عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د بشري حقونود څار نړيوال سازمان (هيومن رايتس واچ) د مارچ پر ۲۹مه د پاکستان د زندانونو په اړه په ځانګړي رپورټ کې ويلي چې هلته بنديان له روغتيايي اسانتياوو بې برخې دي. د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې دا ځل په زندانونو کې د قیدیانو پر وضعيت بحث شوی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
شهباز شريف نن (د اپرېل پر څلورمه) د پارلېمان ګډې غونډې ته د وينا پر مهال وويل چې نن د پاکستان پيپلز ګوند د بنسټګر او د هغه هېواد د پخواني وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو تلين دی چې د ۱۹۷۹ز کال د اپرېل پر څلورمه د سپريم کورټ د پرېکړې په رڼا کې پانسۍ شوی وو.
په پاکستان کې زیاتېدونکې ګرانۍ ته په پام د کراچۍ يوه خبرياله د ويډيوګانو له لارې خلکو ته د ارزانه شیانو رانيولو او په روژه کې د صحت د ښه ساتلو لارښوونې کوي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
په بیت المقدس کې مسلمانانو پر تاوتريخوالي سربېره هم له اقصی جومات سره روژه ماتی وکړ. د اپرېل درېیمې روژه ماتي ته له ليرې ليرې سیمو خلک ورغلي ول. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د مشال تر رڼا لاندې کې مو دا اوونۍ د پاکستان سياسي، امنيتي او اقتصادي کړکېچونو ته په پام په ولس کې پر "زیاتېدونکی غير یقیني حالت" بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
دوی تور پورې کوي چې پر لاره د تګ راتګ لپاره د اجازت نامو په ترلاسه کولو کې ستونزې لري او چې کله پر غلام خان لاره اوړي رااوړي نو د دوی په وينا، ورڅخه رشوت اخیستل کېږي.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو دا ځل په قبايلي سيمو کې د معدنياتو شتون، ورڅخه د ګټې اخيستو او په دې اړه د ځايی ولس پر اندېښنو بحث کړی دی. بشپړه خپرونه وګورئ.
د مشال تر رڼا لاندې خپرونه کې مو په پاکستان کې د روانې برېښنايي سرشمېرنې په اړه د قبايلی سيمو او سيند صوبې اندېښنې د چارو له پوهانو سره څېړلې دي. بشپړ بحث وګورئ
د مارچ پر اتمه د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د مشال تر رڼا لاندې اوونيز بحث کې د افغانستان د ولسي جرګې پخوانۍ غړې شينکۍ کړوخېل ويلي چې د طالبانو افغانستان د ښځو لپاره "په يو زندان بدل کړی" دی. د بحث بله ګډونواله د ملي جمهوري غورځنګ بشری ګوهر ده.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) او یوشمېر سياسي ګوندونو د زیاتېدونکو حملو پرضد د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو سيمو کې پاڅونونه او مظاهرې کړې دي. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې پر دې خبره بحث شوی چې ایا په ترهګرۍ ضد بیانیه کې د پاکستان دولت او پښتون ژغورنې غورځنګ طبیعي اتحادیان دي او که څنګه؟
په سيند صوبه کې پښتانه ټرانسپورټران او کاروباريان وايي چې په وروستيو کې د تاوان یا باج لپاره د پښتنو د تښتولو پېښې زیاتې شوې دي. د مشال تر رڼا لاندې کې د دې ستونزې پر بېلابېلو اړخونو بحث شوی دی. بشپړ بحث وګورئ.
د ۲۰۲۳ز کال د مې په میاشت کې به په خيبر پښتونخوا د پخوانیو قبایلي سیمو د ورګډېدو پینځه کاله پوره شي، خو یوشمېر خلک شکایت کوي چې د اصلاحاتو په بهیر کې ورسره شوې وعدې لا هم نه دي پوره شوې. په مشال تر رڼا لاندې کې پر هم دې موضوع بحث شوی دی.
په پېښور کې د پوليس لاینز پر جومات تر بريد وروسته په پاکستان کې يو ځل بیا د ترهګرۍ له مينځه وړلو بحثونه تاوده شوي دي. په هغه هېواد کې د ترهګرۍ او پرضد يې د اقداماتو شاوخوا دوه لسیزې کېږی خو لا هم دا مسله نه ده حل شوې. د مشال تر رڼا لاندې بحث وګورئ.
د جنورۍ پر ۱۸مه نېټه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ماتېدو سره سم په دې صوبه کې د تحریک انصاف شاوخوا نهه نيم کلنه واکمنۍ پای ته ورسېده. د مشال تر رڼا لاندې کې دا پوښتنه بحث شوې ده چې د دې ګوند واکمني څنګه وه.؟ بشپړ بحث وګورئ
په پاکستان کې دا لومړۍ ځل نه دی چې په جوماتونو حمله شوې ده بلکې په تېرو څه دپاسه دوو لسيزو کې په جوماتونو او امام باړو په وار وار بريدونه شوي دي چې پکې د تحریک طالبان پاکستان په ګډون ځېنو نورو وسله والو ډلو يې ذمه واریانې منلې دي.
پولیسو فواد چودري پرون (د جنورۍ پر ۲۵مه) په لاهور کې له خپل کوره نيولی وو چې وروسته اسلام اباد ته بوتلل شو او هلته يوه عدالت هغه د دوو ورځو لپاره په جسماني ريمانډ پوليسو ته وسپاره.
د مشال تر رڼا لاندې ويډیويي بحث کې مو پر دې موضوع خبرې کړې دي چې ایا د پاکستان جمهوري غورځنګ (پي ډي اېم) په مشرۍ وفاقي اېتلافي حکومت به وکولای شي چې د پنجاب او خیبر پښتونخوا د اسمبلیو تر ړنګېدو وروسته خپله اییني موده پوره کړي او که څنګه؟ بشپړ بحث وګورئ.
نړیوالې مرستندویه ادارې وايي چې په افغانستان کې سړې هوا او د برېښنا نشتوالي بشري ناورين لا زیات کړی دی. خلک وايي چې د مالي ستونزو له کبله د سونګ مواد نه شي برابرولی.
د پاکستان چارواکيو د جنورۍ پر ۲۴مه ويلي چې د هېواد په زیاتره برخو کې بجلۍ يا برېښنا بحاله شوې ده. د جنورۍ پر ۲۳مه سهار وختي د هېواد په لويو او وړو ښارونو کې بجلۍ قطع يا پرې شوې وه چې له کبله يې د ژوندانه چارې په ټپه درېدلی وې. خو د ځينو سيمو خلک اوس هم د برېښنا د نشتوالي شکايت کوي.
نور وښیئ