دخيبر پښتونخوا د غرنۍ سیمې بونیر نوموتی شاعر منیربونیري ته نه وه معلومه چې د نوي دور د ټیکنالوژۍ د راتګ سره د هغه شعرونه دومره ډېر مشهور شوي چې خلک یې په پېغامونو کې یو بل ته لېږي.
پر ټولنیزو رسنيوو شهرت یې د کتاب تر چاپ وروسته هم په کار راغی.کله چې ۳۰ کلن بونيري په ۲۰۲۰کال کې د "سپينې سپينې مه وايه" په نامه لومړۍ شعري ټولګه چاپ کړه نو ډير ژر یې لس زره ټوکه (کاپيانې) خرڅې شوې.
د بونیری د يوټيوب چېنل خوا اوشا ۲۵۰۰۰ سبسکرایبرز لري. نيزدې هره يوه ويډيو یې په لکونو ځل کتل شوې. د هغه شعرونه ګڼو سندرغاړو سندرې کړې او د موسیقۍ سره یې خلکو ته رسولي.
خو د بونیری تخلیقي کار یعنې شاعرۍ د هغه مالي حالت نه دی ښه کړی نو ځک مجبوره دی د ګټې وټې لپاره نورې لارې ولټوي. په دغه اړه منیر بونیري مشال رېډيو ته وويل چې یوازې د شعر په وسیله خپلې کورنۍ له ډوډۍ نه شي ګټلی نو ځکه یې د خپلو ځينو دوستانو په مرسته په خپله سیمه کې یو هوټل پرانیستی دی.
په غربي دنيا کې يو مشهور شاعر يا ليکوال اړ نه وي چې د مالي ګټې لپاره بل کاروبار وکړي. تخليقي کار یې تر ډېره حده ژوند اسوده کړی وي. د دغه تخليقي او فکري کار د لمانځلو لپاره په نړۍ کې هر کال د اپرېل په ۲۶مه نېټه د انټیلیکچول پراپرټي رایټ یا د فکري ملکیت ورځ لمانځل کیږي.
زما د شعرونو مجموعه ځينو خلکو په پټه هم چاپ کړې ده. خو کومه چې ښکاره چاپ ده، هغې هم ماته دومره ډېره مالي ګټه نه ده کړېمنیربونیری
هدف یې دا هم دی چې که څوک څه تخلیقوي او انساني ټولنې ته ګټه رسوي نو بايد پر هغه څه د دغه انسان ملکيت ومنل شي. همداراز که بل څوک دغه شيان خپرول غواړينو بايد له تخليقونکي یې اجازه واخلي او شوې ماليګټه ورسره شريکه کړي.
خو د دانش خپرندويه ټولنې مشر، اسد دانش وايي په پاکستان او افغانستان کې د انټيليکچويل پراپرټي يا فکري ملکيت قوانين يا نشته او يا ګونګ دي چې له امله یې نه عمليکېږي نو ځکه ورته ډير خلک پام نه کوي. هغه چې په زرګونو کتابونه یې خپاره کړي، وايي په غربي نړۍ کې يو کتاب په ميليونونو ځل هم چاپېږي خو پښتو کتابونه له دوه زرو یا درې زرو نه زیاتېږي.
دانش مشال رېډيو ته وويل: ((که قوانين جوړ شي او د کتابونو لوستونکي زیات شي نو دا به ليکوال او خپرونکي دواړو ته ګټه وکړي.))
د منیر بونیري شعري ټولګه څلور ځل چاپ شوه. د هغه په خبره له دې لارې یې يو څه پېسې لاس ته ورغلې خو دومره نه وي چې ژوند دې یې پرې تېر شي. هغه زیاتوي چې ځينو خپرندويه ټولنو یې بغیر له اجازې په پټه کتاب چاپ کړی دی.
که قوانين عملي او د کتابونو لوستونکي ډېر شي، د تخليقونکو او چاپوونکو دواړو لپاره ګټې لرياسد دانش
د پیښور د ایډورډز کالج استاد او څیړونکی ډاکټر سمیع الدین ارمان دا کار غيراخلاقي او جرم ګڼي. هغه وايي د پښتنو په سيمه کې لاهم دا چاره په بشپړ ډول عامه شوې نه ده چې تخليقونکو ته دې د هغوی پر کار کافي پېسې ورکړل شي او يا تخليقونکي د خپل زیار په بدل کې پېسې وغواړي.
ارمان د مثال په ډول وايي چې په رېډیو چینلونو د خپرونو کوربانه پردي شعرونه وايي او ډېری وخت خو ورسره د شاعر نوم هم نه اخلي نو خلک فکر کوي چې دا تخلیق کېدای شي د دغه خپرونې د کوربه دی. ((تر ټول ډير زیاتی د موسيقارانو سره کېږي چې موسيقي جوړوي مګر هيڅ ذکر یې نه کېږي. آن سندري غاړي یې په غږ يا ويډيو کې نه يادوي. زما په نیزد دا يو جرم دی.))
په پاکستان کې په مرکزي کچه ځيني قوانين شته چې فکري ملکيتونه خونديکوي خو په پیښور کې د قانوني چارو یو پوه، بیرسټر سعود خان یوسفزې وايي دغه حقونه هله خوندي کیدای شي چې لومړی د فکري ملکیت د دفاع د نړیوال سازمان سره راجسټرډ شي.
مشال رېډيو چې کله په خیبرپښتونخوا کې له چارواکو په دې اړه وپوښتل چې د هنرمندانو د فکري کار د خوندي ساتلو لپاره څه کوي نو د دې صوبې د کلتور څانګې مشر اجمل خان وويل چې په دې لړ کې هڅې کوي او که ضرورت وي نو د صوبې په کچه به يو قانون هم راوړي. د هغه په خبره اوسمهال یې د دوه کروړو روپيوو يوه پروژه روانه کړې چې اړو ليکوالانو او شاعرانو سره ترې مالي مرسته کېږي.