عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
غازي سیال تر پنځلسو پورې کتابونه چاپ شوي دي او یوشمېر یې ناچاپه هم دي. په چاپ شویو کتابونو کښې یې د یاد وړ دا دي
انتظامي چارواکیو او ځایي خلکو مشال راډیو ته ویلي چې د رزمک د دوڅلي په منځرخېلو کې د امنیتي ځواکونو پر یوه ګاډي د سړکغاړې ماین چاودنې دوه عسکر وژلي دي او او یو ژوبل شوی دی.
یو سوداګر نیک عمل خان وايي، پر غلام خان بندر د کسټم اخېستو چارې دې ځايي چارواکیو ته وسپاري چې کاروبار یې بحال شي.
د پېښور هاي کورټ د شمالي وزیرستان د خړکمر په پېښه کې د قومي اسمبلۍ غړیو علي وزیر او محسن داوړ ته پاخه ضمانتونه ورکړل.
په شمالي وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال د پاکستاني پوځ په ضرب عضب عملیاتو کې د تړل شوي میرامشا کالج بیا پرانیستنه په پنجشنبه له سیمې د صوبايي اسمبلۍ غړي میرکلام وزیر او هلته د دېره پوځونو یوه لوړپوړي چارواکي میجر جنرل شاکرالله خان خټک وکړه.
د بنو ډومیل سیمې ۱۹کلن ځوان تخنیک کار وحید الله چې زده کړې یې تر دولسم ټولګي کړې خو د تخنیکي کارونو پوهه یې تر مسلکي تعلیمه لوړه ده. نور د عمر وزیر په ویډیويي رپورټ وګورئ.
د شمالي وزیرستان اوسېدونکو او مشرانو له حکومته غوښتي چې له افغانستان او بنو څخه دې د دته خېلو کډوال خپلو کلیو ته ستانه کړي. دوی د اکتوبر پر ۱۴مه
د خوست د ګلان کیمپ وزیرستاني کډوال وايي، د پاکستان حکومت ورسره ژمنه کړې چې دوی به واپس کوي خو تر اوسه یې د دوی غم نه دی خوړلی.
انتظامي او امنیتي چارواکو د اکتوبر ۱۰مې شپې مهال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، وسله والو د ګزمې پر مهال پر سرتېرو برید وکړ او پوځ چې
د میرامشاه کالج د پښتو ژبې پخوانی استاد پروفیسر تاج محمد مسودو وايي، په لوی لاس د پښتنو مورنۍ ژبه پښتو، ودې او پرمختګ ته نه پرېښودل کېږي.
د چارواکو په وينا دا پېښه نن سهار هغه مهال وشوه کله چې د ماړي پيټروليم کمپنۍ کارکوونکو په دغه سيمه کې د تېل او گیس سروې کوله چې نامعلومه کسانو ډزې پرې وکړې.
علي وزیر ته د جنوبي وزیرستان په واڼه او محسن داوړ ته د شمالي وزیرستان په مرامشا کې په زرګونه کسانو هرکلی ووایه.
د سیمې یوه انتظامي مشر د سېپټېمبر پر ۱۵مه، د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، د پېښې پر شپه امنیتي سرتېري ګشت ته وتلي ول او په پټي کې یې
د کبلخېلو، جانيخېلو او بکه خېلو سره تعلق لرونکي دا هغه کسان دي چې اصلا د شوال اوسېدونکي دي خو اوس د دوی په سیمه کې د عملیاتو له وجې په بنو او نورو سیمو کې
د شمالي وزیرستان او خوست ترمنځ تجارتي پوله غلام خان بندر د اګست په ۱۹ مه پرانیستل شو. د پولې د پرانیستې په مهال د دواړو خواو ولسونه په ګڼ شمېر سیمې ته ورغلي ول. دوی د افغانستان د خپلواکۍ ۱۰۰مه کالیزه هم په ګډه ونمانځله
په لکي مروت کې ځايي خلکو د مظاهرې او لاریون په ترڅ کې له پولیسو غوښتته وکړه چې د اویس په نوم د یو وژل شوي ماشوم تښتوونکي او وژونکي دې زر ونیسي.
د خېبر پښتونخوا په لکي مروت کې یو شمېر ځايي خلکو د اګست پر ۱۸مه د ځايي مشرانو تر ډاډ وروسته احتجاج پای ته ورساوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ پلویان او وکیلان وايي، د یاد عدالت خپل قاضي دا ځل موجود وو او د هغه په وړاندې وکیلانو بحثونه وکړل.
پراګ: د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښانو او د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان او جنوبي وزیرستان استازو محسن داوړ او علي وزیر د مقدمې اورېدنه د اګست تر ۱۷مې وځنډول شوه.
له افغانستانه شمالي وزیرستان ته ستنو شویو کډوالو د اګست پر پېنځمه په میرامشا کې احتجاجي لاریون کړی. دوی وايي، حکومت دې له افغانستانه د ګاډو وروړلو اجازه ورکړي.
نور وښیئ