طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
د کورمې مشران وايي، د دوی په غوښتنه د پاکستان پوځ د پکتیا -خرلاڅو لار د اتوار په ورځ د بیا پرانیستلو پرېکړه کړې ده.
هنګو: د خیبر پښتونخوا په هنګو کې د امریکا د بې پیلوټه الوتکې په برید کې د حقاني شبکې یو مهم کومندان وژل شوی دی.
د کواټ پولیسو ویاند فضل نعیم د یکشنبې پر سهار مشال راډیو ته وویل، دا برید د اتوار پر شپه ناوخته هغه وخت شوی چې د لاچۍ د پولیسو مشر خان الله او یو تاڼېدار طاهر محمود له خپلو دوو ساتونکو سره تاڼې ته روان ول. ده وویل، دې پولیسو تر دې مخکې په کمالخېلو کې پر یوه کور چاپه وهلې وه.
د کورمې ایجنسۍ پولیټیکل انتظامیې له ځايي مشرانو څخه د امنیت د ټینګ ساتلو په موخه د همکارۍ غوښتنه کړېده.
په کوهاټ ضله کې استرزو، مريي او کچيي قومونو خپلې ټولې درنې وسلې په خپله خوښه حکومت ته سپارلي دي.
د کورمې ایجنسۍ چارواکي وايي نن د نهې سهار په یو مساپر وړونکي ګاډي کې چاودنه شوې چې په پایله کې یې لږ تر لږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل شوي دي.
د کورمې او پکتیا مشرانو ترمینځ یوې جرګې په خپله سیمو کې د د وسله والو ډلو شتون د ناکراریو او بد - امنیو یوه لویه وجه بللې ده.
په پاړه چنار کې د شییعه ګانو ځايي تنظیم د انجمن حسېنییه مشر حاجي فقیر حسن مشال ریډيو ته وايي، موږ دا باور ورکوو چې د سیمې امنیت ټینګ ساتلو کې به دوی له حکومت سره پوره پوره مرسته کوي.
پولیټیکل انتظامیه او د قدرتي افتونو سره د مبارزې اداره په دې اړه بې خبري ښکاره کوي. د پاکستان پوځ په دې اړه مشال راډیو ته څه نه دي ویلي.
په کورمه کې د پاړه چنار بمي چادونې ښکار کورنیو لپاره د یو کروړ او پنځه دېرش لاکه روپیو د نغدو مرستو اعلان شوی دی.
د کرمې قبایلي سیمې خلک په پاړه چینار کې ترسره شوې وروستۍ چاودنې که له یوې خوا خواشیني کړي نو له بلې خوا دوی پر پولیټیکل انتظامیې هم سختې نیوکې کوي چې ولې یې د دا ډول بدمرغې پېښې مخنیوی ونه کړای شو.
د سیمې انتظامي چارواکي تحصیلدار تنزیل مشال راډيو ته وویل، امنیتیو ځواکونو نېغ په نېغه نه بلکې د بلوه ګرو شړلو لپاره هوايي ډزې کړې دي.
په کورمه کې بمي چاودنه شوې ده چې پکې د روغتیايي او انتظامي چارواکو په وینا، لږ تر لږه ۱۷ کسان وژل شوي او تر شپېتو ډېر یې ژوبل کړي دي.
په ډزو کې د وسله والو طالبانو هغه ځايی مشر شاه دوران وژل شوی چې پرضد يې پر کور چاپه وهل شوې وه.
د قبایلي سیمو د زدکونکیو د ټولنې ( فاټا سټوډنټس ارګنایزیشن) د مېرمنو د څانګې مشره ثمرین خان وزیر وايي، حکومت د سر شمېرنې پر مهال د قبایلو اندېښنو ته ځواب نه وايي.
د اورکزیو ځايي او سیاسي مشرانو په پاکستان کې د روانې سرشمېرنې او کورشمېرنې پرضد د اسلام اباد په های کورټ کې په خپل دایر کړي درخواست ویره او اندېښنه ښودلې چې د دوی د سیمې بې کوره کړل شوي کډوال له سرشمېرنې او کورشمېرنې پاته کېږي.
په کورمه کې پولیټیکل انتظاميې د جرمونو او بدامنۍ زیاتو شویو پېښو ته په کتو د څارونکیو کیمرو لګولو فیصله کړې ده.
د سیمې ملک بديع الزمان وايي که حکومت له ځايي متاثرینو سره دغه ظلم بند نه کړو نو پرضد به یې اختجاجونه شروع کړي.
ساجد حسېن توري زیاتوي، تر څو چې پر چیک پوسټونو رشوت او درغلي نه وي بنده شوې، تر هغو موږ د ترهګریزو پیښو مخه نه شو بندولی.
د قبایلي سیمې کرمې اېجنسۍ لسګونو زده کونکیو د یکشنبې په ورځ د پریس کلی مخې ته د مظاهرې په ترڅ کې په پاړه چینار کې ترسره شوی برید وغندلو او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره دې کوټلي ګامونه پورته کړي.د مشال خبریال طارق اورکزي د یوه مظاهره کونکي سره خبرې کړې دي.
نور وښیئ