طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په کورمه ایجنسۍ کې د مناتو ځايي خلکو غوښتنه کړې ده چې حکومت دې د دوي ماشومانو ته د تعلیم زمینه برابره کړي.
د کورمې ایجنسۍ په مرکز پاڼه چینار کې د نجونو سرکاري کالج زده کوونکو د بورډ له لارې د پنځلسم او شپاړسم جماعت د امتحان پر شفافیت ګوتې پورته کړې دي.
د کورمې ایجنسۍ د پوليټکل انتظامیې چارواکي وايي چې له پنځم محرم څخه به یادې سیمې ته د عام ولس پر تګ راتګ بندیز وي.
د پاڼه چینار سوداګرو ټولنې یو مشر حاجي مصایب حسېن وايي، د دې پروژې له عمليکېدو سره به د پاکستان او افغانستان سوداګري وده وکړي او هلته ورسره به د ځايي سوداګرو ستونزې کمې شي.
د قبایلي سیمې کرمې مشران وايي حکومت دې یادې سیمې ته د نورو سیمو د خبریالانو په ورتګ لګول شوی بندېز ختم کړي. حکومت نږدې یو میاشت وړاندې په یوه پرېکړه کې ویلي وو، د نورو سیمو خبریالان یا د رسنیو نور استازي که کورمې ته تلل غواړي نو لومړی باید د فاټا سکرټریټ نه ځانګړی جواز ترلاسه کړي.
د اورکزۍ ایجنسۍ ځايي مشرانو او تاجرانو له حکومته غوښتنه کړې ده چې په ډابوري کې دې د پوځ له خوا پر تجارت لګول شوی بندیز زر تر زره پورته کړي.
د کورمې ایجنسۍ پولیټيکل انتظامې ویلي ، د نورو سیمو خبریالان او د خبري رسنیو مالکان باید کرمې ته تر تګ وړاندې اجازت نامه واخلي.
يو ځايي مشر ملک حاجي سلیم خان د دغه ګام ستاينه کړې خو نوموړی وايي د دا قسمه پوځي سکولونو جوړولو ضروت په هغو ترهګرۍ ځپلو سيمو کې دی چې پکې زده کوونکي معياري تعليمي اسانتياوې نه لري.
د بلوچستان چمن کې نن په يوه چاودنه کې د قلعه عبدالله ضلعې د پولیسو مشر ایس ایس پي ساجد خان مومند وژل شوی دی. د چارواکو په وينا په دې پېښه کې اته ولسي وګړي او درې امنيتي سرتيري ژوبل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا ګورنر اقبال ظفر جګړا ویلي دي چې په پاړه چینار کې له بمي چاودنو د بد امنۍ او کرکې خورولو لپاره د ترهګرو مقصد ناکامه شوی دی.
د کورمې ځايي مشران وايي، چې د پاڼه چینار بمي چاودنو متاثرینو لپاره د وزیر اعظم لخوا اعلان شوې پېکېج د ملک له نورو برخو څخه د کم په صورت به یې هېڅکله و نه مني.
د کرمې په پاړه چنار کې د جون میاشتې پر ۲۳مه نېټه تر شوو چاودنو ورسته پیل شوې احتجاجي ناسته اوس پای ته رسول شوې ده.
په پاڼه چینار کې له تېرې جمعې راهیسې د ښار اوسېدونکیو په پې اې چوک کې خپلې احتجاجي ناستې ته دوام ورکړی دی.
د کورمې په پاڼه چینار کې نن د زیارت په ورځ هم د ځايي خلکو احتجاج روان دی.
د کورمې په پاړه چینار [پاڼه چینار] کې قومي مشرانو او علماو د جمعې په ورځ شوې بمي چاودنې د ترهګرۍ، کرکې او ګډوډۍ خورولو سازش بللی دی.
د کورمې په پاړه چنار کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او ملیشې ځواکونو لخوا پر مظاهره کونکو د ډزو په رد عمل کې د ځايي خلکو احتجاج لا هم روان دی.
په کورمه کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او پر مظاهره چیانو د پاکستانیو امنیتي ځواکونو تر ډزو وروسته نن په پنځه ورځ هم خلک پر پرلت/دهرنا دي.
د کورمې په پاړه چینار کې د جمعې په ورځ د بمي چاودنو او هلته پر مظاهره چیانو د ملېشې ځواکونو د ډزو په غبرګون کې ځايي ولس نن اختر په توره ورځ لمانځي.
د روغتیا اداره وايي، دا مهال د پېښور او پاړه چنار په هسپتالونو کې له ۱۵۰ څخه د زیاتو کسانو درملنه روانه ده چې پکې د ځېنو حالت د اندېښنې وړ دی. په ژوبلو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د کورمې په پاړه چنار کې په پرلپسې دوو بمې چاودنو کې لږ تر لږه ۲۳ کسان وژل شوي او تر پنځوس زیات ټپیان دي
نور وښیئ