د پاکستان واکمن مسلم لیګ (ن) سېنېټر عبدالقیوم وايي، د ترهګرۍ ضد تګلارې (نیشنل اېشن پلان) په سلسله کې وفاقي حکومت د مدرسو رجسټرېشن پیل کړی، ۱۸۲ مدرسې یې بندې کړې، د وسله والو شاوخوا د یو ارب (میلیارد) روپیو مالي سرچینې کنګل کړل شوې او د موبایل ټېلېفونونو شاوخوا نهه کروړه سېمونه بند کړل شوي دي.