عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د چارسدې د رځړو سیمې مېټايي (خواږه) په ټوله خيبر پښتونخوا کې نوم لري. د مېټایۍ د دوکان مالک وايي چې شاوخوا ۱۰۰ کاله وړاندې یې نيا او نيکه په شريکه د مېټايۍ جوړولو کار پیل کړې وو. اوس په رځړو کې د مېټايۍ ګڼ دوکانونه دي. د رځړو مېټایۍ جوړولو په اړه ویډیويي رپورټ.
پاکستان تحريک انصاف د اپريل په ۲۶مه په بېلابېلو ښارونو کې د مظاهرو په کولو سره غوښتنه کړې چې زر تر زره دې عمومي ټاکنې وشي. دوی د انتخاباتو کمېشن سیمه ييزو دفترونو ودانيو مخې ته احتجاجونه وکړل. په اړه یې دا ويډيو راپور وګورئ.
عوامي نېشنل ګوند په پېښور کې د ګېس د کمي او ګرانۍ پر ضد مظاهره وکړه. دوی له حکومته وغوښتل چې ټولو خلکو ته يو شان ګېس ورکړي. د دوی په خبره د ګېس محکمه بیل پوره غواړي خو د خلکو شکايتونه نه اوري. په دې اړه د عظمت علي شاه راپور وګورئ.
په پېښور کې د بانکونو کارکوونکو د خالي (شنبې) د ورځې د چوټۍ ختمولو پرضد احتجاج کړی دی. دوی د اپرېل پر ۱۹مه د مظاهرې پرمهال مشال راډیو ته وویل، که حکومت یې د خالي چوټي بحال نه کړه نو پرضد به یې په اسلام اباد کې احتجاج کوي. وزیراعظم شهباز شریف د اپرېل پر ۱۱مه د خالي د ورځې د چوټۍ ختمولو اعلان کړی وو.
د خیبر پښتونخوا حکومت په ټولو ضلعو کې د روژې د مياشتې لپاره ارزان بازارونه جوړ کړي دي. د دوی وايي هدف یې عام ولس ته په ارزانه توګه د ورځني استعمال توکو رسول دي. خو دې بازارونو ته ورتلونکي یو شمېر عام خلک وايي، هلته یوازې د غوړیو بيه د نور بازار پرتله ډېره ارزانه ده. نور حال په دې ویډیو کې وګورئ.
د پاکستان پخواني وزیراعظم عمران خان ویلي په هېواد کې تر نویو انتخاباتو کېدو پورې د خپلو ګوند جلسو او مظاهرو ته دوام ورکوي. نوموړي د اپرېل پر ۱۳مه ماخوستن مهال په پېښور کې د تحریک انصاف ګوند پلویانو جلسې ته په وینا کې تور پورې کړ چې په "اداري فساد ککړ" کسان واکمن شوي دي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد، پېښور او سوات په ګډون په یوشمېر ښارونو کې ګڼو خلکو د تحریک انصاف د وفاقي حکومت او له وزیراعظمۍ څخه د عمران خان د ګوښه کېدو ضد مظاهرې کړې دي. د اپرېل پر ۱۰مه ماخوستن مهال احتجاجونه تر هغې وروسته وشول چې د خالي او اتوار ترمینځ نیمه شپه د قامي اسمبلۍ له ۳۴۲ څخه ۱۷۴ غړو د
حسنی او حفصه دوه خویندې دي چې پر بېوزلۍ سربېره یې تعلیم ته دوام ورکړی او د پاکستان پر کچ په بېلابېلو سپورټي سیالیو کې هم ګډون کوي. حسنې او حفصې د ۲۰۲۲ز کال د مارچ پر ۲۴مه د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې په سیالیو کې د سرو او سپینو زرو مېډالونه وګټل. ویډیويي رپورټ.
د خيبر پښتونخوا د بېلا بېلو سيمو نرښځيانو د مارچ پر ۲۸مه د پېښور پرېس کلب مخې ته د مظاهرې پر مهال د شعارونو له لارې له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی امنيت دې باوري کړي. د دوی په وينا په تېرو اوو کلونو کې تر ۱۰۰ زيات نرښځيان وژل شوي دي. نور په دې ويډيويي راپور کې.
د مارچ په اتلسمه په پېښور کې د وتلي پښتون سندرغاړي کرن خان د موسیقۍ پر پروګرام پولیسو چاپه ووهله، د موسیقۍ الات یې مات او هنرمندان یې ووهل. که څه هم د پېښور پولیسو مشر دفتر ويلي چې د دې پېښې پلټنې به کوي، د دې ښار هنرمندانو د موسیقۍ په غږولو احتجاج کړی دی. مظاهرينو د هنرمندانو د خوندیتوب غوښتنه کړې.
په پېښور پوهنتون کې استادانو تعليمي هلې ځلې بندې کړې دي او له تيرو دوو اونيو راهيسې په احتجاج ناست دي. احتجاج کونکي په تنخواګانو کې د زياتوالي او تعليمي معيار د ښه کولو غوښتنه کوي. حکومت تر دې دمه د استادانو احتجاج په اړه څه نه دي ویلي. ويډيويي رپورټ
په تيرو څو ورځو کې په خېبر پښتونخوا کې درې نرښځيان وژل شوي دي. پوليس وايي د نرښځيانو د وژنې په تور يې ګرفتاريانې هم کړې دي خو نرښځيان بيا د پوليسو د تفتيش او له مرستې ډاډمن نه دي. نر ښځيان وايي چې په تيرو څو کلونو کې د دوي پر ضد د تشدد پېښې زياتې شوې دي. ویډیويي رپورټ.
د مارچ په څلورمه د پېښور په کوچه رسالدار کې شوي بريد کې په ۶۵ وژل شوو کسانو کې د افغان کډوالې مرضیې مېړه هم وو. هغې ته يو زخمي زوی او ۴ لوڼې پاتې دي. په افغانستان کې د طالبانو لخوا د نجونو ښوونځيو تر بندیدو وروسته، مرضيه پېښور ته د لوڼې د تعليم لپاره کډه شوه. د هغې کيسه په دې ويډيو راپور کې.
د ګلګت بلتستان د هنزې سیمې ښځو په تېرو کلونو کې د ژوند په بېلابېلو برخو کې فعالیتونه زیات کړي دي. د خیبر پښتونخوا په شمال کې په پرتې هغې سیمې کې د نجارۍ (ترکاڼۍ) یو داسې ورکشاپ دی چې ټولې کارکوونکې یې ښځې دي. مشال راډيو د ښځو نړیوالې ورځې په مناسبت دا مستند فلم جوړ کړی.
په پېښور کې د اهل تشیع پر جومات د جمعې د لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې تر ۶۰ زیات کسان ووژل او تر ۱۸۵ زیات ژوبل شول. د خیبر پښتونخوا پولیس او حکومتي چارواکي وايي، یو وسله وال د مارچ پر څلورمه لومړی له جومات سره پر ولاړو دوو پولیسانو ډزې وکړې چې پکې یو ووژل او بل ژوبل شو او بیا یې د جومات
فتح الدین د خیبر پښتونخوا د شمالي ضلعې چترال اوسېدونکی دی. دی له پیدایښته په دواړو لاسونو معیوب دی خو پر دې سربېره د پېښور په یوه مدرسه او ښوونځي کې یې زده کړو ته دوام ورکړی او د کرکټ لوبغاړی هم دی. دی وايي، ښه توپ اچوونکی یا بالر دی. ویډیويي رپورټ.
د پېښور په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په یوه جومات کې د جمعې لمانځه پرمهال په ځانمرګي برید کې ۵۶ کسان وژل شوي او تر ۱۹۰ زیات ژوبل دي. چارواکي وايي، د مارچ پر څلورمه وسله وال لومړی له جومات سره نېږدې پر پولیسانو ډزې وکړې او وروسته یې ځانمرګی برید وکړ. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې. ویډیويي رپورټ.
چاودنه د مارچ پر څلورمه له قصه خوانۍ بازار سره نېږدې په کوچه رسالدار کې د اهل تشیع په جومات شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او ګڼو پلویانو د پېښور، کوټې، کراچۍ او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرو له لارې د خپل یوه مخکښ او د قامي اسمبلۍ د غړي علي وزیر په ګډون د نورو بندي فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې ده. پي ټي اېم په عین وخت کې د فبرورۍ له ۱۳مې راهیسې د وزیر
د پېښور په پیپلز منډیۍ کې دوکاندران وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې یې کاروبار خراب شوی دی. د دوی په خبره، د افغانستان د شتمنیو د کنګلېدو او د هغه هېواد د بانکي چارو درېدو له وجې دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې او افغان سوداګر اوس په اسانۍ له خیبر پښتونخوا څخه مالونه نه شي ورغوښتای.
نور وښیئ