عمر وزیر د مشال راډیو خبریال دی چې د شمالي وزیرستان، بنو او لکي مروت پر امنیت، اقتصاد، سیاسي او ټولنیزو چارو رپورټونه جوړوي.
د بنو پوليسو ویاند حنظله رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د جون پر دويمه وسلوالو د پوليو مخنيوی پروګرام افسر اسحاق خان او د هغه ساتونکی له بکاخېل منډۍ سره وژلي دي.
په شمالي وزیرستان د عیسوي ټولنې مشر خالد اقبال وویل چې تېر کال هم په میرعلي عیدک کې وسلوالو د اشفاق ورور وژلی وو. هغه وویل چې د اشفاق واړه ماشومان پاتې شول او ژوند یې خوندي نه دی.
د میرامشاه کالج ۱۱م ټولګي زده کوونکی خالد رحمان مشال راډیو ته وویل چې د امتحان په مرکز (هال) کې زده کونکي ډېر وي چې ورسره ګرمي هم ډېره وي خو د یو منټ لپاره هم بجلي نه وي چې پکې پرې وچلېږي او په ښه ماحول کې امتحاني پرچه حل کړي.
په شيوه کې د عافیه ګرلز اسلامي سکول په نوم د دې ښوونځي بنسټګر بهادر خان پشتين د مې پر ۲۰مه، د درسونو د بیا پيلولو د پرانیستې غونډې پر وخت وويل چې د سکول له ورانېدو وروسته یې ويلي وو چې د نجونو د تعليم سلسله به نه ودروي.
هغه وویل، هغه سیمې په خیبر پښتونخوا تر ورګډېدو وروسته ورباندې پینځه کال ټیکس نه وو چې وروسته یو بل کال هم ورته معاف شو خو د روان کال په جون کې هغه نیټه پای ته رسېږي.
احتجاج کونکو وویل چې د برېښنا رسد اداره دې ورته لږترلږه شپږ ساعته بجلي ورکړي او که غوښتنې یې نه منل کېږي نو د میرامشاه د بجلۍ مرکز ته د هغوی پر ځمکو تېر شوي تارونه به غوڅ کړي.
د سیمې امنیتي او استخباراتي چارواکو، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د مې ۱۱مې پر ماښام د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې هغه برید د سپینوام تحصیل په دته خېلو کې شوی دی.
د شیوه اوسېدونکو شریف نواز او زاهد وزیر د مې پر ۹مه مشال راډيو ته وویل، دا په سیمه کې د جینکو یوازینۍ ښوونځۍ وو چې پکې په سلګونو جینکو زدکړې کولې.
په میرلي کې د پولیس تاڼې یو چارواکي او ځايي خلکو مشال راډیو ته وویل چې وژل شوی تن یاسر شاه نومېږي او د خیبر د جمرود یو ټرک ډرایور دی.
د اتحاد مشر خلیل وزير د مې پر څلورمه مشال راډيو ته وويل چې په سیمه کې ۸۰،۰۰۰ پوځیان ځای پر ځای دي خو بیا هم پر سیاسي او ولسي خلکو پرله پسې بریدونه کېږی.
هغو مشرانو پرون په میرامشا کې له انتظامي چارواکو سره تر لیدو وروسته مشال راډیو ته وویل چې پخوا به یې په ۲۴ ساعتونو کې شپږ ساعته برېښنا لرله چې د بجلۍ وېش ادارې ورو، ورو کموله او اوس یوازې دوه ګېنټې بجلي لري چې ورباندې یې ضرورت نه پوره کېږي.
جرګې پر حکومت او پوځ غږ وکړ چې امن دې پر ځای کړي او که داسې نه شي کولای نو پوليسو ته دې واک او اختيار ورکړي چې هغوی د ناامنۍ مخه ونیسي.
دا لاریون د اپرېل پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان د تعلیم څانګې او د سرکاري سکولونو اتحادیې په شریکه وکړ.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې ويلي چې د اپرېل د ۲۱مې او ۲۲مې ترمينځ شپې مهال يې په ډېره اسماعيل خان کې له وسلوالو سره په نښته کې ۱۰ وسلوال ووژل.
د ضرب عضب عملیاتو پر مهال ۶۰۰۰ پورې دوکانونه ړنګ کړل شوي ول، حکومت له دې شمېرې څخه تر ۳۰۰۰ پورې دوکاندارانو ته وار له مخې معاوضې ورکړې دي خو د میرامشا د ړنګ بازار ۳۰۰۰ دوکانداران لا هم معاوضو ته سترګې پر لاره دي.
نور وښیئ