د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان: د پاکستان سباوون له جمهوریت سره تړلی دی


د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د مشال راډیو خبریال طاهر جمیل خان سره په ځانګړې مرکه کې.
د تحریک انصاف مشر او پخوانی وزیراعظم عمران خان د مشال راډیو خبریال طاهر جمیل خان سره په ځانګړې مرکه کې.

د پاکستان پخوانی وزیراعظم عمران خان وايي، له حقیقي جمهوریت پرته پاکستان ښه سباوون نه لري.

د تحریک انصاف مشر عمران خان دا څرګندونې مشال راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې کړې چې ژر به د مشال راډیو پر وېبپاڼه، یوټیوب، فیس بک او ټویټر خپرې شي.

نوموړي اندېښنه ښکاره کړه چې که په سیاست کې د پوځ مداخله ختمه نه شي نو د هغه په وینا د ملک راتلونکی به په خطر کې وي.

عمران خان وویل، د هغه ګوند د پوځ پر ضد نه دی او د مې پر نهمې په اړه چې څه وښودل شول د هغه پر وینا دا رښتیا نه دي. ''ایا موږ په چا ډزې کړي؟ د پوځ پر ضد که څوک بغاوت کوي نو بیا خو پکار ده چې پوره یو پلان ولري، وسله دې ورسره وي، برید باید وکړي، نو ایا خلکو په تش لاس د پوځ خلاف بغاوت کولو؟''

د مې پر نهمه د القادر ټرسټ په نوم د درغلۍ په یوه قضیه کې د عمران خان تر ګرفتارۍ وروسته د پاکستان په بېلابېلو ښارونو کې د تحریک انصاف د پلویانو د مظاهرو پر مهال یوشمېر کسانو پر پوځي تاسیساتو، څلو او دولتي او شخصي ودانیو حملې وکړې او ورته یې زیان واړاوه.

د هغو احتجاجونو پر مهال د تاوتریخوالي په پېښو کې یوشمېر کسان ووژل شول او لسګونه ژوبل هم شول.

د پاکستان وفاقي اېتلافي حکومت او پوځ د مې نهمه "توره ورځ" بولي او وايي، هر کال به یې رسماً یادونه کوي.

د مې نهمې تر پېښو وروسته، د پخواني وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګڼ پلویان او مشران ونیول شو او او ګڼو نورو یې ګوند پرېښود.

د دغه ګوند ځيني سیاستوال د ګرفتاريوو مخنيوي لپاره پټ هم دي. دا راز فواد چودهري، اسد عمر، پروېزخټک، عثمان بزدار او شیرین مزاري تر څنګ له ۵۰ زیاتو سیاستوالو تحریک انصاف پریښی او یا یې له ګوندي عهدو استعفاوې ورکړي دي.

عمران خان په ۱۹۹۶ز کال کې تحریک انصاف جوړ کړ خو تر ۲۰۱۱ز کال وروسته هغه ګوند ته له بېلا بېلو ګوندونو ګڼ مشران ورغلل او د ۲۰۱۳ز کال په ټاکنو کې تحریک انصاف په لومړي ځل د قامي اسمبلۍ ۳۵ څوکې وګټلې. دا راز هغه ګوند په خیبر پښتونخوا کې حکومت هم جوړ کړ.

په ۲۰۱۸ز کال په ټاکنو کې هغه ګوند د پاکستان په کچه تر ټولو زیاتې رایې وګټلې او حکومت یې جوړ کړ چې بیا وروسته په ۲۰۲۲ز کال د اپوزیشن ګوندونو د عدم اعتماد تحریک په نتیجه د ګوند مشر عمران خان له وزیراعظمۍ لیری شو.

XS
SM
MD
LG