د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې ډرون برید، یو مشکوک وسله وال ژوبل


د امریکا یوې ډرون الوتکې د کوزې کورمې په بادشاه کوټ کې د چارشنبې په ماسپښین شاوخوا ۱۲ نیمې بجې پر یوه پلي یا پیاده روان کس دوه توغندي ویشتلي چې پکې هغه سخت ژوبل شوی دی.

د کورمې یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط مشال راډیو ته ویلي دي چې دغه کس هله په نښه کړل شو کله چې له خپله کوره د سودا اخېستو لپاره دوکان ته وتلی وو.

د هغه په خبره، په پېښه کې د ټپي شوي کس نوم عمر دراز دی او د خالد په نامه پیژندل کېږي.

انتظامي چارواکي دا هم وویل، په بادشاه کوټ کې د خالد په نامه دغه کس له ډیرې مودې څخه پاتې کېږي خو له هغه سره دا مالومات نه وو چې خالد څوک دی او له کومه ځایه راغلی دی.

بلخوا د استخباراتي ادارې یوه چارواکي ویلي دي چې ژوبل کس له حقاني وسله والې ډلې سره تعلق لري.

چارواکي زیاته کړه چې په سیمه کې ډرون الوتکې له تېرو دوو اونیو راهیسې الوتنې کولې او نن چارشنبه یې دغه وسله وال په نښه کړ.

له پېښې وروسته دغه وسله وال نامالوم ځای ته د درملنې لپاره لېږدول شوی دی.

په دغه برید د حقانې ډلې دریځ لا نه شته او نه هم ازادو سرچینو څه ویلي دي.

بادشاه کوټ سیمه د کوزې کورمې بندوبستې علاقه ده چې له بګنه ۵ کلومیټره لیرې د لمر ډوبېدو پر لور پرته ده.

د مالوماتو ترمخه په سیمه کې تر ډرون برید پس هلته په خلکو کې ویره تره زیاته شوې ده.

په کورمه کې یوشمېر دغه ډول بریدونه شوي، چې په ترڅ کې یې د پاکستانيو طالبانو په ګډون د حقانې ډلې یوشمېر وسله وال وژل شوي دي.

تر دې وړاندې د امریکا بې پیلوټه الوتکو لخوا د غوځګړۍ په متاسنګر کې د برید له امله د جمیل الدین په نامه د حقانې ډلې یو وسله وال کمانډر وژل شوی وو.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG