د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان پوځ وايي میانوالي کې یې د هوايي ځواک پر مرکز د برید هڅه ناکامه کړې ده


پوځ وايي، نهه واړه وسله وال یې وژلي او برید یې په شاتمبولی دی: انځور له ارشیفه
پوځ وايي، نهه واړه وسله وال یې وژلي او برید یې په شاتمبولی دی: انځور له ارشیفه

د پاکستان پوځ وايي د پنجاب په میانوالي ضلع کې د اېم اېم عالم ایریېس په نامه د پاکستان د هوايي ځواکونو پر مرکز، د نومبر د درېیمې او څلورمې نېټې په منځنۍ شپه د وسله والو حمله یې په شاتمبولې او نهه واړه بریدکوونکي وسله وال یې وژلي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو ادارې ( ای اېس پي ار) د نومبر په څلورمه په خپور کړي بیان کې ویلي، وسله والو غوښتل په یاد هوايي مرکز کې موظفو سرتېرو او د دغه مرکز الوتکو ته زیان ورسوي خو مخه یې ونیول شوه.

پوځ په خپور کړي بیان کې نه دي ویلي چې په دغه برید کې پوځيانو ته څه ځاني تاوان رسېدلی او کنه؟ خو دوی وايي، د وسله والو په برید کې د تېلو یو ټېنکر او په هوايي ډګر کې ولاړو درو غیرفعالو الوتکو ته نقصان رسېدلی دی.

د تحریک جهاد پاکستان په نوم یوې کمې پیژندل شوې وسله والې ډلې رسنیو ته په یو استولي پیغام کې د حملي ذمه واري منلې ده.

بل پلو، د پاکستان پوځ ادعا کوي چې په ډېره اسماعیل خان کې یې د کارروايۍ پر مهال یو مشکوک وسله وال وژلی او دوه نور ژوبل دي.

د پوځ عامه اړیکو ادارې ( ای اېس پي ار) په یوه بیان کې ویلي چې د نومبر پر درېیمه د ډېره اسماعیل خان په روړي کې د خفیه معلوماتو پر اساس یې کارروايي وکړه. د پوځ په بیان کې ویل شوي دي چې وژل شوی وسلوال اسامه نومېده کوم چې د تحریک طالبان پاکستان ځانمرګی برید کوونکی وو چې په سیمه کې یې د غټې حملې منصوبه جوړوله.

پوځ وايي چې په لکي مروت کې یې په یوه بله کارروايۍ کې یو مشکوک وسلوال وژلی دی او د وسلوالو پټن ځای یې له منځه وړی دی. په بیان کې ویل شوي چې د ډزو په تبادله کې دوه پوځيان وژل شوي دي.

په دې اړه وسلوالو له څه نه دي ویلي.

پوځ په بیان کې د ډېره اسماعیل خان په کلاچۍ کې د ښخ کړل شویو بارودو د چاودېدو په پېښه کې د یو پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

تر دې مخکې د نومبر پر درېیمه د بلوچستان په ګوادر سيمه کې د وسلوالو په برید کې ۱۴ پاکستاني پوځیان ووژل شول.

د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ای اېس پي ار) د نومبر پر درېيمه په یو بیان کې وویل چې وسلوالو د سرتېرو دوه ګاډي هغه مهال په نښه کړل چې له پسني څخه اورماړې ته پر لار ول. په بیان کې راغلي دي، تر برید وروسته په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.

د برید ذمه واري تر دې مهاله چا نه ده منلې خو په هغه سيمه کې تر دې وړاندې د دا ډول بريدونو ذمه واري بلوڅ بېلتونپالو ډلو منلې.

په ورته وخت کې د نومبر پر درېيمه د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په دوو بېلابېلو چاودنو کې شپږ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ژوبل شول.

د جمعې پر ورځ لومړۍ چاودنه په ټانک اډه سيمه کې د پوليسو ګاډي ته نېږدې وشوه چې پکې پينځه عام وګړي ووژل شول او د دوو پوليسو په ګډون ۲۴ ژوبل شول. دويمه چاودنه په کلاچۍ سيمه کې د پوځ ګاډي ته نېږدې وشوه چې د پوليسو په وينا يو پوځي پکې ووژل شو.

د روان ۲۰۲۳ز کال کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په یوشمېر برخو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي چې د ولسي خلکو په ګډون پکې امنیتي سرتېرو ته زیانونه اوښتي دي. د پاکستان حکومت او پوځ وايي، د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

د سېپټېمبر پر ۳۰مه په اسلام اباد کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې وویل چې د ۲۰۲۳ز کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې امنیتي ځواکونو ته دومره مرګژوبله اوښتې ده چې په تېرو اتو کلونو کې یې ساری نه لیدل کېږي.

XS
SM
MD
LG