عظمت علي شاه په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی چې د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو او د خلکو د ژوند ژواک په اړه راپورونه جوړوي.
د لوی اختر په مناسبت د څارويو د قربانيو کولو لپاره د چړو او تبرونو د اخيستو اړتيا پېدا شوې خو د اوسپینو د بیو د لوړېدو له کبله سږکال د نوو چړو او تبرونو کاروبار اغېزمن شوی دی. خو ورسره د زړو چړو او تبرونو مرمت او تېره کوونکيو کاروبار بيا ښه شوی دی.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې د پوليسو په تاڼه بمي بريد شوی چې پکې یو پوليس والا وژل شوی او دوه پوليس او دوه ولسي وګړي ټپیان شوي دي. د پوليس چارواکي وايي چې په بم کې ۱۰ کلوګرامه بارودي توکې استعمال شوي دي.
د خيبر پښتونخوا په مردان کې نرښځيان وايي چې د پوليس له خوا يې د لګول شويو "بنديزونو" له کبله روزګار خراب شوی دی. نرښځيانو په وروستيو کې په پېښور کې د مردان پوليسو مشر پر ضد خبري غونډه هم کړې وه او تور یې پورې کړی وو چې هغه ورته له مردانه د وتلو امر کړی دی. خو د مردان پوليس دغه تور ردوي.
د خیبر پښتونخوا حکومت او خیریه ټولنو د افغانستان زلزله ځپلو سیمو ته په مرستو بار لارۍ استولې دي. حکومتي چارواکو د جون پر ۲۳مه په پېښور کې مرستې د طالبانو د حکومت قونصلګر ته ورسپارلې. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د ځوانانو څانګې د جون پر ۲۲مه د پېښور خبریالانو مخې ته د هغو څلورو ځوانانو د وژنې پرضد مظاهره وکړه چې د جون پر ۱۹مه وسله والو په شمالي وزيرستان کې په يوه هدفي بريد کې وژلي ول. د شمالي وزیرستان پولیس وايي، د برید پلټنې کوي او پکې د ککړو کسانو نیولو ته ژمن دي.
د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان په وینا، د هغه ګوند غړو او پلویانو د جون ۲۰مې پر ماخوستن د اسلام اباد، پېښور او مردان په ګډون په یوشمېر ښارونو کې مظاهرې وکړې. عمران خان احتجاجي جلسو ته په ویډیويي وینا کې تور پورې کړ چې حکومت د ګرانۍ په کمولو او اقتصاد سمولو کې پاتې راغلی دی. ویډیويي رپورټ.
د پېښور نانبایانو د ښار ټول تنورونه تړلي دي چې له وجې یې د خیبر پښتونخوا په مرکز او شاوخوا سیمو کې د ډوډۍ کمښت پیدا شوی او همداراز، د ډوډۍ بیه لوړه شوې. دوی د جون پر ۱۵مه کاربندیز تر هغه احتجاجي لاریون یوه اوونۍ وروسته پیل کړی
په لاهور کې د پاکستان د نارنجي مېټرو (اورېنج مېټرو) اورګاډی سروېس په ۲۰۲۰ز کال کې پیل شو. د لاهور یوه اوسېدونکې وايي، په هغو ګاډو کې ځان خوندي احساسوي. امنیتي کارکوونکي د مېټرو په تمځایونو کې د خلکو سامانونه هم تالاشي کوي چې د ورانکاریو مخه ونیولای شي. نور معلومات په ویډیو کې.
د خیبر پښتونخوا حکومت د ۲۰۲۲-۲۳ز مالي کال لپاره د ۱،۱۳۲ اربه روپیو بجټ اسمبلۍ ته وړاندې کړ. د لوړو زده کړو او اطلاعاتو چارو وزیر کامران بنګښ د جون پر ۱۳مه د بودیجې قانوني مسودې تر وړاندې کېدو وروسته مشال راډیو ته وویل، دا یو "عوام دوسته" بجټ دی. خو مخالفه ګوندونه یې دا دعوه نه مني. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې نانوایانو د یوه احتجاجي لاریون له لارې له حکومته غوښتي چې یا دې اوړه ارزان کړي او یا دې دوی ته د ډوډۍ د بیې لوړولو اجازه ورکړي. دوی د جون پر اتمه د احتجاج پر مهال وویل چې د ګرانۍ له وجې له تاوان سره مخامخ دي. حکومت د نانوایانو د غوښتنو په غبرګون څه نه دي ویلي
په پېښور د مدرسو د زده کوونکو او مذهبي اقلیتونو د ټولنو د غړو ترمینځ لوبې روانې دي. منتظمان وايي، د فوټبال د سیالیو مقصد مذهبي هم اهنګي او له يو بل د ښو اړیکو زیاتول دي. په سیالیو کې ۱۰۰ لوبغاړو برخه اخیستې چې اووه ورځې به دوام لري. ویډیويي رپورټ.
صابر نذر د پاکستان یو نومیالی کارټون جوړوونکی دی. نوموړی له لسیزو راهیسې د انګرېزۍ او اردو ژبو ورځپاڼو لپاره پر روانو چارو کارټونونه جوړوي. نذر وايي، له تېرو شاوخوا اتو کلونو راهیسې د بیان پر ازادۍ زیاتېدونکو محدودیتونو یې کار اغېزمن کړی دی. ویډیويي رپورټ.
په پېښور کې هنرمندانو او د مدني ټولنې فعالانو یو ځل بیا د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ ضد احتجاج کړی دی. دوی د جون پر دویمه د پېښور د خبریالانو له مرکزه تر خیبر پښتونخوا اسمبلۍ پورې سندریز لاریون وکړ او پر حکومت ټینګار کوي چې د مې پر ۲۸مه شپې ناوخته ګرفتار کړي څلور موسیقاران دې خوسې کړي.
په پېښور کې لسګونه هنرمندانو او فعالانو د افغان موسیقارانو د ګرفتارۍ خلاف احتجاج وکړ. لاریونوالو د مې پر ۳۰مه د خیبر پښتونخوا له حکومته وغوښتل چې نیولي موسیقاران دې په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته نه سپاري. د پېښور پولیسو ویلي، څلور موسیقاران یې ځکه ګرفتار کړل چې قانوني اسناد یې نه لرل.
د پاکستان تحریک انصاف سیاستوالانو او پلویانو د مې پر ۲۵مه د اسلام اباد پر لوري لاریون پیل کړ. هغه ګوند وايي، د احتجاجي لاریون موخه حکومت د نویو انتخاباتو اعلانولو ته اړ کول دي. خو حکومت وايي، د لاریون مخه نیسي او د دې لپاره یې اسلام اباد ته تلونکې لارې تړلې دي. ویډیويي رپورټ.
په پېښور پوهنتون کې درې ورځنی ادبي مېله پیل شوې ده چې پکې د هېواد د بېلا بېلو سيمو ليکوالان، محقیقين او پوهان ګډون کوي. په دې کې ۱۴۰ برخې اېښودل شوي چې پکې پر مختلفو موضوعاتو به مقالې وړاندې کېږي. ادبي مېله به د مې پر ۲۶ پای ته رسېږي.
عوامي نیشنل ګوند د مې په ۲۲مه احتجاج کړی او له حکومته یې غوښتنه کړې چې د خيبر پښتونخوا او بلوچستان پر ځنګلونو لګيدلي اور وژلو لپاره دې زر ګامونه واخلي. دی په خپل احتجاج کې حکومت په کوتاهۍ تورن کړ خو حکومتي چارواکي وايي دوی د اور وژلو کوښښ کوي. ه
په اپرېل کې په خیبر پښتونخوا کې د ګرمۍ زیاتېدو د صوبې د یوشمېر سیمو کروندګر تر وخت مخکې غنم لو ته اړ کړي دي. دوی وايي، د همدې له وجې د غنمو پیداوار کم شوی دی. پوهان وايي، د دې لامل د اب و هوا بدلون دی چې پاکستان خورا زیات اغېزمنوي. ویډیويي رپورټ.
د پاکستان تحريک انصاف ګوند مشر او د دې هېواد پخواني وزيراعظم ويلي چې مرکزي حکومت دې په دې هېواد کې ژر تر ژره انتخابات اعلان کړي. عمران خان د مې پر ۱۳مه په مردان کې يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه. نور حال د عظمت علي شاه په ويډيويي راپور کې وګورئ.
د پاکستان مسلم لیګ (ن) مخکښه مشرانو یو ځل بیا تور پورې کړی دی چې د تحریک انصاف پخواني حکومت اقتصاد په خراب حالت کې پرېښی دی او دا چې عمران خان په درغلۍ په ۲۰۱۸ز کال کې واک ته رسېدلی وو. د ګوند مرستیالې مشرې مریم نواز د مې پر ۱۱مه په صوابۍ کې جلسې ته په وینا کې وویل، هغه کسان چې عمران خان یې واک ته رسولی وو، اوس یې یوازې پرېښی دی. تر دې مخکې هم پخوانیو مخالفه ګوندونو په بیا بیا تور پورې کړی وو چې امنیتي ادارې د عمران خان په انتخاباتي بریا کې رول لوبولی وو. دا هغه تور دی چې پوځ او د تحریک انصاف حکومت رد کړی وو او انتخاباتي کمېشن ویلي ول چې د ۲۰۱۸ز کال انتخابات پاک او منصفانه ول. پخواني وزیراعظم عمران خان دا هم ویلي ول چې خراب اقتصاد ورته په میراث کې پاتې وو چې د سمولو هڅې یې یې کولې. ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ