د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور پر جومات په برید کې وژل شوی پولیس سرتېری څوک وو؟


د پېښور پر جومات په برید کې وژل شوی پولیس سرتېری څوک وو؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:01:53 0:00

په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات د جمعې د لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې تر ۶۰ زیات کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول. د خیبر پښتونخوا پولیس او حکومتي چارواکي وايي، یو وسله وال د مارچ پر څلورمه لومړی له جومات سره پر ولاړو دوو پولیسانو ډزې وکړې چې پکې یو ووژل او بل ژوبل شو او بیا یې د جومات دننه چاودنه وکړه. د اسلامي دولت یا داعش ډلې خراسان څانګې د حملې ذمه واري منلې. وژل شوی پولیس جمیل احمد نومېده. د هغه ورور جلیل احمد وايي، یوه هفته مخکې یې ورېره وزېږېده خو ورور یې ورته وویل چې دی کار ته ځي او په لور دې یې کورنۍ نوم کښېږدي. دی وايي، ورور یې "ارماني" له نړۍ ولاړ. نور په ویډیويي رپورټ کې.

XS
SM
MD
LG