شاهين بونيری د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان په اړه بېلابېل راپورونه جوړوي. دی د "کرښې پر غاړه" خپرونې کوربه دی چې پکې په پښتنو سیمو کې پر بېلابېلو ټولنیزو او اقتصادي موضوعاتو خبرې کېږي. د خپرونې تازه او پخوانۍ برخې دلته اورېدای شئ.
د نیټ ورک مشر اقبال خټک د اپریل پر ۳۰مه مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې موده کې ۶ خبریالان وژل شوي ، ۵ تښتول شوي ، د ۷ خبریالانو د وژنې هڅه شوې وه ، ۲۵ نیول شوي وو او د ۲۷ خبریالانو پر ضد د پیکا د قانون لاندی مقدمې درج شوي دي.
دا قرارداد د واکمن تحریک انصاف ګوند د اسمبلۍ غړي ضیاء الله بنګش وړاندې کړی وو چې اسمبلۍ په اکثریت سره منظور کړ.
د دې لپاره د دغه ملک دننه ۳۵ مرکزونه پرانستل شوي او ورسره د نوملیکنې لپاره د کډوالو کېمپونو ته ګرځنده خدمت (ګاډي) هم ورځي.
په دې سفر کې به په خپل مینځي اړیکو، ترهګرۍ ضد جګړې او اقتصادي همکارۍ په چارو خبرې کېږي.
ځايي خلک د دې اثارو په اړه ډېره پوهه او مالومات نه لري او ځنې پکې بیا داسې دي چې دا د خزانو موندلو لپاره لټوي، په غیرقانوني توګه یې راکني او دغه شان له مینځه یې وړي.
د روان کال لپاره د سماجي انصاف نړیواله ورځ په انټرنیټي اقتصاد (ډیجیټیل اکانومي) کې انصاف ته ځانګړې شوې ده. په ساده لفظونو کې د انټرنیټ په وسیله کاروباري او اقتصادي هلې ځلې کول ډیجیټل اکانومي جوړوي.
په دې کې ډېری ونې ځنګلي ښوون دي چې د بونیر، سوات، دیر او مالاکنډ ضلعو په غرونو کې په لوی شمېر کې موندل کېږي.
د تحریک مشر پیرمختار نبي فېبروۍ پر درېیمه مشال راډیو ته وویل چې په تېرو دریو لسیزو کې له چتراله له ۱۰ زرو ډېرې ښځې بهر واده شوي دي چې شاوخوا ۲۲ په کې د خپل خاوند یا سخرګنۍ لخوا وژل شوي دي.
پوهنتون د جنورۍ پر ۱۸ مه په یوه اعلامیه کې ویلي چې دا پریکړه د یو زده کوونکې له خوا په ډاکټر زبیر د جنسي ځورونو د تورونو د پلټنو وروسته اخېستل شوې ده.
د عدم تشدد ستر مبارز خان عبدالغفار خان د ژوند او سیاسي مبارزې کیسه په ۱۹۸۳ز کال کې خپره شوې وه، چې بیا وخت په وخت د بیلا بیلو ادارو له خوا په پښتو او اردو ژبه کې خپره شوه.
ځايي خلکو پر دې پیښه د خپل ژور خفګان څرګندونه کړې او په دغه اړه یې د بې طرفه پلټنو او ذمه وارو ته د سزا ورکولو غوښتنه کړې ده ـ
د پښتو د جدید ادب اغاز هم د باچا خان د انجمن اصلاح الافاغنه او خدايي خدمتګار تحریک نه کېږي.
د سروې تر مخه د کورونا وبا کاروبارونه او د کرکروندې هلې ځلې ځپلې دي چې ورسره د خوراکي اجناسو په وخت منډاهۍ ته رسول اغیزمن شوي دي.
د وژل شویو ماشومانو د میندو او پلارانو اتحادیې دا راپور مسترد کړی او د انصاف د اصولو ضد یې بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کورونا وبا له کبله له تېرو پنځو میاشتو راهیسې په صوبه کې ټولې تعلیمي ادارې تړلې پرتې دي او حکومت د سېپټېمبر د ۱۵ مې راهیسې د تعلیمي ادارو د بیا پرانېستو اعلان کړی دی.
د چارسدې زرپوشان بي بي د خدايي خدمتګار تحريک ملاتړې وه. د ۱۹۴۸ز کال پر ۱۲م اګست د بابړې جلسې ته د نوموړې ورور هم ورغلی و. زرپوشان بي بي له مشال راډیو سره د هغې ورځې حال شريک کړی دی.
د خېبر پښتونخوا د چارسدې په بابړه کې په ۱۹۴۸ کال د خدايي خدمتګار د مشر باچا خان د بندي کېدو پر ضد راوتي لاریون باندې د هغه وخت پاکستاني سرکار په ډزو کې ۶۵۰ تنه وژل شوي ول.
دا په تېرو ۸۶ کالونو کې لومړی ځل دی چې هلته په جمع لمونځ وشو. ولسمشر رجب طیب اردغان، د هغه محافظه کاره اسلامپاله ملګري او یو شمېر چارواکي هم لمونځ ته ورغلي ول.
نور وښیئ