عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
باچا خان مرکز پېښور د جنورۍ له ۲۰ تر ۲۶مې روانه اوونۍ د نیمې وچې د ازادۍ ستر مبارز خان عبدالغفار خان او په پاکستان کې د جمهوریت، اییني بالادستۍ او په دغه هېواد کې د میشتو قامونو ترمینځ د برابرۍ پر بنیاد د وسایلو د وېش او د سیاسي او بشري بشري حقونو لپاره
په خيبر پښتونخوا کې په کورونو کې د ګېس د کم فشار او نشتوالي له وجې حکومت سي اين جي سټېشنو ته د ګېس اچولو لپاره په اوونۍ کې درې روځو اجازه ورکړې دي چې له کبله یې د سي اېن جي ګاډو مالکانو له ډېرو ستونزو سره مخ دي. عظمت علي شاه له يو ټيکسي ډرايور سره په دې اړه غږېدلي. نور تفصيل په ويډيو کې وګورئ.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې په لومړي ځل د ښځو لپاره د "بنتِ حوا" والیبال اتلولۍ په نوم د لوبو سيالۍ تر سره شوې. په دې سياليو کې د مردان او صوابۍ د ښځينه لوبغاړو ۱۴ لوبډلو برخه اخيستې وه. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د پېښور اقبال بانو د فېشني کالیو ډیزاینول کوي او نورو ښځو ته هم ورښيي. اقبال بانو وايي، په لسګونو ښځې یې روزلې او اوس دوی خپل کاروبارونه لري. نور حال په دې ویډیويي راپور کې.
د چترال دوه وروڼه په نړیواله کچه د ټېبل ټېنس لوبه کوي چې ګڼ قامي او نړیوالې سیالې یې هم ګټلې دي. ياد لوبغاړي په پېښور کې ژوند کوي او هم دغلته د ټېبل ټېنس لوبه کوي. نور په دې ویډیويي راپور کې.
د پېښور په قیوم سپورټس کمپلېکس کې د پاکستان د جوډو او کراټو درې ورځنۍ سیالې شوې دي چې ورته له ټول هېواده ۲۵۰ لوبغاړي ورغلي ول چې پکې ۱۳۰ نجونه وې. ښځینه لوبغاړو مشال راډیو ته وویل چې جوډو او کراټې لومړی د ځان د دفاع او دویم د سپورټ په توګه کاروي. ویډیويي رپورټ.
د مردان په یونس خان سټیډیم کې د ډېسېمبر پر ۱۷مه د فټبال سیالۍ پای ته ورسېدې. په دغه پریمیر لیګ کې اتو لوبډلو برخه اخېستې وه. په دغو لوبډلو کې د خیبر پښتونخوا ترڅنګ د نورو صوبو او د قامي ټیم ځینو لوبغاړو هم برخه واخېسته. د مردان پریمیر لیګ اتلولي طورو معیار یونایټډ لوبډلې وګټله.
د ډېسېمبر پر ۱۶مه د پېښور د ارکایېوز کتابتون تالار ته د هغو زده کوونکو میندې او پلرونه ورغلي ول چې پر ارمي پبلک سکول د ۲۰۱۴ز کال په وسله وال برید کې وژل شوي ول. غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په ګډون نور فعالان هم ورغلي ول.
پر ارمي پبلک سکول په حمله کې د دوو وژل شویو ماشومانو مور وايي، د یو زوی په "سینه کې یې هېڅ ځای سلامت نه وو." فلک ناز په حمله کې د وژل شویو د اووم تلین په مناسبت مشال راډیو ته وویل، تر اوسه د هغې پېښې په اړه سمې پلټنې و نه شوې. خو د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي
د جنوبي وزیرستان نعمان مسید د جمناسټيک په لوبو کې په ګېنیز کتاب کې دوه ريکارډونه په خپل نوم کړل. نوموړی په لومړي ځل په پېښور کې د قبایلي ځوانانو لپاره تابيه شوي په جمناسټېک لوبو کې برخه اخلي. نور د عظمت علي شاه په دې ويډيويي راپور کې.
اکبر خان د افغانستان د سوک وهنې یا باکسېنګ ملي لوبغاړی دی. نوموړی د اګست په نیمايي کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پېښور ته کډه شوی او اوسمهال د سیالیو تیاری کوي. دی هیله لري چې په افغانستان کې به د لوبو لپاره چاپېریال یو ځل بیا مناسب شي چې دی هم هلته خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.
د پاکستان پيپلز ګوند پېښور کې په لومړی ځل د نومبر پر ۳۰مه د ګوند ۵۴ بنسټ ورځ ولمانځله. جلسې ته د خبرو په محال د پاکستان پيپلز ګوند مشرانو وويل چې پاکستان جمهوري غورڅنګ او د پاکستان تحريک انصاف صوبایي حکومت هم په پېښور کې له دې وړاندې جلسې وکړي خو کاميابه نه شوي.
له نومبر ۲۵مې څخه په ټول پاکستان کې د پټرول پمپونو د مالکانو اتحادیې د هړتال اعلان کړی دی. په خیبر پښتونخوا کې د پیټرول پمپ اسوسییېشن جنرل سیکټري ګل نواز اپرېدي د نومبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل دا هړتال به تر هغې جاري وي چې حکومت ورته ټېکسونه او د بجلۍ نرخونه کم کړي نه وي.نور حال په دې ویډیو کې.
پښتونخوا امن جرګې د ملاکنډ سخاکوټ کې د مدني فعال محمد زاده د وژنې خلاف د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ مخې ته احتجاجي مظاهره وکړه او غوښتنه يې کوله چې په ملاکنډ ډیويژن کې دې د نشه یي توکیو خرڅوونکیو او د ځمکو قبضه ګرو خلاف دې پوځي عمليات وکړل شي. نور تفصيل په دې ویډيو راپور کې
د حزب اختلاف اتحاد پاکستان جمهوري غورځنګ د نومبر پر دويېمه نېټه په پېښور کې د ګرانۍ پرضد احتجاجي غونډه کړې ده چې ورته د جمیعت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن او د مسلم ليګ نواز يو مخکښ او پخواني وزیراعظم شاهد
د پېښور پوهنتون زده کوونکو د جنسي ځورونو او د نشه يي توکیو د استعمال پرضد احتجاجي مظاهره وکړه. دغه مظاهره جمعيت طلبا تنظیم راجوړه کړې وه چې پکې د پوهنتون زده کوونکو برخه اخېستې وه او له انتظامیې يې د کارروايي غوښتنه وکړه. نور حال په دې ویډیو کې.
د پېښور سروسز کلب کې سېلګرۍ محکمې د زړو او نايابه ګاډو (وېنټېج کار) رېلي جوړه کړې، چې موخه يې سېلګرۍ ته وده ورکول دي. دا دوه ورځنۍ رېلي د اتوار په ورځ پای ته ورسېده. نور په دې ويډيو کې
عظیم ملک ۱۳ کاله د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې فېزیوتېراپېسټ په توګه دنده ترسره کړی. دی وايي، د افغان لوبډلې له لومړیو کلونو راهیسې یې ورسره کار کړی وو. د پېښور اوسېدونکی ملک وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې یې له افغان لوبډلې سره کار پای ته ورسېد. د ده په خبره، د افغانستان د کرکټ لوبډلې پر ګڼو ستونزو
د خیبر پښتونخوا د لوبو ادارې لخوا د معذوره کسانو لپاره د لوبو درې ورځنۍ مېله نن (نومبر شپږمه) پای ته ورسېده. په دې مېله کې له ټول پاکستان څخه ۵۰۰ نارينه او ښځينه لوبغاړو ګډون کړی و. د مشال راډيو خبريال عظمت علي شاه يې په اړه ويډيويي راپور لري.
د مردان قسيم ګل له ۱۴کالونو راهیسې رکشه چلوي او وايي، اوس روانې ګراني يې ژوند زښت اغيزمن کړی دی او ان کورنۍ ته د ماښام ډوډۍ نه شي پیدا کولای. نور تفصيل په دې ویډیويي راپور کې.
نور وښیئ