طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د کورمې د صحت محکمې چارواکو، ځايي قبایلي مشرانو او پولیسو د معلوماتو له مخې، په سیمه کې د سېپټمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې د سېپټمبر تر ۲۷مې ناوخته لږ تر لږه ۱۳۰ تنه ټپي شوي هم دي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې د استازي حمید حسین توري د سېپټېمبر پر ۲۶مه په پاړه چینار کې ولسي غونډې ته وویل چې په سیمه کې د اوربند عملي کولو هڅې روانې دي.
ځايي خلکو مشال راډيو ته ويلي چې دواړه خواوې د یو بل پرضد درنې او سپکې وسلې کاروي چې پکې خلکو ته د ځاني ترڅنګ مالي زیانونه هم اوښتي او څاروي هم لګېدلي دي.
د زندانونو چارو لپاره د خیبر پښتونخوا د اعلاوزیر سلاکار همایون خان د سېپټېمبر پر ۲۴مه د صوبايي اسمبلۍ غونډې ته په وينا کې وویل چې په کورمه کې "ټول واک" وار له مخه د امنيتي ځواکونو په لاس کې دی نو ځکه باید روان تاوتریخوالی ودروي.
په سیمه کې د جګړې پر ضد د سېپټېمبر پر ۲۳مه لسګونه کسانو په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرول شي.
په سیمه کې د جګړې ضد د سېپټېمبر پر ۲۲مه لسګونه کسانو په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرول شي.
د تاوتریخوالي تازه پېښو له وجې په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړلي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.
د سیمې اوسېدونکو مشال راډيو ته ویلي چې هغه نښتې خوار کلي او بالیش خیلو ته هم غځېدلي دي او اوس هم ورو ورو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.
د مليخېلو یو ولسي مشر حشمت علي مشال راډیو ته وویل چې تازه نښته پر داسې مهال شوې چې د سېپټېمبر پر اوومه د کورمې او د خوست د ځايي مشرانو او د طالبانو حکومتي چارواکو ترمینځ خبرې وشوې چې پکې پرېکړه وشوه چې د سېپټېمبر پر ۱۰مه به بیا سره کښېني چې هلته د پوستې جوړولو پر سر زېږېدلې لانجه هواره کړي.
په کوزه کورمه کې د پولیسو یو چارواکي، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د سېپټېمبر پر پینځمه نیمه شپه د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې نښته د شپې له اتو څخه تر ۱۲ بجو پورې روانه وه.
د سدې ملک حاجي سلیم خان اورکزي د اګست پر ۲۷مه رسنیو ته وویل چې په بالیش خېلو کې د دواړو خواوو تر ناستې وروسته پرېکړه وشوه چې نورې نوې مورچې به نه جوړوي، او زړې موجودې مورچې به پوځ او ملیشې ته سپاري.
د روغتون یو چارواکي ډاکتر برهان الدین د اګست په ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې له اتو میاشتو راهیسې یې تنخا نه ده ترلاسه کړې نو ځکه یې روغتیايي خدمات ځنډولي دي.
د اګست ۱۸مې نښتو نه پس شیعه او سني دواړه ډلې پر یو بل الزام لګوي چې اوربند یې مات کړی او یا هم له اوربند وروسته یې هم سنګرونه خالي کړي نه دي.
ځایي مشران او چارواکي وایي د اګست پر ۱۸مه د خومڅو سنیانو د بوغکي او بدامي له شیعه ګانو سره نښته پیل کړې وه چې پکې یو تن ووژل شو او دوه نور ژوبل شول.
د سرکاري جرګې یو غړی حاجي عزت ګل د جولايي پر ۳۰مه مشال راډیو ته پخلی وکړ چې په کورمه کې له شپږو ورځو روانه جګړه اوس درېدلې ده.
د سیمې پولیسو د جولای پر ۲۸مه انتظامي او نورو حکومتي ادارو ته یو معلوماتي راپور استولی دی چې مشال راډیو هم ترلاسه کړی دی. د هغه راپور له مخې، د جولای ۲۴مې له مازیګر راهیسې په پیل شویو نښتو کې ۳۵ تنه وژل شوي او ۱۶۶ ژوبل دي.
نور وښیئ