د لاسرسي ځای

تازه خبر

په کورمه کې د ناامنۍ خلاف غونډه او د امن لاریون پرېکړه شوې


د جون پر څلورمه په کورمه کې خلکو تر احتجاج وروسته د امنیتي پوستې مخې ته پرلت وهلی وو.
د جون پر څلورمه په کورمه کې خلکو تر احتجاج وروسته د امنیتي پوستې مخې ته پرلت وهلی وو.

په کورمه کې ځایي اوسېدونکیو او فعالانو د ناامنۍ خلاف غونډه کړې او پرېکړه یې کړه ده چې د جون پر ۱۵مه، له سدې تر پاړه چیناره امن لاریون کوي.

د جون پر ۱۳مه په غونډه کې تر ګډون وروسته د سیمې یو مشر اغا مزمل حسین مشال راډیو ته وویل چې د کورمې خلک له ناامنیو تنګ شوي دي. "دلته ناامني زیاته شوې ده، وسلوال ښکاره ګرځي او د شپې خپل فعالیتونه کوي. امنیتي ادارو پرې سترګې پټې کړې دي. ابله ورځ د ساتین سره بره په اېف سي چیک پوسته تر شپږو ساعتونو پورې جګړه وشوه، خو دا معلومه نشوه چې دغه وسلواله کومې خوا ته لاړل او له کومې راغلي ول؟"

دا په داسې حال کې ده چې له تېرو څو کلونو راهیسې په کورمه کې خرابې امنیتي وضعې خلک اندېښمن کړي دي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي، د سیمې خلک وایي هلته وسلوال په ښکاره ګرځي.

په هغې ضلع کې د ناامنۍ پر ضد وخت په وخت احتجاجونه شوي دي. دا راز په پېښور او اسلام اباد کې هم د کورمې د امنیت په اړه مظاهرې شوي دي.

د مارچ پر ۲۱ مه هم په کورمه کې فعالانو د مظاهرې په مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې په سیمه کې د امنیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې وه او هلته په بریدونو کې د ککړو کسانو د نیولو غوښتنه یې کړې وه.

بل خوا ته حکومتي چارواکي وایي چې په سیمه کې امنیت راوستو ته ژمن دي.

د خیبر پښتونخوا مشر سېکرټر (چیف سېکرټر) ندیم اسلم چودري د جون پر ۱۱مه، په کورمه کې ولسي مشرانو ته د امنیت ډاډ ورکړ. هغه په پاړه چینار کې د شیعه ګانو او سنیانو مشرانو جرګې ته وویل چې سیمې ته "ځینې خلک ورداخل" شوي دي، خو په وینا یې چې کله ولس متحد شي او د امنیتي ادارو ملاتړ وکړي نو د امن خرابولو هره هڅه ناکامولې شي.

په کورمه کې وسلوالو ډلو د ۲۰۰۷ کال څخه تر ۲۰۱۱ پورې فعالیت کاوه چې له امله یې د سیمې امنیت خراب شوی وو. په دې موده کې وسلوالو هلته خلک ځورول، په زور یې ترې پیسې اخیستلې، او تګ راتګ یې ورله محدود کړی وو.

په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان پوځ د "اپریشن کوه سفید" په نامه هلته عملیات وکړل چې موخه یې د وسلوالو جوړښتونه له مینځه وړل او د ټل- پاړه چینار لاره خوندي کول وو.

تر عملیاتو وروسته په سیمه کې امنیت وو خو د سیمې خلک وایي د تېرو څو کلونو راهېسې هلته یو ځل بیا د ناامنۍ پېښې زیاتې شوي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG