طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د پیواړ یو مشر صوبېدار ګلاب حسین د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته وویل چې له شپږو مطلوبو کسانو څخه یې دوه په نښته کې تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې دي، درېیم ناروغه دی او په کور کې پروت دی، یو کس تښتېدلی دی او پاتې دوه به ژر پوځ ته وسپاري.
د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي نجف علي د فبرورۍ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له ګېدو سیمې څخه په یو ټرېکټر کې ځینې کسان پر همهغه ورځ له ځنګله د لرګیو وړلو لپاره تللي ول چې نښته وشوه.
د سنیانو او شیعه ګانو ګډ احتجاج پر داسې مهال پیل شوی چې په کورمه کې د ۲۰۲۳ز کال له اکتوبر راهیسې امنیتي وضع خرابه ده او د بېلابېلو وجوهاتو ترمینځ هلته د دواړو خواوو ترمینځ نښتې او د تاوتریخوالي نورې پېښې شوې دي.
په پاکستان د فبرورۍ پر اتمه تر ټولټاکنو وروسته د ځینې ګوندونو پلویانو احتجاجونه کړي او ځینو بیا د خپلو سیاستوالو په بریالیتوب خوشالۍ کړي دي
د کورمې په ځینو برخو کې په وروستیو ورځو کې د واورې ورېدو له وجې د انتخاباتي بهیر ټکني کېدو اندېښنې پیدا شوې دي. دا په داسې حال کې ده چې د فبرورۍ پر اتمه په پاکستان کې پارلېماني انتخابات کېږي. د کورمې انتظامي چارواکي وايي چې د بندو لارو د خلاصولو انتظام یې کړی دی.
په کورمه کې د تېر کال له اکتوبر راهیسې د ځمکلاندې بمونو او د راکټونو مرمیو د چاودنو شپږ پېښې شوي دي چې مرګژوبله یې اړولې ده. دا ستونزه په ځانګړي ډول په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې زیاته جدي ده ځکه چې د چاودنو تر ټولو زیاتې پېښې هلته شوې دي.
د کورمې پولیسو مشال راډیو ته تایید کړه چې د حشمت حسین په نوم د کړمان سیمې یو اوسېدونکی د جنورۍ پر اتمه پر بای پاس سړک په خپل ګاډي کې روان وو چې نامعلومو کسانو په ډزو ژوبل کړ.
چارواکی وايي، پوځیان د خبر له ترلاسه کولو سره سم هغې سیمې ته ورغلل او په دوو ساعتونو کې یې د دواړو خواوو وسلوال له مورچو ښکته کړل. دواړو خواوو پر یو بل د نښتې پیلولو تور پورې کړی دی خو چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې کوي.
د شیعه ګانو د ټولنې انجمن حسینیه مشر عنایت حسین توري وویل چې که تر دې مخکې په شویو پېښو کې ککړ کسان نیول شوي وای نو اوس به د تګ راتګ لارې محفوظې وې. یو امنیتي چارواکی وايي چې په سیمه کې د تګ راتګ لارې خلاصې دي او امنیتي سرتېرو ورباندې ګشت یا ګزمې ته دوام ورکړی دی.
د ژغورنې ادارې یو ویاند طاهر سعید د ډېسېمبر پر ۲۶مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې وسلوالو ماسپښین شاوخوا درې نیمې بجې له کوټکي سیمې سره نېږدې له پېښوره د کورمې پاړه چینار ته پر تلونکي ګاډي ډزې وکړې چې پکې اووه تنه ژوبل شول چې ورڅخه یې دوو روغتون ته پر لاره سا ورکړه.
دا لومړی ځل دی چې د هغې موافقې له مخې د پیواړ، خوار کلي، سنګینۍ، سدرې، مقبلو، سدې او کونج علیزیو پر سیمو د سرغړونو په تور له پینځو څخه تر ۱۵ لکو روپیو پورې جرمانې لګېدلې دي.
د ډېسېمبر په ۱۱مه د سدې په جرګه هال کې د ځايي مشرانو او چارواکو ترمينځ په غونډه کې د ډېپټي کمېشنر جاویدالله مسود ترڅنګ د سیمې د پولیسو مشر محمد عمران او د ملېشې ځواک د کورمې کمانډنټ کرنل تېمور سلطان هم برخه واخیسته.
احتجاج کوونکو د اتوار ورځی راهیسې د سدې بازار تړلی دی او د نیول شویو کسانو د خلاصېدو غوښتنه کوي. دوی د هغو کسانو په نیولو کې ککړو پولیس افسرانو بل ځای ته د تبادلې غوښتنه هم کوي.
په جرګه کې شامل د خوار کلي ملک نیاز بادشاه د ډېسېمبر پر نهمه مشال راډیو ته وویل، دواړه فریقین پر دغه متفق شول چی که څوک د سیمی امن خرابوي او حکومت یې نېسي نو مخالفت به یې نه کوي بلکې په حمایت کې به ورسره ودریږي.
د تري منګلو تر پېښې وروسته تر ۲۰۰ زیاتو شیعه استادانو په سني مېشتو ځایونو کې سکولونو ته له تګه انکار وکړ. هغو استادانو ویلي ول چې دا ګام یې خپل ژوند ته د ورپېښ خطر د مخنیوي لپاره اخیستی دی.
ملک عبدالولي خان دا هم وویل چې د پولیسو، پوځ او ملېشې سرتېرو د خوار کلي، سدې، بالشخېلو، مرغې چینې او د سنګینې سیمو کنټرول ترلاسه کړی او د امنیت پر ځای کولو هڅه کوي. ځایي مشران هیله من دي چې د نومبر پر لومړۍ پاړه چینار ته ورغلې جرګه د اوربند په اړه حتمي فیصله اعلان کړي.
د کورمې دا تازه جګړه د اکتوبر پر ۲۳مه له هغه وروسته پيل شوه کله چې په خیرالدین کلي کې د لقمان خېلو د دوو تنانو تر ويشتل کېدو وروسته د سنیانو کورونه ونړول شول.
له دې سره د اکتوبر له ۲۳مې راهيسې په نښتو کې د وژل شويو شمېر لږترلږه ۳۰ ته رسېدلی دی او تر ۶۰ پورې ژوبل شوي دی.
نور وښیئ