د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې او ډنډ پټان مشرانو پرېکړه کړې چې د يو بل ځمکې به نه قبضه کوي


جرګه د بنګښو، دوپرزیو او ځاخيو ترمنځ وشوه.
جرګه د بنګښو، دوپرزیو او ځاخيو ترمنځ وشوه.

د نومبر پر ۲۶مه د کورمې په خرلڅیو کې د افغانستان او پاکستان د مشرانو ترمنځ په جرګه کې د ځمکو د شخړې د هوارۍ په اړه خبرې وشوې.

دا له هغې وروسته ده چې د نومبر پر ۱۸مه نېټه د کورمې دوپرزیو او بنګښو د ډیورنډ پر کرښه موظفو طالبانو سره له دې وجې جګړه پیل کړه چې په وینا یې طالبانو په متنازعه ځمکه باندې تاسیسات جوړول.

د خرلڅیو سید مبین حسین د نومبر پر ۱۹مه شپې ناوخته مشال راډيو ته وویل چې د دوپرزیو او بنګښو ولسونو "سلګونه اېکړه ځمکه" پر ډېورنډ کرښه د اغزن تار غځېدو له وجې د افغانستان خوا ته پاتې شوې ده چې ورباندې طالبانو سړک او مورچې جوړولې. دی وايي، د همدې له وجې هلته نښته پیل شوه چې پکې دواړو خواوو سپکې او درنې وسلې وکارولې او جګړه تر شپږو ساعتونو پورې روانه وه.

طالبانو هلته د ودانۍ کارونه تر هغې وروسته پیل کړل چې دوه ورځې مخکې یې د پاکستان له ملېشه ځواک سره په نښته کې درې طالب سرتېري ژوبل شول.

طالبان وايي، د اغزن تار افغانستان لوري ته پر ځمکې به تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي.
طالبان وايي، د اغزن تار افغانستان لوري ته پر ځمکې به تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي.

د نومبر د ۲۶مې نېټې جرګه په ډیورنډ کرښه، د پاکستان غاړې ته وشوه چې پکې د دواړو غاړو مشرانو برخه واخېسته. د خرلڅیو ملک سید ناصر حسین مشال راډیو ته وویل، له افغانستانه د ګڼو قامونو مشران په جرګه کې د ګډون کولو لپاره راغلي ول. د نوموړي په وینا، اصلا شخړه د کورمې د بنګښو او دوپرزیو او د افغانستان د زازیو ترمنځ ده. نوموړی وايي د جرګې مشران دې پرېکړې ته ورسېدل چې پر ډیورنډ کرښه د اغزن تار له لګېدو وروسته د پولې دواړو غاړو ته پاتې ځمکو باندې به قبضه نه اچول کېږي.

نوموړي دا هم وویل چې د دواړو غاړو قامونه به اوس خپل حکومتونه د جرګې له پرېکړې خبروي او د هغوی له حمایت تر لاسه کولو وروسته به یو وارې بیا سره جرګه کېږي.

هلته په افغانستان کې واکمن طالبان ادعا لري چې د ډیورنډ په کرښه د اغزن تار لګېدو نه پس چې افغان لوري ته څومره ځمکې دي، هغه د افغانستان ملکیت دی او هغوی به پرط د تاسیساتو جوړولو ته دوام ورکوي.

دا له هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۳مه ماسپښين له کورمې د دوپرزایو او بنګښو په ګډون ۱۵ قبایلي مشران د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ته پرتې د ډنډ پټان ولسوالۍ ته ورغلل او هلته یې له شاوخوا ۲۰ ځايي مشرانو سره خبرې اترې وکړې.

که څه هم د پاکستاني او هلته د طالبانو د حکومت غړي په دې جرګه کې شامل نه وو خو د ګډونوالو په وینا، دوی ته د دواړو حکومتونو ملاتړ ترلاسه دی.

دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه او ۲۰مه دوپرزیو او بنګښو د پاکستان د امنيتي ځواکونو په ملګرتيا له افغان طالبانو سره داسې وسله واله نښته وکړه چې پکې د ځايي چارواکو په وينا يو پاکستانی سرتېری، يو طالب او يو ولسي وګړی ووژل شول.

په ۲۰۱۷ م کې د پاکستان حکومت پر ډيورنډ کرښه د ازغن تار لګول پیل کړل. چارواکو ادعا درلوده چې دا کار د امنيت ښه کولو لپاره کوي.

د افغانستان د هغه مهال حکومت د باړ لګولو اقدام یو اړخیزه بللی وو او مخالفت یې وکړ چې ورسره د دواړو ملکونو ترمینځ تعلقات ترینګلي شوي ول. خو پاکستان د اغزن تار لګولو ته دوام ورکړ او تېر کال یې وويل چې نيږدې ۹۵ فېصده کار یې بشپړ کړی دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG