صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د خپل مشر منظور پشتین د نیولو پر ضد د ډېسېمبر پرپينځمه د پېښور، کوټې او اسلام اباد په ګډون د پاکستان په يوشمېر ښارونو کې احتجاجونه وکړل او له حکومته یې وغوښتل چې منظور پشتین دې ژر تر ژره خوشې کړي.
د پښتونخوا ملي عوامي غړو او پلویانو د هغه ګوند د بنسټګر او د پښتنو د ملي مبارز عبدالصمد خان اڅکزي ۵۰م تلین لمانځلی دی. په کوټه کې د ډېسېمبر دویمې په غونډه کې په زرګونو کسانو ګډون وکړ. تفصیل په ویډیويي رپورټ کې.
پښتین د نومبر پر ۲۹مه په چمن کې پرلتوالو ته په وینا کې وویل چې غورځنګ یې د "پښتنو د ورورګلوۍ ارمان" لري او د دې لپاره د پښتون ولس ترمینځ اعتماد جوړوي. "یوازې د چمن خلک نه دي غصه شوي، زه له سواته تر کوټې پورې کلي په کلي ګرځېدلی یم، ټول پښتانه ډېر تنګ دي او ستړي شوي دي."
د پرلت مشر غوث الله د نومبر پر ۲۰مه مشال راډیو ته وویل چې دا لار یې د ۲۰م نومبر په شپه شاوخوا درې بجې تړلې ده.
د بلوچستان چارواکو د نومبر له پیل راهیسې پر چمن بې له پاسپورټ او ویزې تګ راتګ درولی دی او وایي چې دا ګام یې په هېواد کې د امنیت ساتلو او قاچاق د مخنیوي په خاطر اخیستی دی.
پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) پر چمن پوله د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط لازمي کولو پرضد د کوټې پر لوري لاریون ته دوام ورکړی دی. دا لاریون د نومبر پر ۱۷مه له چمنه پیل شوی وو. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت د نومبر پر لومړۍ نېټه پر چمن د تګ راتګ لپاره د ویزې او پاسپورټ شرط عملي کړی
د غورځنګ لسګونه پلویانو دا لاریون د نومبر له ۱۷مې پیل کړی دی. لاریون کونکي د چمن او سپین بولدک ترمینځ د ازاد تګ راتګ د ملاتړ ترڅنګ له پاکستانه د بې اسناده افغان کډوالو په زوره د نه ایستلو غوښتنه کوي او غواړي چې د غورځنګ نیول شوي اته کسان خوشې کړل شي.
سازمان د نومبر پر ۱۵مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چې د نومبر پر ۱۴مه د پاکستان د قامي اسمبلۍ پخواني غړي او پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزیر نيول د هغو خلکو پرضد د "انتقامي کاروايۍ" برخه ده چې غواړي په پرلت کې ګډون وکړي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالایي پوهنتون په ۲۰۰۹ز کال کې د بلوچستان د پوهنتون کوټې يوه وړه څانګه وه چې په ۲۰۱۲ ز کال کې د پوهنتون درجه ورکړل شوه او په ۲۰۱۴ز کال کې یې وایس جانسلر کښېناستی
د تاجرانو اتحاديې او سياسي ګوندونو دا پرلت د اکتوبر پر ۲۱مه پيل کړی او غوښتنه کوي چې د چمن او سپين بولدک ترمينځ پر سرحدي دروازه دې د پخوا په شان پر پاکستاني شناختي کارډ او افغان تذکرې د تګ راتګ اجازه ورکول شي.
د بلوچستان کروندګرو اتحادیې په کوټه کې د بجلۍ (برېښنا) د زیات لوډشېډينګ (پارچاو) پر ضد د "بېلچه مارچ" په نوم لاریون کړی دی. د نومبر پر ۱۳مه، احتجاج کوونکو له حکومته غوښتنه وکړه چې د کښت لپاره دې لږ تر لږه په شواروز کې اته ساعته بجلي ورکړل شي.
د پاکستان په سېنېټ کې ځينو سېنېټرانو د چمن له پرلتوالو سره ملاتړ ښوولی او پر حکومت یې غږ کړی چې د هغو احتجاج کوونکو غوښتنې ومني. په دغه پرلت کې کاروباريان او هغه پنډيان ګډون لري چې ځايي خلک یې لغړیان بولي. دوی د چمن او سپين بولدک تر مينځ د پنډو وړلو کار کوي.
کروندګرو د نومبر پر دویمه له بلوچستانه د پاکستان نورو برخو ته تلونکې لارې تړلې وې او د اوبو او برېښنا چارو له ادارې (واپډا) څخه یې وغوښتل چې د ورځې دې ورته تر اتو ساعتونو پورې د بجلۍ ورکولو ژمنه عملي کړي.
د غیرقانوني کډوالو د نيولو دوام
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه چمن کې د ګوندونو، سوداګرو او د پنډیانو یا لغړیانو احتجاجي پرلت پر شپږمه ورځ هم دوام لري. دوی د پاکستان له حکومته غواړي چې پر پوله دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره پاسپورټ او ویزه نه لازمي کوي. ویډیويي رپورټ.
د چمن د سوداګرو د ټولنې مرستيال مشر ولسيار اڅکزي د اکتوبر پر ۲۱مه مشال راډيو ته وويل، د سيمې د خلکو د ژوند ټوله تکيه له سپين بولدک سره پر ازاد تجارت ده او دا چې د هغې پر وړاندې خنډونه ورته هېڅ د منلو نه دي.
د غونډې ګډونوال او د نابیناوو د ټولنې مشر سبحان علي د اکتوبر پر ۱۵ مشال راډیو ته وویل چې حکومت دې هغوی ته د ژوند هر ډول اسانتیاوې برابرې کړي او بېلابېل هنرونه دې ورزده کړي چې له دې لارې کار پيدا کړي او خپل ژوند پر مخ یوسي.
د بلوچستان په سرانان پنډغالي کې مېشت افغان کډوال وايي د اسناد نه لرونکو کډوالو په اړه د پاکستان حکومت وروستۍ پرېکړې له ستونزو او اندېښنو سره مخامخ کړي دي. دا له هغه وروسته ده چې د پاکستان حکومت ناقانونه کډوالو ته د نومبر تر لومړۍ نېټې له هغه هېواده د وتلو امر کړی دی.
نور وښیئ