونو ځايي مشرانو او غړو ترڅنګ د اتمانزیو جرګې او پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان هم شامل دي.
د جانېخېلو اوسېدونکي او د پښتون ژغورنې غورځنګ یو ځاي مخکښ ګران وزیر مشال راډيو ته وویل چې نوموړی ماښام مهال له کلینک څخه خپل کور ته پر لاره وو چې پټ مخو وسلوالو وواژه.
مولانا فضل الرحمان د اګست پر ۱۸مه په لکي مروت کې "د امن عوامي اسمبلۍ" په نوم یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې په دې وسایلو یوازې د دې خاورې د اوسیدونکو حق دی.
د غونډې یو مخکښ او د اتمانزی جرګې ویاند مولانا بیت الله مشال راډیو ته وویل چې د اګست پر ۱۶مه د انتظامیې له خوا جرګه ورغلې او د ناستې له مشرتابه سره خبرې اترې کړې دي.
په بنو کې لسګونه ولسي وګړو د ناامنۍ پرضد او د جبري بې درکه کسانو خوشې کولو لپاره احتجاج کړی دی. د اګست ۱۶مې د احتجاج ګډونوالو وویل چې حکومت دې د ورکو کسانو خوشې کولو لپاره جدي اقدامات وکړي. ویډيويي رپورټ.
د شمالي وزيرستان ضلعي انتظاميې لا رسماً د جرګې د غوښتنو او د ګیس نللیکې د پرې کولو په اړه څه نه دې ويلي. خو ضلعي چارواکو، چې له رسنيو سره يې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې له جرګې سره یې څو ورځې وړاندې مذاکرات کړي ول او د اګست پر ۱۵مه یې هم ورسره ولیدل.
د اګست پر ۱۴مه د اتمانزيو جرګې مشر ملک نصرالله اعلان وکړ چې د اګست پر ۱۵مه خلک ورغونډوي چې د احتجاج په توګه له شمالي وزیرستان څخه تېرېدونکی د ګیس پایپلاین وباسي.
بې کوره شوي خلک وايي چې حکومت له درو میاشتو راهیسې ورته میاشتنۍ نغدي مرستې نه دي ورکړې او په کیمپ کې بجلي، د څښاک او ورځني استعمال پاکې اوبه نه لري او خیمې یې خورا زړې شوې دي چې له وجې یې ژوند لا زیات سخت شوی دی.
دا تر هغې وروسته ده چې د اګست پر اتمه په موسکي او حسوخېلو کې وسلوالو خیسور ته تللی سړک وکینده. تر پېښې وروسته، د ځايي مشرانو په وینا پوځ د سیمې خلکو ته وویل چې د سړک دواړو غاړو ته تر۵۰۰ میتره پورې کورونه خالي کړي.
د اګست په اتمه دغو نجونو د احتجاج پر مهال تور پورې کړ چې د هاسټل نارینه کلرک عارف نواز هغوی ته سپک کتلي او یوې نجلۍ ته یې لاس اچولی دی. دوی وویل، د هاسټل دغه مسوول تن نورې نجونې هم په
د شمالي وزیرستان انتظامیې، پولیسو او پوځي چارواکو لا د سیمې د اوسېدونکو دعوې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو د چارواکو دریځ معلومولو هڅه وکړه خو ورسره په خبرو و ن
عبدالوهاب خان وویل چې تر دې مخکې یې هم د اسانتیاوو او مرستو ترلاسه کولو لپاره احتجاجونه کړي دي خو نور نه غواړي چې هر ځل د خپلو غوښتنو پوره کولو لپاره پرلت ووهي بلکې دا ځل به چارواکي ورته ډاډ ورکوي چې په کیمپ کې ورته اسانتیاوې برابروي او نغدې مرستې به ورته هره میاشت پر وخت رسوي.
کډوالو له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې څو ځله یې له حکومته د بنیادي اسانتیاوو غوښتنه کړې خو ستونزې یې هوارې شوې نه دي. دا خلک د وزيرستان له جنګونو او پوځي عملياتو بې کوره شوي دي. دوی وايي میاشتنۍ مرستې هم ورته په ځنډ رسېږي.
سي ټي ډي د جولای پر ۲۷مه په یو بیان کې وویل چې عدالت نیول شوي وسلوال د ۲۵ ورځو لپاره ورته سپارلي دي چې ورڅخه تحقیقات وکړي.
د خیبر پښتونخوا اعلا وزیرعلي امین ګنډه پور ویلي چې د بنو پرلتوالو ټولې غوښتنې منل شوې دي. ګنډه پور د جولای پر ۲۶مه بنو ته لاړ او پرلتوالو ته یې په وینا کې وویل چې په خیبر پښتونخوا کې عملیات نه مني. هغه وویل چې د بنو پرلتوالو غوښتنې یې له اېپیکس کمیټۍ منظورې کړې دي.
په بنو کې د جولايي پر ۱۹مه په ډزو کې د لاریونوالو د مرګژوبلې پرضد د پوځي چاوڼۍ مخې ته پیل شوی احتجاجي پرلت نن د جولای پر ۲۲مه هم دوام لري. پرلتوال په سيمه کې د امنیت غوښتنه کوي
په بنو کې د جولای پر ۱۹مه د امن مارچ په نوم د احتجاجي لاریون پر ګډونوالو د ډزو تر پېښې وروسته له پوځي چاوڼۍ سره نېږدې پرلت روان دی.
نور وښیئ