د لاسرسي ځای

تازه خبر

انتونیو ګوتېرېش پاکستان کې پر ټولو خواوو غږ کړی دی چې له تشدده دې ډډه وکړي


په لاهور کې د مې پر ۱۰مه د تحریک انصاف پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې.
په لاهور کې د مې پر ۱۰مه د تحریک انصاف پلویانو او پولیسو ترمینځ د اخ و ډب پېښې وشوې.

د ملګرو ملتونو مشر انتونیو ګوتېرېش د پاکستان د پخواني وزیراعظم او د تحریک انصاف د مشر عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته پیدا شویو حالاتو ته په غبرګون کې پر ټولو خواوو غږ کړی دی چې له تشدده دې ډډه وکړي.

د مې پر ۱۰مه د سازمان پر ووبپاڼه د ملګرو ملتونو د ویاند فرحان حق یو بیان خپور شوی دی چې پکې د سوله ییزو غونډو حق ته پر درناوي ټینګار شوی دی.

په بیان کې د پاکستان له چارواکو غوښتنه شوې ده چې د عمران خان پرضد دې د مقدمې په اورېدنو کې د قانون سرلوړۍ او د قانوني کړنلارې درناوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته په پاکستان کې قهرجنې مظاهرې دوام لري او پولیسو د پلازمېنې اسلام اباد په ګډون د هېواد په یوشمېر ښارونو کې د مظاهرچیانو ګرفتارۍ دوام لري.

د اسلام اباد پوليس وايي چې تر اوسه يې شاوخوا ۲۰۰ کسان نيولي چې عامه ځايونه يې سوځولي او زيانمن کړي ول. له دې پرته پولیسو په لاهور، کراچۍ، پېښور او د پاکستان په يوشمېر نورو ښارونو کې هم د "بلوو او زيان رسولو" په تور سلګونه احتجاجیان نيولي دي.

د پنجاب او خیبر پښتونخوا لنډمهالو صوبايي حکومتونو د مې پر ۱۰مه د نظم او عامه امن ساتلو په موخه هلته د پوځ ځای پر ځای کولو فیصله وکړه.

د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د امنیتي ځواکونو او د تحریک انصاف ترمینځ د اخ و ډب په پېښو کې یوشمېر کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو په وينا، تر دې دمه په هغه صوبه کې د احتجاج پر مهال اووه کسان وژل شوي دي. بلخوا د بلوچستان حکومت ويلي چې هلته د احتجاج پر مهال يو کس وژل شوی دی. پر دې سربېره په ټول هېواد کې سلګونه پوليسان او احتجاجيان ژوبل شوي هم دي.

د پاکستان د احتساب ملي ادارې (نیب) عمران خان د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د تحقیقاتو لپاره ګرفتار کړ.

خان پر هغه ورځ اسلام اباد های کورټ ته په نورو قضیو کې تر ګرفتارۍ مخکې د ضمانت اخیستو لپاره ورغلی وو چې د رېنجرز ځواک سرتېرو د عدالت له ودانۍ بهر ونیوه.

د وزیراعظمۍ له دندې څخه له ګوښه کېدو راهیسې پر نوموړي د تورو پیسو سپینولو، توشه خانې او د حکومت ضد احتجاجي غونډو پر مهال د ګډودۍ او ترهګرۍ په تورونو یوشمېر قضیې ثبت شوې دي چې پکې په یوشمېر مقدمو کې هغه ضمانتونه ترلاسه کړي دي.

عمران خان پر ځان لګېدلي ټول تورونه ردوي او وايي چې ورباندې جوړې مقدمې سیاسي موخې لري.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG