عبدالحی کاکړ د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان، افغانستان او سیمې په اړه د خبریالۍ تر څنګ د مشال راډیو د اوونیز بحث "د مشال تر رڼا لاندې" کوربه هم دی. د مشال تر رڼا لاندې خپرونې ټولې راډیويي او ویډیويي برخې دلته اورېدای او لیدلای شئ.
په اروپايي هېواد چېک جمهوریت کې یوه پخوانۍ کلیسا ده چې د انساني مړیو په هډوکو سینګار شوې ده. په کوتنا غره کې هغې کلیسا ته هر کال لکونه خلک ورځي. هلته له انساني هډوکو جوړ یوشمېر هنري توکي هم له دېوالونو ځړېدلي او نندارې ته ایښي دي. نور په ویډیويي رپورټ کې.
د هند لپاره د پاکستان پخوانی سفير عبدالباسط وايي چې د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د واشنګټن او اسلام اباد د تعلقاتو بڼه بدله شوې ده.
په اروپايي هېواد چېک جمهوريت کې د شیشکو د ګوډاګيو د سېځلو دود تر اوسه شته دی. دې ته ورته رسم پخوا د پښتنو په ځینو سيمو کې هم وو. په چېک جمهوريت کې هرکال له ژمي څخه د بشپړ خلاصون لپاره د اپرېل پر ۳۰مه، له رخت یا کپړې جوړې نانځکې او ګوډاګي سېځل کېږي او خلک جشنونه کوي.
په فرانسه کې تر دوه کاله ځنډ وروسته هغه کلنۍ مېله بیا پیل شوې چې پکې د بېلابېلو ژويو په شکل جوړې باډيوې یا کاغذ بادونه الوځول کېږي. په دې کې د نړۍ له لېرې لېرې هېوادونو ورغلي باډيوه الوځوونکي برخه لري. په ۲۰۲۰ز کال کې د کورونا وبا تر خپرېدو وروسته مېله نه وه شوې. د اژانس فرانس پرېس ویډیويي رپورټ.
د ګوند يوشمېر کسان په پېښور، اسلام اباد، کراچۍ، لاهور او نورو ښارونو کې راغونډ شوي ول او د نوي حکومت پرضد يې شعارونه ورکول.
د پاکستان خبریالانو وفاقي اتحادیې (پاکستان فيډرل يونېن اف جرنلسټس) د اپرېل پر ۱۷مه نېټه په یو بیان کې ويلي چې له بده مرغه تحریک انصاف خبریالانو ته په دړکو ورکولو سره هغوی خاموشه او متنازعه کوي. دوی د خاموشه کولو دا کوښښ غندلی دی.
عمران خان تور پورې کړی وو چې سفير په خط کې ورته ليکلي ول چې یو امريکايي چارواکي ورته ویلي چې "واشنګټن روسیې ته د عمران خان سفر خپه کړی دی."
شریف همهغې اسمبلۍ پر دې منصب ټاکلی چې په ۲۰۱۸ز کال کې يې پکې ماتې خوړلې وه. نوموړي ته دا ماتې د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ورکړې وه.
احمد ابن سکينه يو داسې بلوڅ هنرمند چې د خپل هنر او فکر له لارې نرواکه ټولنه چیلېنجوي. هغه ګونګروګان په پښو د بلوڅو په شان قبايلي ټولنه کې کتهک رقص کوي. کتهک د اتو هندي رقصونو يو ډول دی. احمد له خپل نوم سره د مور نوم ليکلی چې د ده په وينا، هدف يې د ښځو پر وړاندې د نرواکې ټولنې ذهن بدلول دي.
د اورېدنې مشري چيف جسټس عمر عطا بنديال کوله او په بينچ کې جسټس اعجازالحسن، جسټس مظهر عالم مياخيل، جسټس منير اختر او جسټس جمال خان مندوخېل شامل دي.
د پاکستان ولسمشر ډاکتر عارف علوي د وزیراعظم عمران خان په سپارښتنه قامي اسمبلي ماته کړې. نوموړي دا اقدام تر هغې وروسته کړی چې د اپرېل پر درېیمه د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د غونډې پرمهال د عمران خان پرضد د مخالفه ګوندونو د نه باور تحریک غیر اییني وباله او رد یې کړ.
د اتوار پر ورځ د پاکستان د قامي اسمبلۍ مرستیال سپیکر قاسم سوري د اپوزيشن ګوندونو له خوا د وزيراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک غيرقانوني وګرځاوه او هغه یې رد کړ.
په افغانستان کې د طالبانو حکومت په هوټلونو يا سالونونو کې په ودونو کې پر موسيقۍ غږولو بندېز لګولی چې له کبله يې نه يوازې د ودونو خوند رنګ پیکه شوی
اپوزېشن ګوندونو د مارچ په اتمه د قامي اسمبلۍ له سپېکر سره د وزيراعظم په خلاف د عدم اعتماد تحريک لپاره درخواست جمع کړی دی خو لا تر اوسه سپېکر د رايو اچولو لپاره د غونډې رابللو وخت نه دی ټاکلی.
محمود خان اڅکزي دا خبره د مارچ پر اوومه نېټه ماخستن د مشال راډيو په ټويټر سپېس يا حجره کې د ځانګړي مېلمه په توګه وکړه.
دا په داسې حال کې ده چې د روسیې د کورنیو چارو وزارت او د احتجاج د څار یوې خپلواکې ادارې ویلي دي چې د هغه هېواد په یوشمېر ښارونو کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له لوري بې له کومې پارونې پر اوکراین د حملې پرضد د مظاهرو پرمهال زرګونه کسان نیول شوي دي.
روسیې د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار د اوکراینۍ پلازمېنې په ګډون پر یوشمېر ښارونو توغندي داغلي دي. اوکرایني ولسمشر د هېواد د دفاع ژمنه کړې، خلکو ته یې د ارامه اوسېدو سپارښتنه کړې او په هېواد کې یې د پوځي قانون (مارشل لا) نافذولو اعلان کړی. تر حملې وروسته له پلازمېنې کییف څخه خلکو د وتلو هڅې کړې دي او پر سړکو
روسي ولسمشر ولادیمیر پوتین د فبرورۍ پر ۲۴مه سهار وختي په اوکراین کې د "ځانګړو" عملیاتو اعلان وکړ چې خپل مخالف ګاونډی هېواد د ده په وینا، "بې وسلې" او له "ناڅیانو یا نازیانو پاک" کړي.
د هند نومیالی سندرغاړی او موسیقار بپي لهري د فبرورۍ پر ۱۵مه د ۶۹ کلونو په عمر ومړ. نوموړی به خلکو د ډېسکو موسیقۍ د باچا په نوم یاداوه. دا تر لتا منګېشکر وروسته د هند د موسیقۍ دویم مشهوره هنرمند دی چې په فبرورۍ کې مړ شو. د لهري په اړه د اسوشيېټېډ پرېس اژانس ویډیويي رپورټ.
نور وښیئ