د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې ځايي مشران د مبينه پوځي محاصرې پر مسله له انتظاميې سره جرګه کوي


د کورمې د پيواړ اوسېدونکي وايي، پوځ د فبرورۍ له ۱۵مې راهيسې د هغې سيمې ټولې لارې تړلې دي ـ انځور له ارشيفه
د کورمې د پيواړ اوسېدونکي وايي، پوځ د فبرورۍ له ۱۵مې راهيسې د هغې سيمې ټولې لارې تړلې دي ـ انځور له ارشيفه

د کورمې د مشرانو يوه جرګه د فبرورۍ پر ۲۰مه په پاړه چينار کې له انتظامي افسرانو سره يو ځل بيا ګوري چې د پيواړ د مبينه پوځي محاصرې پر مسله خبرې ورسره وکړي.

د پيواړ اوسېدونکي وايي، پوځ د فبرورۍ له ۱۵مې راهيسې د هغې سيمې ټولې لارې تړلې دي. دا تر هغې وروسته ده چې پر همهغه ورځ په سیمه کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او دوه ولسي وګړي ژوبل شول.

له هغې پېښې وروسته پوځیان د کورمې پیواړ سیمې ته داخل شوي دي او د سرتېري په وژنه کې د ککړو شپږو کسانو د نيولو غوښتنه کوي.

د فبرورۍ ۱۹مه په پاړه چينار کې د پيواړ او شاوخوا سيمو مشرانو له انتظامي چارواکو سره جرګه وکړه.

په جرګه کې شامل ځايي مشر حاجي منیر حسین اغا مشال راډیو ته وويل، جرګې ضلعي انتظامیۍ مخې ته وويل چې له پوځ سره مرستې ته تيار دي خو مطلوب کسان به د قانون مطابق ځايي پوليسو ته سپاري.

نوموړي زياته کړه چې جرګې له انتظاميې دا غوښتنه هم وکړله چې د پیواړ محاصره دې ختمه شي او نیول شوي بېګناه کسان دې خوشې کړل شي.

د اغا په خبره، ډېپټي کمېشنر د جرګې غوښتنه د پوځ د برېګيډيېر دفتر ته ورسوله خو له هغې خوا لا ځواب نه دی راغلی.

هغه زياته کړه، د فبرورۍ پر ۲۰مه يو ځل بيا له انتظاميې سره جرګه کوي چې د خبرو اترو له لارې د پيواړ د محاصرې د ستونزې حل ولټوي.

د بره کورمې د پولیسو یو چارواکي نجف علي د فبرورۍ پر ۱۵مه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له ګېدو سیمې څخه په یو ټرېکټر کې ځینې کسان له ځنګله د لرګیو وړلو لپاره تللي ول چې نښته وشوه.

نوموړي وویل چې کله چې پوځیان د نښتې درولو لپاره ورغلل نو په ډزو کې یو سرتېری ووژل شو.

د ده په خبره، معلومه نه ده چې سرتېرو هم ډزې کړې وې او که نه خو د پیواړ دوه اوسېدونکي په پېښه کې ژوبل شوي دي.

د ګېدو یو ځايي مشر ملک ګلا خان منګل د فبرورۍ پر ۱۵مه مشال راډیو ته ویلي ول چې له ځنګله یې لرګي نه وړل بلکې د تعمیراتي چارو لپاره یې له خوړه شګه لېږدوله چې ورباندې برید وشو.

د پیواړ یو مشر صوبېدار ګلاب حسین د فبرورۍ پر ۱۷مه مشال راډیو ته ويلي ول چې له شپږو مطلوبو کسانو څخه یې دوه په نښته کې تر ژوبلېدو وروسته په روغتون کې دي، درېیم ناروغه دی او په کور کې پروت دی، یو کس تښتېدلی دی او پاتې دوه به ژر پوځ ته وسپاري.

دی وايي، په هغو کسانو کې ځینې بېګناه دي، خو ورڅخه پلټنې کول د حکومت حق دی.

حسین زیاته کړه چې انتظامیې وار له مخه د پیواړ سیمې تر ۱۶ زیات کسان نیولي دي.

ده یو ځل بیا ټینګار وکړ د هغې سیمې ځینو اوسېدونکو پر ټرېکټر ډزې کړې وې خو دا کار یې خپله کړی او د ولس او مشرانو خوښه پکې نه وه شامله.

تر اوسه پورې پوځ، پولیسو او ضلعي انتظامیې هغې سیمې ته د سرتېرو داخلېدو په اړه څه نه دي ویلي خو قامي اسمبلۍ ته نوي منتخب شوي استازي حمید حسین ویلي دي چې له اړوندو چارواکو سره په رابطه کې دی او هڅه کوي چې ستونزه په سوله ییزه توګه هواره شي.

ده پر ولس غږ کړی دی چې داسې هېڅ اقدام دې نه کوي چې ورسره د سیمې حالات لا خراب شي.

د کورمې د ګېدو منګل د پیواړ له علیزیو سره د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه لري چې پخوا یې هم ترمینځ نښتې شوې دي. په تېرو کلونو کې یوې ځايي جرګې د هغې لانجې د هواري لپاره لسګونه ناستې کړې دي خو لا یې حل نه دی موندلی.

هلته د ۲۰۲۳ز کال په جولای کې د ځمکو لانجو پر سر په یوشمېر سیمو کې نښتې پیل شوې چې تر شپږو ورځو پورې روانې وې خو وروسته مخالفو خواوو د جرګې او چارواکو په موجودګۍ کې د یو کلن اوربند موافقه وکړه. چارواکي وايي، په نښتو کې لږترلږه ۱۰ تنه وژل شوي او تر ۱۰۰ زیات ژوبل شوي ول.

تر هغه وړاندې، په ۲۰۲۱ز کال کې د ګېدو منګل او د پیواړ علیزیو ترمينځ د ځنګل د ملکیت پر سر لانجه کې د دواړو خواوو ترمینځ پینځه ورځې نښتې شوې وې چې پکې ۱۶ کسان ووژل شول او ۱۵ ژوبل شول.

د خیبر پښتونخوا حکومتی کمېشن د ۲۰۲۳ز کال په جون کې هلته د شاملاتي ځمکو تقسیم او پر هغوی د موجودو شخړو د هواري لپاره کار پیل کړی دی.

خو دا یوازې کورمه نه ده بلکې د خیبر پښتونخوا په نورو قبایلي سیمو کې هم په تېرو کلونو کې د ځمکو لانجو پر سر خونړۍ نښتې شوې دي او پر حکومتي هڅو سربېره زیاتره لانجې لا هم نه دي هوارې شوې.

قبایلي سیمې په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا ورګډې شوې. تر دې مخکې هغو سیمو ځانګړی اییني حیثیت لاره. د هغو سیمو اوسېدونکي وايي، د زیاتره شریکو یا شاملاتي ځمکو، ځنګلونو او غرونو بریدونه معلوم نه دي چې له کبله یې د ولسونو ترمینځ تاوتریخوالی کېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت وایي د ځمکو پر سر د لانجو هوارولو هڅې کوي او په قبایلي ضلعو کې یې د ځمکو د رجسټر کولو پروژې پیل کړي دي. د امریکا نړیواله اداره (یو اېس اې ای ډي) هم په دې لړ کې له حکومت سره مرسته کوي.

د امریکا سفیر ډانلډ بلوم د ۲۰۲۳ز کال په جولای مياشت کې وويل چې د ځمکو د رجسټرولو او کمپیوټري کولو لپاره یې د خیبر پښتونخوا حکومتي چارواکو ته د پینځه مېلیونه امریکايي ډالرو سامانونه هم ورکړي دي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG