د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور دوکانداران: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کاروبار خراب شوی


د پېښور دوکانداران: پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې کاروبار خراب شوی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:37 0:00

د پېښور په پیپلز منډیۍ کې دوکاندران وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کاروبار خراب شوی دی. د دوی په خبره، د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو او د هغه هېواد د بانکي چارو درېدو له وجې دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې او افغان سوداګر اوس په اسانۍ له خیبر پښتونخوا څخه مالونه نه شي ورغوښتای. دوی وايي، د کورونا وایرس جهاني وبا او پر تورخم وره د محدودیتونو له وجې سوداګري وار له مخه خرابه شوې وه چې په تېرو شپږو میاشتو کې لا کمه شوې. دا په داسې حال کې ده چې پاکستان ویلي دي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ پراخولو هڅې کوي او د دواړو هېوادونو په پیسو یې د یوشمېر شیانو د تجارت اجازه ورکړې. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG