د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزيرستان کې په هدفي بريد کې د ځايي بانک مشر وژل شوی دی


د پوځیانو یو ګاډی له بنو څخه د شمالي وزیرستان پر لوري روان دی ـ پخوانی انځور
د پوځیانو یو ګاډی له بنو څخه د شمالي وزیرستان پر لوري روان دی ـ پخوانی انځور

په شمالي وزيرستان کې وسلوالو د پاکستان د نیشنل بانک د ميرامشا څانګې مشر اکبر زمان وژلی دی.

د شمالي وزيرستان پوليسو او امنيتي چارواکو مشال راډيو ته ويلي چې نوموړی د سېپټېمبر پر ۱۸مه ماښام مهال له خپلو څلورو ملګرو سره په ګاډي کې له ميرامشا څخه د بنو پر لور روان وو چې وسلوالو ورباندې په ميرلي کې بريد وکړ.

پوليس وايي چې اکبر زمان تر بريد وروسته د ځان ژغورلو لپاره نېږدې پټیو ته وتښتېد خو پر موټرسايکل سپاره وسلوال ورپسې ورغلل او هلته يې وویشت.

د پوليسو په وينا، له هغه سره په ګاډي کې څلور نور کسان هم ملګري ول، خو هغوی تر بريد وروسته په يو نېږدې کور کې پناه واخيسته ځان یې وژغوره.

پولیس زیاتوي چې وسلوال تر بريد وروسته تښتېدلي دي.

پر اکبر زمان د بريد ذمه واري لا چا نه دی منلې خو د شمالي وزيرستان د پوليسو مشر روښانزېب مشال راډيو ته ويلي چې د "نامعلومو" وسلوالو خلاف يې د هغه د وژنې مقدمه درج کړې ده.

په شمالي وزیرستان کې له مودې راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او هدفي بريدونه پکې زیات شوي دي.

د سېپټېمبر ۱۸مې له پېښې سره سږ کال په شمالي وزیرستان کې د هدفي بریدونو شمېر ۳۲ ته رسېدلی دی چې پکې یوشمېر ځايي فعالانو، مشرانو، سیاستوالانو، دیني عالمانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۳ز کال کې په شمالي وزيرستان کې ۴۴ هدفي حملې شوې وې چې پکې تر ۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.

د شمالي وزيرستان په ګډون، په وروستیو کې په بنو، لکي مروت، ځونيخېلو (جانيخېلو) او د خيبر پښتونخوا په يو شمېر نورو سيمو کې د هدفي حملو یوشمېر پېښې شوې دي چې ځايي اوسېدونکي يې د امنیت په اړه اندېښمن کړي دي.

په هغو سيمو کې د ناامنۍ پر ضد خلکو پراخ احتجاجونه، جرګې او لاریونونه کړي دي. خو د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د ترهګرۍ ختمولو ته ژمن دي او د دې لپاره یې د وسلوالو پرضد هدفي عملياتو ته دوام ورکړی دی.

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۴ کال کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه پوځي عملیات کړي ول او شاوخوا دوه کاله وروسته یې دعوه وکړه چې سیمه یې له وسلوالو پاکه کړې ده. په ۲۰۱۶ز کال کې چې لکونه بې کوره خلک سیمې ته ستانه شول نو تر څه وخت پورې امن وو خو د ۲۰۱۸ز په وروستیو کې پکې هدفي او نورې حملې پیل شوې چې له ۲۰۲۲ز کال راهیسې لا زیاتې شوې دي.

XS
SM
MD
LG