د لاسرسي ځای

تازه خبر

ښځې په هنزه کې (مستند فلم)


ښځې په هنزه کې (مستند فلم)
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:14:08 0:00

د ګلګت بلتستان د هنزې سیمې ښځو په تېرو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه زیات کړي دي. د خیبر پښتونخوا په شمال کې په پرتې هغې سیمې کې د نجارۍ (ترکاڼۍ) یو داسې ورکشاپ دی چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. په هنزه کې د تعلیم او سواد کچ خورا لوړ دی خو امنه وايي، څه د پاسه یوه لسیزه مخکې یې چې د نجارۍ کار پیل کړ نو د ټولنې له سخت فشار سره مخامخه شوه. سنیلا بېګ د هنزې بله اوسېدونکې ده چې څو کاله مخکې چې یې د موسیقۍ زده کړې پیلولې نو خپلوانو یې مخالفت کړی وو. د نوموړې په وینا، اوس د موسیقۍ په ښوونځي کې یوشمېر نجونه زده کړې کوي. د مارچ پر اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځل کېږي. مشال راډیو د همدې ورځې په مناسبت په دې مستند فلم کې د هنزې په ټولنه کې د ښځو ونډې ته کتنه کړې.

XS
SM
MD
LG