طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په کورمه کې زده کوونکو د استادانو د وژنو د پېښې ضد مظاهره کړې ده. زده کوونکي د استادانو د قاتلانو د نیولو غوښتنه کوي او د منګلو مشران د لارو او سکولونو د پرانیستو غوښتنه کوي.
د جون پر درېیمه په پاړه چینار کې صوبایي چیف سیکرټري ندیم اسلم د سني او شیعه مشرانو جرګې ته وویل، کمېشن به د سیمې د مشرانو په مرسته د زمکو پر سر ټولې شخړې حلوي
د مې پر څلورمه د کورمې پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې پېې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګل د نجونو په سرکاري ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل
بهادر زیاته کړه، برید کوونکي له وزیرستانه ورغلي ول او د هغه په وينا غوښتل یې چې د "مول" کمپنۍ کارکوونکي يا نوره عمله له ځان سره وتښتوي. د نوموړي په وينا د پياوړي مقاومت په نتيجه کې وسلوال پرشا وتمبول شول او په خپل مقصد کې بريالي نه شول.
که څه هم د حکومت لخوا په ټوله کورمه ضلع کې د ښوونځيوو د پرانیستلو حکم شوی خو نېږدې ۱۰ ښوونځي د برې کورمې په هغو سیمو کې دي چې استادانو پکې له تدریسه بایکاټ کړی دی. له دې وجې هغه سکولونه لا هم بند دي.
د تعلیم محکمې ضلعي مشر فريدالله مسید نن (د مې پر ۱۸مه) مشال راډيو ته وويل چې کله ورته انتظاميه د حالاتو د سمېدو ډاډ ورکړي، ښوونځي به پرانېزي. هغه زیاته کړه چې په دې اړه د مې پر اتلسمه يوه غونډه کېږي او که د تعليمي بهیر د بیا پيلولو پرېکړه وشوه نو اعلان به یې کړي.
د تري منګل پېښې قربانیانو کورنیو ته د پیسو د چیکونو د وېشلو پر مهال د پاکستان وفاقي وزیر ساجد حسېن توري وویل، دا مرستې د ځاني زیانونو بدل نه شي کېدای خو بیا به هم دومره وشي چې اغېزمنو کورنیو سره به مرسته وشي او د هغوی ستونزې به ورسره تر یوه بریده هوارې شي.
د مې پر څلورمه ماسپښین مهال پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي د وسلوالو په ډزو کې د ګېدو یو اوسېدونکی ووژل شو. تر هغې وروسته یوشمېر پارېدلو کسانو د تري منګلو په دولتي ښوونځي کې څلور استادان او درې مزدوران ووژل
د پولیسو مشر وايي، د پنجشنبې (زیارت) پر ماسپښین شاوخوا یوه بجه "نامعلومه" کسانو پر شلوزان سړک پر یوه ګاډي برید وکړ چې پکې د ګېدو سیمې یو اوسېدونکی ووژل شول او تر دې وروسته په تري منګل سیمه کې پارېدلي کسان یو سرکاري ښوونځي ته ورداخل شول او هلته یې ډزې وکړې.
په پاکستان کې او په ځانګړې توګه، د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې خلک وخت په وخت د بجلۍ کمښت پرضد احتجاجونه کوي. هغه هېواد د تېرې شاوخوا یوې لسیزې راهیسې د انرژۍ د کمښت سره مخامخ دی او په اوړي کې د بجلۍ او په ژمي کې د ګیسو بحران لا ژورېږي.
چارواکي وایي، نښته د اپرېل پر دویمه د لقمان خېلو او خېواص خېلو ترمنځ په متنازعه شاملاتي ځمکې د تعمیراتي کار پر سر شوې ده
د کورمې د پاړه چینار بازار دوکاندرانو د بجلۍ د نه شتوالي پرضد احتجاج کړی دی. دوی د مارچ پر ۲۴مه د پاړه چینار بازار پر مرکزي لاره ټایرونه وسوځول. د بجلۍ وېش ادارې يو چارواکی انجینر عبدالماجد وايي، تر هغې چې دوکاندارانو تجارتي يا ميټرونه نه وي لګولي، ورته زیاته برېښنا نه شي ورکولای. ویډیويي رپورټ.
په کورمه کې د نوروز جشن لمانځل شوی دی. په هغه کلني جشن کې خلک له موسیقۍ سره د نوي لمریز کال پيل لمانځي او ځوانان اتڼ کوي. د کورمې خلک وايي، د نوروز خوشالۍ خلک د يو بل سره نېږدې کوي. موږ د سیمې د يو ځايي خبریال عدنان حيدر په مرسته د کورمې د نوروز په اړه دا رپورټ جوړ کړی دی.
د پولیسو درې نوې تاڼې د منځنۍ کورمې په سر پخ، ډوګر او چنارک کې او څلورمه د بره کورمې په روضه سیمه کې پرانیستل شوې دي
د ژغورونکې ادارې ۱۱۲۲ د کوهاټ ضلعې وياند جواد خليل مشال راډیو ته وویل چې د مړو شمېره له هغه وروسته زیاته شوه چې نن (د جنورۍ پر ۳۱مه) ۲۱ نور مړي له ډېم څخه را وویستل شول.
د ضلعي انتظاميې یو چارواکی فیاض خان وايي، که څه هم حکومت د منشیاتو په مخنیوي کې خپل رول لوبوي خو تر څو په ټولنه کې نشو ته په بده ونه کتل شي او هغه خلک په ډاګه نه شي چې نشې کوي او یا هم د مخدرو موادو قاچاق او کاروبار کوي نو د نشو خلاف کمپاین بریالی کېدای نه شي.
په کورمه کې د ۲۰۲۱م کال له جون میاشتې د ۲۰۲۲م تر ډېسېمبره د بیلا بېلو قبیلو ترمنځ د مځکو پر سر اته ځله جګړې شوې دي چې ټولو غاړو ته پکې ځاني او مالي زیانونه اوښتي وو.
په ټل کې د برېښنا د ادارې یو چارواکي منظور خان د ډېسېمبر پر ۳۰مه مشال راډیو ته وویل، په دې وخت کې د ټولو سیمو نه د بجلۍ غوښتنه دومره ډېره ده چې ور رسول یې ناشونې دي
نور وښیئ