د لاسرسي ځای

تازه خبر

د خیبر پښتونخوا احتجاجي ښوونکي وايي مشر یې پوليسو نیولی


مظاهره کوونکي استادان
مظاهره کوونکي استادان

په خیبر پښتونخوا کې په احتجاج د سرکاري ابتدايي سکولونو استادان وايي له حکومت سره د مذاکراتو تر ناکامېدو او د پوليسو لخوا د دوی د مشر تر نيولو وروسته، دوی خپل احتجاج لا نور سختوي.

د اکتوبر په لسمه،‌ په پيښور کې د مظاهره چيانو سره د تعلیم محکمې چارواکو د خبرو يو بل پړاو ناکام شو. په پیښور کې د مشال راډيو خبریال وايي چې نن غرمه د تعلیم د محکمې ډايريکټر جنرل حافظ ابراهیم سره د نورو حکومتي چارواکو په جناح پارک کې د استادانو سره د هغوی د غوښتنو په اړه خبرې وکړي خو نتيجه یې ورنه کړه.

د سرکاري ابتدايي سکولونو دا استادان د تنخاګانو زیاتېدل او په نوکريو کې ترقي غواړي. دوی د همدې لپاره د اکتوبر له شپږمې په پيښور کې د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاج پيل کړی دی.

تر دې مخکې پوليسو پر مظاهره چيانو اوښکې بهونکی ګیس کارولی وو او ځيني یې وهلي‌وو. لږ تر لږه د ۲۱۳ استادانو پر ضد سرکاري املاکو ته د زیان رسولو په تور مقدمې هم درج شوې دي.

د خيبر پښتونخوا د سرکاري ابتدايي سکولونو د استادانو د اتحاديي جنرل سيکریټري معراج علي مشال راډيوسره په خبرو کې دعوه کړې چې تيره شپه د دوی د اتحادیې مشر عزیزالله خان له کوره پوليسو نيولی او دوی ته يې هیڅ معلومات نه ورکوي. دوی خبرداری ورکړی چې که عزیز الله خان نن خوشې نه شو نو دا احتجاج به لارو کوڅو ته غځوي.

د صوبې د ټولو ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې مشر عزیز الله د اکتوبر په نهمه مشال راډیو ته ويلي وو چې غوښتنې یې باید ومنل شي او زیاته یې کړه چې حکومت دوی ته د خبرو اترو لپاره داسې کسان ورلېږي چې د ده په وینا هغوی د استادانو د غوښتنو پوره کولو واک نه لري.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی وو چې يوازې هغه وخت به احتجاج پای ته رسوي چې حکومت په لیکلې بڼه د دوی د غوښتنو منظوري ورکړي. د خيبرپښتونخوا حکومت ويلي چې کوښښ په سوله ییز ډول د خبرو له لارې د ښوونکو سره يو جوړ جاړي ته ورسيږي.

XS
SM
MD
LG