د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې چاودنو د ماشومانو په ګډون ۵ کسان ژوبل کړي دي


امنیتي سرتېري او ځايي اوسېدونکي د جنورۍ پر ۲۳مه په چاودنه کې ژوبل ماشوم روغتون ته لېږدوي.
امنیتي سرتېري او ځايي اوسېدونکي د جنورۍ پر ۲۳مه په چاودنه کې ژوبل ماشوم روغتون ته لېږدوي.

د خیبر پښتونخوا کورمې په دوو برخو کې په درو بمي چاودنو کې پینځه تنه ژوبل شوي دي.

د پاړه چینار سرکاري روغتون مشر ډاکټر میر حسن جان مشال راډیو ته وویل چې د جنورۍ پر ۲۳مه روغتون ته له سپینې شګې او بغدي سیمو څخه د ځمکلاندې بمونو په چاودنو کې د دوو ماشومانو په ګډون پینځه ژوبل کسان ورلېږدول شوي دي.

جان زیاتوي، په زخمیانو کې د دوو حالت ښه نه وو نو هغوی یې پېښور ته منتقل کړل او پاتې کسان ورسره تر درملنې لاندې دي.

په کورمه کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د ځمکلاندې بمونو او د راکټونو مرمیو د چاودنو شپږ پېښې شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده. دا ستونزه په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې زیاته جدي ده ځکه چې د چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې هلته شوې دي.

د کورمې په ګډون د خیبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې په تېرو شاوخوا دوو لسیزو کې د ناامنیو او پوځي عملیاتو پر مهال هلته ځمکلاندې بمونه پاتې شوي دي چاودنې یې مرګژوبله اړوي.

د قبایلي سیمو اوسېدونکو او فعالانو په تېرو کلونو کې په بیا بیا له حکومته د ماینونو د پاکولو غوښتنې کړې دي.

د پاکستان بشري حقونو کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په اپرېل کې له حکومته غوښتنه وکړه چې سمدستي دې په قبایلي سیمو کې دې ځمکلاندې بمونه پاک کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ په تېرو کلونو کې په بیا بیا ویلي دي چې په یوشمېر سیمو کې یې د ځمکلاندې بمونو پاکولو چارو ته دوام ورکړی دی.

د پوځ پخواني ویاند جنرال بابر افتخار د ۲۰۲۱ز کال په پای کې خبریالانو ته ویلي ول "د جنوبي وزیرستان په ګډون یې په قبایلي ضلعو کې ۴۸،۰۰۰۰ ماینونه پاک" کړي دي.

انتظامي چارواکي وايي چې په هغو ټولو سیمو کې یې ځانګړې نښې لګولې دي چې پکې د ماینونو شتون امکان دی نو ځکه دې ځايي خلک هغو ځایونو ته نه ورځي.

په کورمه کې د ځايي ولسونو ترمینځ د بېلابېلو اختلافاتو له وجې هم نښتې کېږي چې پر مهال یې کله نا کله ویشتل شوې مرمۍ و نه چوي او وروسته د حادثو سبب کېږي.

د سدې ملک عبدالولي خان مشال راډیو ته وویل چې په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ تر جګړو وروسته هلته ځای پر ځای مرمۍ لګېدلي چې ځېنې پکې ناچاودلې پاتې شي.

خان زیاتوي، حکومت دې له سیمې ماینونه، ناوچاودېدلي مرمۍ او نور بارودي مواد پاک کړي چې د خلکو د مرګژوبلې مخه ونیول شي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې دواړه خواوې پر یو بل سپکې او درنې وسلې کاروي. په هغو بریدونو کې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي.

د ۲۰۲۴ز کال په جولای کې په کورمه کې د قبیلو ترمینځ د ځمکې لانجې پر تر شپږو ورځو پورې نښتې وشوې او درنه مرګژوبله یې واړوله. وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه لاسلیک کړه.

د میرباغ پټان عبدالخالق مشال راډیو ته وویل چې ماشومان کله نا کله له کوره بهر ناچاودلې مرمۍ پیدا کوي او ورسره لوبې کوي چې هغه بیا چوي.

دی زیاتوي چې حکومت باید په دې اړه د عامه پوهاوي کیمپېن وچلوي چې خلکو ته معلومه شي چې هغه توکي څومره خطرناک دي.

د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، مشال راډیو ته وویل چې په متخوزیو، بوشهرې (بوشارو) او ځینو نورو سیمو کې یې تر جګړو وروسته د ماینونو او مرمیو پاکولو عملیات کړي خو نه پوهېږي چې وروستۍ پېښې ولې وشوې.

هغه وویل داسې ښکاري چې د بغدي او سپینې شګې اوسېدونکو د حملو له وېرې ځمکلاندې بمونه ایښي چې ښایي د وروستیو چاودونو سبب شوي دي.

چارواکي وویل، په دې اړه پلټنې کوي او ژر به یې د پاکولو عملیات پیل کړي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG