صمد شبنم په کوټه کې د مشال راډیو خبریال دی چې د بلوچستان د پښتون مېشته سیمو په اړه راپورونه جوړوي.
د بلوچستان د ماشکېل سیمې اوسېدونکی محمد اکرم رېکي په پخوانۍ طریقه د مځکې لاندې د اوبو څرک معلوموي. دی وایي چې دغه کار له تېرو ۲۰ کلونو راهیسې کوي. د نوموړي په وینا، ځایي خلک دغه طریقه مني او ساینس یې نه مني. بلخوا په بلوچستان پوهنتون کې د ځمکپوهنې (جیالوجي) څانګې یو غ
د ال پیراميډیکل سټاف فېډرېشن په نوم د روغتیايي کارکوونکو ټولنې غړو د جولای پر ۱۱مه په هغه سیمه کې پرلت وواهه او وايي چې د کورونا وایرس جهاني وبا پر مهال یې کار کړی خو حکومت ورته لا هم پیسې نه دي ورکړې.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې زیارت (غوڅکۍ) ډېری اوسېدونکي غرني بوټي د ناروغیو درملنې لپاره کاروي. د سیمې یو اوسېدونکی شیبر احمد وایي، پخوا به یې مشران د هغو بوټو ټولولو لپاره غره ختل خو اوس هغه دغه دود ژوندی ساتلی دی. تفصیل په ویډیو کې.
د ګوند د کوټې مشر غلام نبي مري مشال رېډیو ته وویل، احتجاج یې ځکه کړی چې د بلوچستان په وډ ( وډھ) سیمه کې د هغوی ګوند مشر اخترجان مېنګل پر ضد سازش روان دی او د هغه د سیاسي کیریئر د خرابولو هڅې کېږي.
د ژوب اووه کلن ذیشان د کرکټ په نړۍ کې د نوم ګټلو ارمان لري. هغه اساسي وسایل نه لري خو د خپلې کورنۍ په مرسته کرکټ او تمرینونه کوي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په کوټه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند پخواني صوباييمشر او سېنېټر عثمان کاکړ د مبارزې ستایلو لپاره د هغه د انځورونو نندارتون جوړ شوی دی. په دې نندارتون کې بېلابېلو هنرمندانو د عثمان کاکړ جوړ کړي انځورونه ايښي دي.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې لورالايي ځينو اوسېدونکو د خپلو غوښتنو لپاره تر کوټې ښاره د احتجاج په توګه نهه ورځې په پښو مزل کړی او شاوخوا ۲۵۰ کيلوميټره لاره يې وهلې ده. احتجاج کوونکو دا وخت د بلوچستان اسمبلۍ ودانۍ مخې ته پرت وهلی او غوښتنه کوي چې هغوی ته دې بنيادي اسانتياوې ورکړل شي.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه دوکۍ کې د سکرو په کان کې له بندو پاتې دوو کانکیندونکو څخه یې د عبدالباقي مړی ایستل شوی او د شراف په نوم د بل تن د مړي ایستلو هڅې روانې دي. دواړه مزدوران د کلا سیف الله اوسېدونکي ول. د مې پر څلورمه کان ونړېد چې پکې دواړه پکې بند پاتې شول. ویډیويي رپورت.
د بلوچستان د پښتون مېشتې سیمې سیف الله کلا دانش خان بریال پر کاڼو انځورګري کوي. هغه وايي، دا ډول انځورګري یې په افغانستان کې زده کړی. دی زیاتوي چې د کار لپاره زیات وسایل نه لري. د بریال د انځورونو په اړه ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان په پښتون مېشته سیمه ژوب کې یوه ناحکومتي اداره نجونو ته بېلابېل هنرونه ور زده کوي چې موخه یې په کورني اقتصاد کې د ښځو ونډه پراخول او د هغوی ځواکمنتیا ده. هغه مرکز د ژوب یوه نجلۍ چلوي چې پکې د سیمې نجونه د جامو ګنډل او نکریزو لګول هم زده کوي. ویډیويي رپورټ.
د بلوچستان د ژوب غریزي سیمې برنج کلي بلقیس ادکه اوس وخت کې هم په مېچنه غنم اوړه کوي. هغه وايي، د مېچنې اوړه د کارخانو له اوړو خواږه وي. په اړه یې ویډیو وګورئ.
عدالت په خپله پرېکړه کې دا هم وويل له پښتونخوا مېپ څخه بېله ډله دې د پښتونخوا لايرز فورم او پښتونخوا سټوډنټس ارګنايزېشن نومونه هم نه کاروي. بل خوا د هغې ډلې مشرانو ته دا هم ويل شوي چې برېښنایي او چاپي رسنیو ته دې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند له نامه څخه خبرپاڼې نه ورکوي.
د کوټې پر منان څلور لاره د شوي احتجاج پر مهال مظاهرچیانو پېښه وغندله او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې د سیمې امنیتي واک دې لیویزو او پولیسو ته وسپارل شي.
د بلوچستان د کلا سیف الله اوسېدونکی خدایداد جوګیزی هره شپه د خپلو بچیو ساعت تېري لپاره ورته چیغکه غږوي. هغه له رود جوګیزي څخه د بچیو ښه تعلیم لپاره کلا سیف الله ته کډه شوی. دی وايي، تر چیغکې غږولو وروسته بچي سبق ته کښېنوي. تفصیل په ویډیو کې.
تر احتجاج وروسته د غورځنګ مخکښ نور باچا مشال راډیو ته وویل چې د کوټې او چمن پر لویه لار یارو سیمه باندې د ملېشې پر پوسته باندې ولسي وګړي زیات ځورول کیږي د هغه په خبره چې پر دې پوسته یې ښځې، سپېنږيري او ناروغان په یوه نه بله بهانه په ساعتونو ساعتونو درولي وي
هر کال د مې پر ۱۳مه د کوچیو مرغانو نړیواله ورځ لمانځل کېږي چې موخه یې د کوچیو مرغانو حفاظت او هغوی د معدومیت له ګواښه د ژغورلو په اړه اګهي خپرول دي.
پولیسو مولانا هدایت الرحمان د ۲۰۲۳ز کال د جنورۍ پر ۱۳مه په ګوادر کې له خپلو دوو ملګرو سره یو ځای نیولی وو. پر نوموړي د هغه پولیس سرتېري د وژنې په قضیه کې مقدمه درج شوې چې د ۲۰۲۲ز کال په ډېسېمبر کې په ګوادر کې د "حق دو تحريک" د احتجاج پر مهال وژل شوی وو.
قاضي عمر عطا بندیال په مشرۍ اته کسیزه بنچ ددې قانون په ضد د دریو اپیلو په اساس د یوې قضیې اورونه پېل کړي وه او امر یې ورکړې وو چې د قضیې د بشپړه فېصلې پوري به له پارلیمانه منظور شوې قانون نه عملي کیږي
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ويلي چې پاکستان دې له افغانستان سره تړلې ټولې لارې د کاروبار لپاره پرانېږي چې دا ډول د دواړو غاړو پښتانه په اسانه خپله روزي وګټي. نوموړي د اپرېل پر ۲۵مه په پښين ښار کې د اختر په تړاو يوې ولسي غونډې ته وينا وکړه.
په پاکستان کې د ګرانۍ زیاتېدو له کبله د کوټې بېوزله خلکو د استعمال شویو جامو دوکانونو ته مخه کړې ده. دوی وايي، د نویو جامو جوړولو وس نه لري نو ځکه د اختر لپاره د کباړ له دوکانه کالي اخلي. ویډيويي رپورټ.
نور وښیئ