طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
پولیسو د یادې حلقې ټول پولېنګ سټیشنونه حساس ګرځولي دي. د پولیسو ضلعي مشر شفیع الله د اکتوبر پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، په یاده حلقه کې ټول ټال ۱۴۳ پولېنګ سټیشنونه دي چې پکې ۲۴ حساس او ۱۱۹ انتهايي حساس ګرځول شوي دي.
مظاهرچيانو تر بازار تېرېدو وروسته د خبريالانو د مرکز مخې ته پرلت وواهه. د ځوانانو د غورځنګ مشر مير افضل خان توري مشال رېډیو ته وويل چې ترهګري نه مني.
د روان کال د اکتوبر پر ۱۶مه د پاکستان قامي اسمبلۍ پر اتو او پنجاب صوبايي اسمبلۍ پر درو څوکيو ضمني انتخابات وشول خو په کورمه کې د ناامنۍ له کبله ځنډول شوي ول.
د قامي اسمبلي د کورمې څوکۍ د پاکستان تحريک انصاف د غړي ملک فخر زمان تر استعفا وروسته خالي شوې ده. د ۲۰۲۲ز کال په اپريل مياشت کې چې کله د هغه وخت وزيراعظم عمران خان پرضد په قامي اسمبلۍ کې د بې باورۍ تحريک بريالی شو نو د ملک فخر زمان په ګډون د ياد ګوند ۱۲۳ غړيو استعفاوې ورکړې وې.
ضلعي انتظاميې د مشرانو هغه جرګه په داسې وخت کې وربللې چې په بوشېرو کې د ډنډرو او نور حسین کلي ترمینځ د ځمکې پر سر تر دوه ورځنۍ جګړې وروسته د سیمې حالات کړکېچن شوي ول او د فرقه ییز تاوتریخوالي اندېښنې یې زېږولې وې
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۱۲مه د خیبر پښتونخوا د کورمې یوشمېر فعالانو د پاړه چینار د خبریالانو مرکز مخې ته پرلت وواهه او په سده، کواټ او پېښور کې د کورمې اوسېدونکو هم د نښتو ضد احتجاجونه کړي دي.
د سیمې مشرانو پر دواړو خواوو د تاوتریخوالي درولو غږ کړی دی او له حکومته یې په دې برخه کې اقداماتو غوښتنه کړې ده. انتظامیه وايي، د جګړې درولو او د خبرو له لارې یې د لانجې د هواري هڅو ته دوام کړی دی.
د ځايي وګړو د ادعا او اندېښنو په اړه پر اېف سي ځواک سربېره د ضلعي پولیسو مشر نثار احمد او له سيمې د صوبايي اسمبلۍ غړی غازي غزن جمال له مشال راډيو سره خبرو کولو ته تیار نه شول.
موږ په دې اړه د پوځ دریځ په ترلاسه کولو کې بریالي نه شو خو د سیمې د مشرانو د ۲۰ کسیزه کمېټۍ غړي حاجي محمد صدیق مشال راډیو ته وویل چې حکومت به د اکتوبر تر ۳۰مې پورې د مموزیو خلکو ته پیسې ورکړي.
په وروستيو کې د کورمې په ځينو سيمو کې د مشکوکو وسله والو تر ليدل کېدو وروسته د سيمې خلک د خپل امنيت له پلوه اندېښمن شوي دي.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي.
په افعانستان کې تر سېلابونو مخکې د جون پر ۲۲مه زلزله راغلې وه چې تر ۱۱۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.
د ځايي پوليسو په وينا، په ډزو وژل شوي د دې کسانو مړي د اګست پر ۲۹مه موندل شوي دي. د مزدورانو پېژندګلوي د انځر ګل علیخیل او عید اکبر ملاخیل په نومونو شوي دي. وژل شوی پوليس احمد سعید ماموزی نوميږي.
یو ځایي قبایلي مشر امجد علي بنګش د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې سده یو کاروباري مرکز دی او بله دا چې په دې سیمه کې د مختلیفو محکمو دفترونه، تعلیمي ادارې او لوی سرکاري هسپتال موجود دی.
چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی او په مرکز کې په واکمن اېتلاف د ورګډ پیپلز ګوند سیاستوال ساجد حسین توري د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو لپاره مذاکرات کوي.
نور وښیئ