د لاسرسي ځای

تازه خبر

شانګله کې لرغوني بودايي اثار له خطر سره مخامخ دي


شانګله کې د بودا مجسمه باندې خلکو لیکنې کړې او مخ یې وروران کړ دی
شانګله کې د بودا مجسمه باندې خلکو لیکنې کړې او مخ یې وروران کړ دی

په داسې حال کې چې په خیبر پښتونخوا کې د بودا تاریخي اثار د تیرې څه مودې نه د بریدونو او بیغورۍ ښکار دي، د شانګلې ضلعې په منګل دره کې ځینو کسانو د بودا دوه نیم زره کاله زاړه تاریخي اثار وران کړي دي.

ځاي خلک وايي چې د شانګلې ضلعې په منګل دره سیمه کې د بودا لرغوني تاریخي اثار ؛د خزانو د شوکمارو ؛ له خوا له خطر سره مخ شوي دي. په دې نیزدی موده کې په سوشل میډیا یوه ویډیو خپره شوې وه، چې پکې د دغه اغیزمنو شویو اثارو عکسونه ورکړل شوي وو.

د سیمې یو اوسېدونکی او څیړنکار اعجاز حسن وايي دا تصویرونه د دوه زره دولسم کال دي، خو اثارو ته د زیان رسولو لړۍ اوس هم دوام لري. دا اثار چیرته دي؟ نوموړې وايي: ''د بودا دا اثار تر دوه زره کاله هم زیات زاړه دي. دا د شانګلې د یو سي موساخیل د منګل درې په کافرو ډېرۍ کې موجود دي. دا پر پرښه انځور دي.''

اعجاز زیاتوي چې ځايي خلک د دې اثارو په اړه ډېره پوهه او مالومات نه لري او ځنې پکې بیا داسې دي چې دا د خزانو موندلو لپاره لټوي، په غیرقانوني توګه یې راکني او دغه شان له مینځه یې وړي. نوموړی وايي باید حکومت دلته سړک جوړ کړي او د سېلګرۍ په یوه ځاي یي واړوي.

بل خوا د خیبر پښتونخوا د لرغوني اثارو او موزیمونو څانګه وايي، چې د اثارو د حفاظت لپاره یې د ځايي خلکو او ځمکې له مالک سره جرګه کړې ده. په مالاکنډ سیمه کې د ارکیالوجي او موزیمونو د ډایریکټوریټ استازې نیاز علي شاه وايي دا اثار په ډیره لرې پرته سیمه کې دي، چې څه پکې اغېزمن شوي او څه اوس هم په خپل اصلي شکل کې موجود دي. نوموړی زیاتوي چې د ځمکې د مالک نه یې یوه حلف نامه اخستې ده چې که چیرې دې اثارو ته نور زیان ورسېده نو د هغوی پرضد به قانوني کاروايي کیږي.

په شانګله کې د بودا مجسمه، مخ یې ور وران کړی دی
په شانګله کې د بودا مجسمه، مخ یې ور وران کړی دی

د شانګلې په ګډون د سوات، بونیر، دیر او مالاکنډ سیمې د ګندهارا او ادهیانه تهذیبونو مرکزونه پاتې شوي دي. لرغونپوهان وايي چې اوس هم دلته داسې ځایونه دي چې د حکومت په کتابونو کې نه شته او د ورکېدو له خطر سره مخ دي. په دغه اړه د ټېکسلا موزیم یو چارواکې او لرغونپوهه محمد ناصر خان وايي، په اله ډنډ ډېرۍ کې د لوریان تنګي سټوپه په نوم ډېر مهم ځای وو خو اوس خلکو نړولی دی او لس پینځلس کورونه ورباندې جوړ دي. په دې کورونو کې چې کوم کاڼي کارول شوي دي نو هغه هم له دغه تاریخي اثارو را-اېستل شوي دي. داسې په بټ خېله او درګۍ کې هم تاریخي اثار وو چې اوس له مینځه تللي دي.

د پاکستان په اساسي قانون کې د د اتلسم بدلون نه وروستو د خیبر پښتونخوا حکومت ته د لرغونيو اثارو د حفاظت واک ورکړل شوی دی. خو د موزیمونو د څانګې چارواکې نیاز علي شاه وايي، د مالي او تیکنیکي وسیلو د کمي له کبله د ټولو اثارو د حفاظت کار له ستونځو سره مخ دي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۰۷ز کال کې وسله والو طالبانو د سوات په جهان اباد کې د بودا یوه تاریخي مجسمه په باروتو (چاودېدونکو موادو) سره ړنګه کړې وه خو چارواکي وايي چې دغه لرغونې اثر يې د اټالوي کارپوهانو په مرسته بیا جوړ کړي دي او اوس پلان لري چې دغلته د سېلګرو لپاره یو مرکز او پارک پرانیزي.

XS
SM
MD
LG