د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور کې د ښوونکو احتجاج پر مهال اخ و ډب شوی دی


پېښور کې د ښوونکو احتجاج پر مهال اخ و ډب شوی دی
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:03:05 0:00

په پېښور کې د ابتدايي ښوونځیو د استادانو ټولنې ګڼو غړو احتجاجي مظاهره کړې ده. دوی د اکتوبر پر شپږمه د تنخاګانو زیاتولو او د رتبو لوړولو غوښتنو پوره کېدو لپاره مظاهره کوله. د احتجاج پر مهال د اخ و ډب پېښې وشوې او پولیسو د مظاهرچیانو منتشرولو لپاره اوښکې بهوونکی ګیس وکاراوه. د احتجاج له وجې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر برخو کې ښوونځي تړلي ول. د پاکستان رسنۍ د اعلاوزیر د اطلاعاتي چارو سلاکار محمد علي سیف له خولې وايي چې حکومت پولیسو ته د قوت کارولو امر نه وو کړی. د استادانو ټولنې د اکتوبر پر اوومه د ټولو ښوونځیو تړلو او په پېښور کې د بلې مظاهرې اعلان کړی دی. حکومت وايي، د استادانو غوښتنو په اړه مذاکراتو ته تیار دی. ویډیويي رپورټ.

XS
SM
MD
LG