طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
پولیس او د ژغورنې او مرستندویه چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) چارواکي وايي چې وړوکی ګاډی د جون پر ۱۶مه د سدې پر لوري روان وو چې د مرغانو سړک پر یوه پېچومي د ځمکلاندې ښخ بمي چاودنې ښکار شو.
د جون پر ۱۳مه په غونډه کې تر ګډون وروسته د سیمې یو مشر اغا مزمل حسین مشال راډیو تته وویل چې د کورمې خلک له ناامنیو تنګ شوي دي. "دلته ناامني زیاته شوې ده، وسلوال ښکاره ګرځي او د شپې خپل فعالیتونه کوي. امنیتي ادارو پرې سترګې پټې کړې دي.
د دې پروګرام ویبپاڼې د جون په اتمه نېټه لیکلي دي، چې څو اوونۍ مخکې په کوټه کې یو ماشوم ګوزڼ وهلی وو، چې وروسته یې د کراچۍ په روغتون کې ساه ورکړه. څېړنو وښودله چې هغه ماشوم په پولیو اخته و.
مظاهرچیان له لاریون وروسته په مخرني سیمه کې د امنیتي پوستې مخې ته د لږوخت لپاره کښېناستل او پر دې موقع ځینو مشرانو ویناوې وکړې.
کاروباریانو د مې له ۲۹مې راهیسې دوکانونه تړلي دي او غوښتنه کوي چې انتظامیه دې له خپل امره په شا شي او د سرغړونې په تور دې نیولي درې دوکانداران خوشې کړي.
دا پرېکړه منګلو، خروټو او ځدراڼو د مې پر ۲۷مه اعلان کړه او حکومت ته یې دړکه وکړه چې د هغوی غوښتنې دې اول ومني نو بیا به په دویم قدم کې دوی خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي.
په کورمه کې د تجارانو د ټولنې ځايي مشر سید مبین حسین مشال راډیو ته وویل چې پر لاره د ګاډو تګ راتګ پیل شوی دی. نوموړی زیاته کړه چې هلته د تالاشۍ او ګمرک نظام هم فعاله شوی دی.
په دې مذاکراتو کې د خرلڅیو مقامي مشر، ملک سید مبین حسین، د مې په ۱۸مه مشال راډیو ته وویل چې له افغانستانه بېلا بېلو قومونو مشران ورغلي ول او ډز بندي شوې ده.
ځايي مشرانو مشال راډيو ته د امنيتي ځواکونو په حواله ويلي چې پر ډيورنډ کرښه د اغزن تار د بيا رغولو تر څنګ لږ نور تعميراتي کار روان وو چې افغان طالبانو بريد وکړ. له هغه وروسته سرحدي دروازه تړل شوې چې لا هم نه ده پرانيستل شوې.
د سرحدي ځواک (اېف سي) يو چارواکي مشال راډيو ته وويل چې د اپرېل پر ۲۵مه د کورمې په متاسنګر سيمه کې په يو کور کې په "غير قانوني توګه دېره" کسانو د امنيتي ځواکونو پر غړو د چاپې پر مهال ډزې وکړې چې پکې د اېف سي ځواک دوه سرتېري ووژل شول.
دا له هغې وروسته ده چې د اپرېل پر اوومه نامعلومه کسانو په پاړه چينار کې له سدې نه پر ورغلي يوه ګاډي په ډزو کې دوه مسافر ووژل او څلور نور يې زخميان کړل.
په بلوچستان کې چارواکي وايي چې د اپرېل پر اوومه ماخستن مهال په بلوڅ مېشته سيمه خضدار کې يوې چاودنې ۲ کسان وژلي او ۵ يې ژوبل کړي دي.
په کورمه کې د پوليسو يو افسر زياته کړه، په لومړي سر کې دوه مزدوران کان ته ښکته شوي ول خو چې کله يې تر زیات وخت تېرېدو وروسته هم را ونه وتل نو د هغوی د ژغورلو لپاره دوه نور مزدوران ورپسې ښکته شول خو په کام کې دننه زهرجن ګيس ټوله ووژل.
د سیمې یو مشر حاجي نوروز علي د مارچ پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، د افغانستان لوري ته له مشرانو سره د ټیلیفون له لارې د دې سیمې مشران غږېدلي چې له هغې وروسته ډزې نه دې شوي.
دا تر هغې وروسته ده چې د مارچ پر ۲۰مه په پیواړ کې د سنیانو پر ګاډي په برید کې یو کس ژوبل شو. پر هم هغه ورځ ځینو کسانو د شیعه مساپرو یو ګاډی په کاڼو وویشت.
د پیواړ ځايي مشر او پخواني صوبېدار ګلاب حسین د فبرورۍ پر ۲۱مه ناوخته مشال راډیو ته وويل چې د مشرانو ۲۵ کسیزه جرګې د شورو (چارشنبې) پر ورځ د دوو ژوبلو په ګډون پينځه کسان د قانوني کاروايي لپاره پوليسو ته وسپارل.
د پيواړ اوسېدونکي وايي، پوځ د فبرورۍ له ۱۵مې راهيسې د هغې سيمې ټولې لارې تړلې دي. دا تر هغې وروسته ده چې پر همهغه ورځ په سیمه کې د ځنګله پر سر د لانجې له وجې په نښته کې یو سرتېری ووژل شو او دوه ولسي وګړي ژوبل شول.
نور وښیئ