عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
د پاکستان دولتي بانک د سېپټېمبر پر ۱۸مه پر خپله رسمي ټوېټر پاڼه په بیان کې لیکلي دي چې هغه درې اربه ډالر به تر یو کال پورې د هغه هېواد د بهرنیو اسعارو د زېرمې برخه وي.
د ترکيې په استنبول کې پر باسفورس تنګي جوړ د ګلاتا په نوم پل د ښار دوه تاریخي برخې سره نښلوي. هره ورځ په زرګونه سیلانيان د پله او ورڅخه د ښار د ښکلې منظرې نندارې ته ورځي خو هلته په قطار کې ولاړ لسګونه کسان د کبانو ښکار هم کوي. د ماهیانو نیولو په اړه ویډیويي رپورټ.
عمران خان د سپتمبر په څلورمه نېټه په فیصل اباد کې ولسي غونډې ته د وينا پر مهال د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف او د پيپلز پارټۍ مشر اصف علي زرداري غله بللي ول او بې له ثبوت وړاندې کولو يې ادعا وکړه چې دواړه غواړي په نومبر میاشت کې د پوځ مشر د خپلې خوښې کس وټاکي.
استنبول د ترکيې يو تاریخي ښار دی خو پکې د پشوګانو شمېر دومره زیات دی چې ورته د پشوګانو "پلازمينه" ويل کېږي. دا ولې؟ عبدالحي کاکړ د استنبول د سفر پر مهال پر دې يو ويډيويي رپورټ جوړ کړی دی.
په پاکستان کې چارواکي وايي چې د جون له دويمې اوونۍ پیل شوو بارانونو او سېلاوونو د مرګژوبلې ترڅنګ ۶۰،۰۰۰ کورونو ته زیانونه رسولي دي. د دوی په وينا، په زرګونو خلک بېکوره شوي چې دا مهال په خيمو کې ژوند کوي. په دې اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ويډيوګانو عبدالحي کاکړ رپورټ جوړ کړی دی.
پخواني وزیراعظم عمران خان د اګست پر ۲۱مه د راولپېنډۍ په لیاقت باغ کې د خپلو پلویانو جلسې ته په وینا کې پر امنیتي ادارې نیوکې وکړې.
پرېکړه د اګست پر دوېیمه نېټه په اسلام اباد کې د انتخاباتي کمېشن په مرکزي دفتر کې په داسې حال کې واورول شوه چې د دفتر د ودانۍ او ښار په مهمو ځايونو باندې د امنيت په ممکنه توګه د خرابېدو د مخنيوي لپاره چارواکيو په سلګونه پوليس، اېف سي او د رېنجرز سرتېري ځای پر ځای کړې دي.
پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته افغانستان له یو شمېر ستونزو سره مخامخ دی خو په دغسې شرایطو کې هم افغانان مېلې او سېلونه نه دې پرې اېښي. د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو دا مهال د سېل لپاره باميانو ته مخه کړې ده. په دې اړه عبدالحي کاکړ د فرانس پرېس اژانس له ويډيو رپورټ جوړ کړی دی.
په همدې حال کې تحریک انصاف ګوند د سپریم کورټ د درې کسیزه جرګګۍ له لوري د قضیې پرمخ وړلو ملاتړ کړی دی او د واکمنو ګوندونو د مشرانو څرګندونې پر "عدالت برید" بللې دي.
د هند یوه اوسېدونکې چې شاوخوا ۷۵ کاله وروسته د پاکستان په راولپېنډۍ ښار کې خپل کور ولید نو له خوشالۍ یې وژړل. رینا ورما او د هغې کورنۍ له شاوخوا هغو ۱۵مېلیونه کسانو څخه ول چې په ۱۹۴۷ز کال کې د هند نیمې وچې د وېش پر مهال پاکستان او هند ته کډوال شوي ول. رینا ورما هغه مهال ۱۵ کلنه وه.
د پنجاب په ضمني ټاکنو کې تر ماتې خوړلو وروسته اوس د ټولو نظر په لاهور کې د جولای پر ۱۹مه نېټه د شهباز شريف په مشرۍ د هغه د اتحادي حکومتونو د غونډې پر لور دی چې پکې پر رامنځ ته شويو نويو سياسي حقيقتونو بحث کېږي.
د پنجاب واکمن ګوند مسلم ليګ (ن) د ټاکنو نتيجې منلې دي. د ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز د جولای پر ۱۷مه نېټه پر ټوېټر ليکلي چې مسلم ليګ (ن) بايد د انتخاباتو نتيجې ومني او د ولس پرېکړې ته سر ښکته کړي. د دې په وينا، په سياست کې ګټل او بایلل وي.
پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته په لومړي ځل په کابل کې د ښځو د رڼا کلنۍ مشاعره شوې ده. دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ژوند په بېلا بېلو برخو کې د ښځو پر فعاليتونو بنديز لګولی دی. په مشاعره کې شاعرانو او ليکوالانو د شعر او ليک په ژبه د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کړ. ويډيو راپور وګورئ.
مسلم خان د تحریک طالبان پاکستان پخوانی وياند وو چې ورته په ۲۰۱۶ کال کې د پاکستان پوځي عدالت د مرګ سزا اورولې وه. پر ده د ۳۱ کسانو د وژنو تور وو.
د طالبانو د حکومت چارواکي وايي، په افغانستان کې په زلزله کې د وژل شویو شمېر ۹۲۰ ته رسېدلی او سلګونه ژوبل دي. د جون پر ۲۲مه تر نیمې شپې وروسته زلزلې د پولې هغې خوا ته د شمالي وزیرستان، پېښور او اسلام اباد په ګډون یوشمېر ښارونه لړزولي دي. د رویټرز او اسوشیېټډ پرېس اژانسونو له ویډیوګانو جوړ رپورټ.
په جاپان کې څېړونکو له پاتې شونو او ضایع شویو خوړو څخه د سېمنټو جوړولو ازموینې کوي. دوی وايي، دا کار یې د نړیوالې اب و هوا بدلون د ناوړه اثراتو د مخنیوي د هڅو برخه ده ځکه چې عام سېمنټ کاربن ډای اکسایډ تولیدوي چې چاپېریال ته زیان رسوي. د اسوشيېټډ پرېس اژانس له ویډیو جوړ رپورټ.
د ورکو بلوڅانو د خوشې کولو لپاره مبارزه کوونکي سازمان (وايس فار بلوچ ميسينګ پرسنز) مشر نصرالله بلوڅ د جون پر ۱۴مه پر ټويټر پاڼه د دودا بلوڅ او ګمشاد بلوڅ په خوشې کېدو خوښي ښودلې او دا یې يو "ښه خبر" بللی.
په افغانستان کې طالبانو له شپږم ټولګي پورته د نجونو په ښوونځيو بندیز لګولی دی. خو غیرسرکاري اداره، قلم لار کوښښ کوي چې د ګرځنده ښوونځيو له لارې ليرې پرتو سیمو کې ماشومانو ته تعليم برابرې کړي. دوی په سپين بولدک کې شاوخوا ۱۵۰ زده کوونکي لري. دا ښوونځي څنګه کار کوي؟ په اړه یې دا ويډيو رابور وګورئ
اېوا بي بلوڅه ریپ سندرغاړې ده چې مېلیونونه خلکو یې ویډیوګانې لیدلې دي خو چې کله ورسره مخامخ شوي نو نه یې ده پېژندلې. نوموړې د کراچۍ په لیارۍ کې زېږېدلې او لویه شوې. د هغې په اړه د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ وګورئ.
امریکا غږ ډیوه راډیو او د اردو ژبې دي انډېپېنډنټ ورځپاڼې خبر ورکړ چې د پېښور تهکال تاڼې پولیسو ورته ویلي چې څلور سندرغاړي یې ځکه نیولي دي چې په "ناقانونه توګه" په پاکستان کې اوسېدل.
نور وښیئ