طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د مرګژوبلې دا ارقام په بوشهره (بوشېرو او بوشارو هم بلل کېږي)، بالشخېلو، تري منګلو، پیواړ، سدې او په ځینو نورو سیمو کې په جګړه کې ښکېلو خواوو مشال راډیو ته ورکړي دي خو حکومتي چارواکو او خپلواکه سرچینو یې د کره والي تصدیق نه دی کړی.
د پیر قیوم ځايي مشر حکمت خان حکمتیار د اکتوبر پر ۲۸مه، مشال راډیو ته وویل، په لومړۍ ورځ جګړه په ځانګړې سیمه کې وه خو ورځ تر بلې دا نورو سیمو ته غځیږي. هغه وایي، په جګړه کې دواړه خواوې نه یوازې د یو بل پر مورچو د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي بلکې کورونه هم په نښه کوي.
د سیمې یو پولیس چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله د نوم نه ښوولو په شرط یې مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو د اکتوبر پر ۲۶مه د کوزې کورمې په څرخېلو (چارخېل هم بلل کېږي) کې پر هغو ګاډو ډزې کړې دي چې شیعه ګان پکې سپاره ول او پاړه چینار ته روان ول.
د اکتوبر پر ۲۴مه هغې جرګه کې د نیول شویو کسانو خلاصولو او پر ټولنیزو رسنیو د مذهبي کرکې د مخنیوي پر موضوعاتو دواړو خواوو خبرې کړي دي.
په غونډه کې شریک د کورمې یو ځايي قبایلي مشر ملک بدیع الزمان مشال راډیو ته وویل چې د سېپټېمبر پر ۲۹مه شوې ده غونډه کې د کورمې پر مجموعي او امنیتي حالت خبرې شوې دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې نښته نن سهار (د اکتوبر پر شپږمه) څو ورځې مخکې پر لانجمنې ځمکې د خونو یا کوټو جوړولو پر سر پیل شوه. د دوی په خبره، دواړو خواوو د ځايي مشرانو او لښکر په وینا جګړه ودروله خو څه ساعت وروسته بیا شروع شوه.
د دغو مظاهره کونکیو وینا وه چې د صدې د سړک جوړولو کار د ځنډ ښکار دی چې له وجې یې دوی په تګ راتګ کې سخت مشکلات لري. دوی د صدې پر بای پاس سړک د څو ساعتونو لپاره پرلت وهلی وو او دغه لاره یې د هر قسم ټریفک لپاره تړلې وه
د ښوونکو په وژنه کې د ککړو کسانو د ګرفتارولو په اړه تر حکومتي ډاډ وروسته پرلت پای ته ورسېد خو مظاهرچیانو وویل، که چارواکو په یوه میاشت کې ملزمان و نه نیول نو بیا په احتجاج لاس پورې کوي.
مشال راډيو د سېپټېمبر په ۱۱مه نېټه هڅه وکړه چې پر دې مسله د کورمې د تعليم د محکمې د مشر دريځ معلوم کړي خو هغه خپل ټيليفون پورته نه کړ.
د منځنۍ کورمې د بلدیاتو چیرمین احسان الله احسان د سېپټېمبر په لومړۍ نېټه مشال راډیو ته وویل، د استادانو سکولونو ته په نه حاضرېدو د حکومت غلی پاتې کېدل، د افسوس وړ خبره ده.
د سیمې یو زده کوونکي ثقلین مشتاق مشال راډیو ته وویل، هلته په دولتي ښوونځیو کې د ښوونکو شمېر وار له مخه کم دی خو په بره کورمه کې تر خونړۍ پېښې وروسته استادان اوس سکولونو ته نه ورځي چې له کبله یې تعلیم اغېزمن شوی دی.
د منځنۍ کورمې د بلدیاتو چيرمېن احسان الله احسان د اګست پر ۲۰مه مشال راډیو ته وويل چې د استادانو د نه ورتګ له وجې د زده کوونکو زده کړې اغېزمنې شوې دي.
په کورمه کې د اګست پر ۱۱مه، تر هغې وروسته د ضلعې په بېلا بېلو برخو کې پر انټرنیټ او موبایل خدماتو، حکومت بندیز ولګاوی چې پر ټولنیزو رسنیو ځینې داسې ویډیوګانې خپرې شوې چې فرقه ییز تعصب او کرکې ته پکې لمن وهل شوې وه.
د جون پر ۲۴مه په لاریون کې شریکو خلکو د تري منګل په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه کوله. احتجاج کوونکو لومړی د ښار پر سړکونو مزل وکړ او بیا د پریس کلب مخې ته تر څو ساعتونو د احتجاج په توګه کښېناستل.
د جون په ۲۲مه د ضلعې په بالیش خیلو کې د حکومت په سرپرستۍ کې په جوړه شوې جرګه کې د دواړو مسلکونو دیني عالمانو د مذهبي کرکې او بې اتفاقۍ پر مخنیوي او د سیمې پر امنیت خبرې وکړې.
د بره کورمې د پولیسو مشر مظهر علي د جون پر ۱۳مه مشال راډیو ته وویل چې حکومتي کمېشن کورمي ته ورغلی او په مقبلو، غوزګړهي، بوشارو او داسې نورو ځایونو کې پر لانجمنو ځمکو تر ګرځېدو وروسته یې له شیعه او سني مشرانو سره بېل بېل لیده کاته کړي دي.
د جون اوومې مظاهره تر هغې څو ساعته وروسته شوې چې وسلوالو د چارشنبې (شورو) پر سهار شاوخوا درې بجې پر دوو ګاډو برید وکړ چې پکې مسلم حسین ووژل شو.
نور وښیئ