د خیبر په رېګي للمه کې د پښتون قامي عدالت په نوم جرګې هغې غوښتنې چې له پښتنو سيمو څخه بې کوره شوي کډوال دي ستانه کړل شي، د شمالي وزیرستان کډوال ستنېدو ته خوشبینه کړي دي.
د اکتوبر پر ۳مه د شپې ناوخته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د درې ورځنۍ جرګې پرېکړې او غوښتنې اعلان کړې.
د شمالي وزیرستان يوه بې کوره شوي کډوال ملک ولي الله د اکتوبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته ووی چې د قامي جرګې د کډوالو ستنولو غوښتنې خوشبینه کړي دي چې ښايي دوی بلاخره خپلو کورونو ته ستانه کړل شي.
"خدای دي وکړي چې د پښتون قامي جرګې دغه پرېکړه تش اعلان پاتې نه شي. موږ خوشبینه یو. له کلونو کلونو راهیسې د ستنولو ژمنې شوې خو دا ځل هيله من یو چې د جرګې پرېکړه به عملي شي."
د دته خېلو بې کوره شوي یو بل کس ملک فتح الله هم له مشال راډیو سره په خبرو کې وويل چې له شاوخوا ۱۱ کلونو راهيسې د بېکورۍ ژوند تېروي چې نور يې نه شي زغملای. نوموړي زیاته کړه چې تمه لري چې د جرګې غوښتنه به و منل شي.
د خيبر پښتونخوا له ناورينونو سره د مبارزې ادارې ویاند احسان داوړ مشال راډيو ته وويل چې دوی د کډوالو د ستنولو تیارۍ بشپړې کړې دي او چې څنګه پوځ ورته ووايي چې سيمه يې له وسلوالو پاکه کړې ده نو دوی به د کډوالو د ستنو عمل پیل کړي.
د ده به خبره، تر څو سيمه له وسلوالو پاکه شوې نه وي نو دوی د ستنولو بهير نه شي پیلولای.
ځايي چارواکي وايي چې د دته خېل تحصيل څه دپاسه ۱۷،۰۰۰ کورنۍ لا هم خپلو سيمو ته ستنې شوې نه دي.
په ۲۰۱۴ز کال کې د پاکستاني پوځ له لوري د وسلوالو پر ضد د ضرب عضب په نوم پوځي عملیاتو له امله له یو ميلیون زیات خلک بې کوره شول چې ځینې یې په افغانستان او ځینې نور د پاکستان په بېلا بېلو برخو کې په کېمپونو کې مېشت شول.
تر ضرب عضب عملياتو وروسته حکومت د دې کډوالو د ستنولو بهیر پیل کړ او زرګونه کورنۍ بېرته خپلو سیمو ته ستنې شوې، خو لا هم ګڼ شمېر کورنۍ په افغانستان او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې پاتې دي او خپلې اصلي سیمې ته نه دې ستنې شوې.