د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې جګړه درېدلې خو د ټل-پاړه چینار سړک لا هم بند دی


په کورمه کې وروستۍ نښتې نهه ورځې وروسته درېدلي دي ـ پخوانی انځور
په کورمه کې وروستۍ نښتې نهه ورځې وروسته درېدلي دي ـ پخوانی انځور

د خیبر پښتونخوا په کورمه کې شیعه مشرانو غوښتنه کړې ده چې په بګن کې تړل شوی ټل - پاړه چینار سړک دې ژر تر ژره د خلکو تګ راتګ لپاره خلاص کړل شي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو ځايي تنظیم انجمن حسینیه مشر جلال حسین بنګش د سېپټېمبر پر ۲۹مه د یوې غونډې پر مهال وویل، چې په سیمه کې د جګړې درېدو سربېره مرکزي سړک لا هم نه دی خلاص شوی.

په کورمه کې د سېپټېمبر پر ۲۸مه د نهه ورځینو نښتو وروسته هغه وخت اوربند وشو چې له هنګو، اورکزیو او کواټه هلته ولسي مشران ورغلل او جرګه یې وکړه.

د شيعه ګانو او سنيانو ترمینځ جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بوشهره (بوشارو هم بلل کېږي) کې پر لانجمنه ځمکه د مورچو جوړولو پر سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې وروسته تر بالشخېلو، خوار کلی، پیواړ، تري منګلو، مقبلو، کونج عليزیو، غوز ګړۍ، بوغکي، بادامې (بدامه هم بلل کېږي)، کړمان، شکردرې او خومڅیو وغځېده او فرقه ییزه بڼه یې واخیسته.

د کورمې روغتیايي چارواکي، پولیس او ځايي مشران وايي چې په سیمه کې د سېپټېمبر له ۲۰مې په روانو نښتو کې ۴۴ تنه وژل شوي او تر ۱۳۰ زیات ژوبل شول.

که څه هم دواړه فریقین پر ډز بندي سلا شول او جګړه د جمعې په ورځ ودرول شوه، خو په بګن کې وتي زو قبیلې لا هم پر شیعه ګانو مرکزي سړک بند ساتلی دی.

د قبیلې یو مشر مکیش خان د سېپټېمبر پر ۲۹مه مشال را ډیو ته وویل چې لومړی یې سړک د سیمې د خرابو حالاتو له امله بند کړی وو او نه یې غوښتل چې څوک شیعه مسافرو ته زیان ورسوي، خو اوس یې د علي زو عرفاني کلي لخوا د نوو مورچو جوړولو په غبرګون کې د احتجاج په توګه بند ساتلی دی.

هغه دعوه وکړه چې د سېپټېمبر پر ۲۸مه د علي زو عرفاني کلي خلکو د جګړې لپاره په باغي تاړه او خواجه علي بابا کې دوه نوې مورچې جوړې کړي دي.

په بګن کې وتي زو قبیله باغي تاړه او خواجه علي بابا خپله سیمه بولي او غوښتنه کوي چې دغه جوړې شوې مورچې دې ژر تر ژره ړنګې شي.

بلخوا د علي زو مشر ملک دلدار حسین، دا مني چې مورچې یې جوړې کړې، خو وايي چې دا کار یې د ګاډو د درولو، پر ایمبولینس د برید، او یو شیعه مسافر ته د پناه ورکولو په تور د یو تن کور سوځولو د اقدام په ځواب کې کړی دی.

حسین د سېپټېمبر پر۲۹مه مشال راډیو ته وویل، چې مورچې یې په وتي زو کې د ځمکې پر سر د لانجې له وجې نه دي جوړې کړې.

هغه وویل، که د سیمې د امن خبره راځي نو نه یواځې نوې بلکې د زړو مورچو ورانولو ته تیار دي، خو غواړي چې مخالف لوری هم خپلی مورچې ورانې کړي.

بلخوا د کوزې کورمې مرستیال کمېشنر حفیظ الرحمان مشال راډیو ته د یکشنبې پر ورځ وویل، چې په سیمه کې یې د دواړو فریقینو سره د مورچو جوړولو په اړه د راپورته شوې شخړې د حل لپاره جرګې کړې دي.

حفیظ الرحمان وايي تر مذاکراتو وروسته د علي زو مشرانو ورته دواړه مورچې حواله کړې او په هغو کې د پولیسو او ملیشې ځواک سرتېري ځای پر ځای شوي چې وروسته د وتي زو قبیلې خپل احتجاج ختم کړی.

مرستیال کمېشنر زیاتوي، که څه هم د امنیتي اندېښنو له کبله دا مهال ټل-پاړه چینار سړک په بشپړ ډول نه شي خلاصولای، خو د ګاډو لپاره له دوشنبې څخه د مسافرو د تګ راتګ ستونزه په موقتي ډول حل کېدلای شي.

مرستیال کمېشنر دا هم وویل چې د سېپټېمبر له ۳۰مې څخه به په سیمه کې سرکاري دفترونه، بازارونه او تعلیمي ادارې خلاصې وي، خو په انټرنېټ به بندیز وي.

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

شیعه او سني مشرانو سږ کال د اګست پر ۲۶مه موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG