عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د طالبانو له خوا د اګست پر ۱۵مه نېټه د کابل له نيولو وروسته تر يو لاکه زیات کسان د پروازونو له لارې بهر هېوادونو ته کډه شوي دي او ګن شمېر کسانو بيا ګاونډی هېوادونو ته پناه وړې ده.
''پخوا به د افغانستان او پاکستان تجارت په ډالرو کې کېده، پیسې به په رسمي توګه د بانکونو له لارې تبادله کېدلې، پاکستان ته به زرمبادله راتله خو اوس په ډالرو تجارت صفر ته رارسېدلی دی.''
عمران خان د سېپټمېبر پر ۲۵مه نېټه د ملګرو ملتونو ۷۶مې عمومي غونډې ته د وينا پر وخت د افغانستان پر اوسني او پخواني وضعيت، د پخواني شوروري اتحاد او ترهګرۍ پرضد په جګړه کې د پاکستان او امريکا په ګډون د نړيوالو پر رول رڼا واچوله.
په افغانستان کې د طالبانو له خوا د واک ترلاسه کولو وروسته په دې هېواد شويو ترهګرو پېښو خلک بېرته د امنيت په اړه بیا اندېښمن کړي دي. کله چې طالبانو واک ونيولی نو داسې تمه کېدله چې په افغانستان کې جګړه پای ته ورسېږي او سوله به راشي خو تازه پېښو ځینې خلک ناهيله کړي دي. د زیاتره حملو ذمه واري داعش وسله
د طالبانو له خوا د افغانستان د هرات ښار نيولو وروسته هلته پر نایانو يا سليمانيانو د هغو خلکو شمېر کم شوی چې فېشني وېښتان به يې جوړول او یا به يې ږيرې خریلې. نایان وايي چې کاروبار يې په ټپه درېدلی دی. طالبانو دا ځل لاهم کوم محدودتونه نه دې لګولي خو په خپله لومړنۍ واکمني کې يې پر فېشني وېښتانو او ږيرو
د پاکستان جيو ټيليويژن سره په لاهور کې د سېپټمېبر پر ۱۸مه نېټه د یوې ځانګړې مرکې پر مهال نوموړي ويلي چې د طالبانو حکومت په رسميت پېژندل د افغانستان ریاست په رسميت د پېژندلو په معنی ده.
د کابل تر نيولو وروسته يو شمېر طالبان د تفريح لپاره د دې ښار مرکزي پارک ته ورمات شوي دي. دوی په ټالونو کې زانګي، په چريزه ټوپک غبارې ولي او بانډارونه کوي خو په پارک کې د پخوا په شان ګڼه ګوڼه نه شته.
وروسته د افغانستان ملي مصالحې عالي شوری مشرعبدالله عبدالله په ويډيويي پېغام کې د [اشرف غني] له هېواده د وتلو تصديق وکړ.
د پاکستان تر جوړېدو وروسته چې پينځه ځله د حکومتي ځواکونو او بلوڅ وسله والو ترمینځ جګړه شوې نو هرځل يوشمېر بلوڅانو افغانستان ته پناه وړې ده.
منظور پښتين زياته کړه چې په کار وه فواد چودري د هغو پښتنو مشرانو په اړه تحقیقاتي رپورټ وړاندې کړی وای چې په تېرو څو کلونو کې وژل شوي دي.
د پاکستان د کورنيو چارو وزارت ويلي چې نوموړې نه وه تښتول شوې او دا د پاکستان بدنامولو سازش دی.
د افغانستان په هرات ښار کې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې زور اخيستی چې ورسره د ښار د اوسېدونکي اندېښنې هم زياتې شوې دي. ځايي خلک وايي چې د امنيتي اندېښنو پرته په ښار کې د ورځنۍ اړتيا توکي ګران شوي دي. نور حال د فرانس پريس اژانس په دې ويډيويي راپور کې.
حکومت د وايرس د مخنيوي لپاره په کراچۍ کې د اګست تر اتمې نيټې پورې جزوي ټولبند/لاکډوان هم لګولی دی.
د هند د اتر پردېش ایالت د غازي اباد سیمې ارچنا دېوي څه د پاسه درې میاشتې وروسته له کووېډ-۱۹ ناروغۍ جوړه شوه. د ۴۵ کلنې دېوي کورنۍ وايي، نوموړې اوس له روغتونه کور ته انتقال شوې. هند د نړۍ له هغو هېوادونو یو دی چې د کورونا وایرس جهاني وبا زښت ځپلی دی. د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
په پاکستان کې د جولای پر ۲۱مه نېټه لوی اختر دی او د هغه هېواد په مختلفو سيمو کې د قربانۍ څارويو رانيولو لپاره منډیانې لګېدلي دي. خو په کراچۍ کې داسې نجلۍ هم شته چې د انټرنېټ د لارې څاروي پلوري. په دې اړه د اسوشیېټېډ پرېس ويډيويي راپور وګورئ.
د پاکستان ولسمشر دفتر د جولاي پر اوومه نېټه په خبرپاڼه کې ويلي وو چې عارف علوي د بلوچستان د پخواني ګورنر امان الله ياسينزي استعفی ومنله او سيد ظهور احمد اغا يې د صوبې نوی ګورنر وټاکلی.
عمران خان په واک کې تر راتلو درې کاله وروسته له بلوڅ وسله والو ډلو سره د مذاکراتو خبره کړې ده خو تر دې وړاندې د نواز شريف په مشری د مسلم لیګ په واکمنۍ کې هم د دغسې خبرو اترو هڅه شوې وه.
ټولنې د جولايي پر درېيمه نېټه په خپاره شوي بيان کې ويلي چې احتجاج د پنجاب اسمبلۍ له خوا د پرېوېلېجز ترميمي اېکټ ۲۰۲۱ په نوم د منظور شوې قانوني مسودې پر ضد کوي.
په داسې حال کې چې امريکا د سږکال سېټېمبر ۱۱مې پورې له افغانستانه د ټولو ځواکونو د اېستلو اعلان کړی په دې هېواد کې د طالبانو حملو زور اخيستی او په تېرو څو اوونيو کې يې په لسګونو ولسوالۍ نيولې دي چې افغان ځواکونو ورڅخه د خينو کنټرول بېرته اخیستی دی.
نور وښیئ