طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي.
په وروستيو کې د کورمې په ځينو سيمو کې د مشکوکو وسله والو تر ليدل کېدو وروسته د سيمې خلک د خپل امنيت له پلوه اندېښمن شوي دي.
د پاکستان پوځ د سېپټېمبر پر ۱۷مه وویل، د سوات په ګډون په ټول ملاکنډ ډېوېژن کې د امنیت ټینګښت لپاره اقدامات کوي.
په افعانستان کې تر سېلابونو مخکې د جون پر ۲۲مه زلزله راغلې وه چې تر ۱۱۰۰ زیات کسان پکې وژل شوي وو.
د ځايي پوليسو په وينا، په ډزو وژل شوي د دې کسانو مړي د اګست پر ۲۹مه موندل شوي دي. د مزدورانو پېژندګلوي د انځر ګل علیخیل او عید اکبر ملاخیل په نومونو شوي دي. وژل شوی پوليس احمد سعید ماموزی نوميږي.
یو ځایي قبایلي مشر امجد علي بنګش د اګست پر ۲۸مه مشال راډیو ته وویل چې سده یو کاروباري مرکز دی او بله دا چې په دې سیمه کې د مختلیفو محکمو دفترونه، تعلیمي ادارې او لوی سرکاري هسپتال موجود دی.
چارواکي وايي، د مذهب سپکاوي په تور تورن دواړه کسان خوندي دي. د کورمې د پولیسو مشر ارباب شفیع الله مشال راډیو ته ویلي چې د پېښې پلټنې یې پیل کړې دي.
د پاکستان وفاقي وزیر او په پارليمان کې د کورمې استازی، ساجد حسین توري وايي د دې لارې د پرانيستلو په اړه به ژر له طالبانو سره خبرې وکړي.
په قامي اسمبلۍ کې د کورمې استازی او په مرکز کې په واکمن اېتلاف د ورګډ پیپلز ګوند سیاستوال ساجد حسین توري د اګست پر ۲۲مه مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو لپاره مذاکرات کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست نهمه په پاکستان کې د محرم له ۱۰مې نېټې سره سمون خوري او پر هغه ورځ اهل تشیع ماتمي غونډې او لاریونونه کوي.
د جون پر ۲۸مه په جرګه کې د خبرو له لارې د شخړو پر هواري ټينګار وشو او د يوې ګډې کمېټې په جوړولو موافقه وشوه چې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ به د پیدا کېدونکو مسلو حل راباسي.
په کورمه کې د روغتیا ادارې مشر ډاکتر عطا الله د جون پر ۲۶مه مشال راډیو ته وویل، په شمالي وزیرستان کې یې د پولیو ناروغۍ وروستیو پېښو ته په کتو پرېکړه وکړه چې د ضلعې په یوشمېر ضلعو کې ماشومانو ته څاڅکي ورکړي او د ناروغۍ له خطره یې وژغوري.
د پولیسو ویاند محمد خالد د جون پر ۲۴مه مشال راډیو ته وویل، جسدونه د ګنداو سیمې خلکو موندلي او د ده په وینا کېدای شي د سختو بارانونو او یخنۍ له امله یې په غره کې ساه ورکړې وي. د نوموړي په وینا دا کسان کېدای شي درې ـ څلور ورځې وړاندې مړه شوي وي. هغه وايي، د پېښې راپور درج شوی او د هغوی تفتیش روان دی.
وفاقي وزیر ساجد حسین توري هم مشال راډیو ته وويل چې په جرګه کې پر ټولو اړخونو خبرې کېږي.
ملک مومن خان منګل شاوخوا ۵۰ کلن وو چې په بلدیاتي انتخاباتو کې د کونسلر په څوکۍ منتخب شوی وو. نوموړی د سولې ملي شورا (نیشنل پیس کونسل) په نوم د یوه سازمان ځايي مشر هم وو.
بشارت خان وايي، په وروستیو کې د مومندو په ۱۷ بېلابېلو ځایونو کې په ځنګلونو کې اورونه لګېدلي ول چې حکومتي کارکوونکو او رضاکارانو ووژل. د دې اورونو لګېدو لاملونه لا نه دي په ډاګه شوي خو چارواکي وايي، پلټنو ته یې دوام ورکړی دی.
نور وښیئ