عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
پر ارمي پبلک سکول په حمله کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور وايي، د یو زوی په "سینه کې یې هېڅ ځای سلامت نه وو." فلک ناز په حمله کې د وژل شویو د اووم تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د هغې پېښې په اړه سمې پلټنې و نه شوې. خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي
د جنوبي وزیرستان نعمان مسید د جمناسټيک په لوبو کې په ګېنیز کتاب کې دوه ريکارډونه په خپل نوم کړل. نوموړی په لومړي ځل په پېښور کې د قبایلي ځوانانو لپاره تابيه شوي په جمناسټېک لوبو کې برخه اخلي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.
اکبر خان د افغانستان د سوک وهنې یا باکسېنګ ملي لوبغاړی دی. نوموړی د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پېښور ته کډه شوی او اوسمهال د سیالیو تیاری کوي. دی هیله لري چې په افغانستان کې به د لوبو لپاره چاپېریال یو ځل بیا مناسب شي چې دی هم هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان پيپلز ګوند پېښور کې په لومړی ځل د نومبر پر ۳۰مه د ګوند ۵۴ بنسټ ورځ ولمانځله. جلسې ته د خبرو په محال د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو وويل چې پاکستان جمهوري غورڅنګ او د پاکستان تحريک انصاف صوبایي حکومت هم په پېښور کې له دې وړاندې جلسې وکړي خو کاميابه نه شوي.
له نومبر ۲۵مې څخه په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.نور حال په دې ویډیو کې.
پښتونخوا امن جرګې د ملاکنډ سخاکوټ کې د مدني فعال محمد زاده د وژنې خلاف د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې په ملاکنډ ډیويژن کې دې د نشه یي توکیو خرڅوونکیو او د ځمکو قبضه ګرو خلاف دې پوځي عمليات وکړل شي. نور تفصيل په دې ویډيو راپور کې
د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د نومبر پر دويېمه نېټه په پېښور کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي غونډه کړې ده چې ورته د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد
د پېښور پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو او د نشه يي توکیو د استعمال پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دغه مظاهره جمعيت طلبا تنظیم راجوړه کړې وه چې پکې د پوهنتون زده کوونکو برخه اخېستې وه او له انتظامیې يې د کارروايي غوښتنه وکړه. نور حال په دې ویډیو کې.
د پېښور سروسز کلب کې سېلګرۍ محکمې د زړو او نايابه ګاډو (وېنټېج کار) رېلي جوړه کړې، چې موخه يې سېلګرۍ ته وده ورکول دي. دا دوه ورځنۍ رېلي د اتوار په ورځ پای ته ورسېده. نور په دې ويډيو کې
عظیم ملک ۱۳ کاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې فېزیوتېراپېسټ په توګه دنده ترسره کړی. دی وايي، د افغان لوبډلې له لومړیو کلونو راهیسې یې ورسره کار کړی وو. د پېښور اوسېدونکی ملک وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې یې له افغان لوبډلې سره کار پای ته ورسېد. د ده په خبره، د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر ګڼو ستونزو
د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې لخوا د معذوره کسانو لپاره د لوبو درې ورځنۍ مېله نن (نومبر شپږمه) پای ته ورسېده. په دې مېله کې له ټول پاکستان څخه ۵۰۰ نارينه او ښځينه لوبغاړو ګډون کړی و. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه يې په اړه ويډيويي راپور لري.
د مردان قسيم ګل له ۱۴کالونو راهیسې رکشه چلوي او وايي، اوس روانې ګراني يې ژوند زښت اغيزمن کړی دی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نه شي پیدا کولای. نور تفصيل په دې ویډیويي راپور کې.
د خیبر پښتونخوا نانوایانو د اوړو د بیو زیاتېدو له وجې د یوې ډوډۍ نرخ له ۱۰ روپۍ څخه ۲۰ روپیو ته لوړ کړی دی. د نانوایانو د ټولنې مشر وايي، یوازې اوړه نه بلکې ګیس، برېښنا او د ټرانسپورټ لګښتونه هم زیات شوي دي. د اوړو کاروباریان وايي، په خیبر پښتونخوا کې زیات غنم نه پیدا کېږي نو ځکه اړ دي چې له پنجاب
د خيبر پښتونخوا حکومت په ځینو سرکاري سکولونو کې له ماسپښين وروسته کلاسونه پیل کړې دي. د چارسدې محمد حسنېن د اتم صنف زده کوونکی دی وايي، له درې کالو راهیسې په مستري خانو کې کار کوي او د اقتصادي ستونزو له کبله یو کال له سبقه پاتې شوی دی خو اوس چې دا کلاسونو پیل شوي نو یوځل بيا بې زده کړې پیل کړې دي.
جمعيت علما اسلام ف په پېښور کې د اکتوبر پر ۱۴مه مفتي محمود کانفرنس وکړ چې ورته د یاد ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن ترڅنګ د پاکستان ډموکراټیک مومنټ (پي دي ايم) مشرانو هم ویناګانې کړې دي. د پښتونخوا ملي عوامي پارټي مشر محمود خان اڅکزي په خپله وينا کې وویل
په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو پس په پېښور کې د غالۍ کاروباریان او مزدوران يې د کار نشتوالي له کبله له مالي ستونزو سره مخامخ دي. د کاروباريانو په وينا، د طالبانو د واک ته تر رسېدو وروسته ورته مالونه نه رسېږي. نور تفصیل په دې ویډیويي راپور کې.
په پاکستان کې د روانې ګرانۍ پرضد د عوامي نيشنل ګوند لخوا د پېښور په يادګار چوک کې د اکتوبر له اوومې نېټې څخه پیل شوی احتجاجي هړتال پاته ورسېد. د مظاهرچيانو وينا وه چې حکومت دې د ګيس او بجلي په نرخونو کې د اضافي فيصله واپس واخلي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
نصرت ارا د مردان يوازنۍ ښځینه جرګه ماره ده چې د شخړو هوارولو کمېټۍ کې د ښځو د وراثت، کورنیو او ګڼو نورو ستونزو په هوارولو کې مرسته کوي. دا وايي چې په سلګونه مسلې یې حل کړي او د پخوا پرتله اوس ورته ښځې خپلې مسلې ډېرې راوړي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.
د پېښور پوهنتون لسګونه زده کوونکو د هاسټلولو د فیسونو زیاتوالي ضد احتجاجي لاریون کړی دی. دوی د سېپټېمبر پر ۲۷مه مشال راډیو ته وویل چې زده کوونکي نه شي کولای چې زیاتې پیسې ورکړي. خو انتظامیه وايي، پوهنتون د مالي مشکلاتو ښکار دی نو ځکه یې د هاسټل فیسونه لوړ کړي دي. ویډیويي رپورټ.
په مردان بورډ کې د کمو نمبرې وړونکو طالبعلمانو د سېپټېمبر پر ۲۳مه په مردان کالج چوک کې احتجاجي مظاهره وکړه. مظاهرچيان وايي، د ۱۰م او ۱۲م ټولګي کې ورته بورډ نمبرې کمې ورکړي چې ورته په نورو کالجونو او پوهنتونونو کې داخلي اخېستل ګرانې دي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ