د ګل/دوشنبې په ورځ د پاکستان قامي اسمبلۍ د هندوانو ودونو بل په ګډه منظور کړ. د دغه بل له مخې به اوس هندوان د خپلو ودونو رجسټرېشن کولی شي. د دې ترڅنګ په دې بل کې د کورنۍ، میندو او ماشومانو د حقونو خونديکولو خبره هم شامله ده.
د هندوانو ودونو بل ځني مهمې نقطې دا دي.
۱) باید د واده په وخت د هلک او جینۍ عمرونه له اتلسو کالونو څخه زیات وي.
۲) که چېرته ښځه او خاوند تر یو کال زیاتې مودې راهیسي بېل اوسېږي، له یو بل سره ژوند تېرول نه غواړي او د واده په ختمولو رضا وي نو واده یې ختمیدای شي.
۳) د واده ختمېدو شپږ میاشتي ورسته ښځه او سړی دواړه له یوبل چا سره هم واده کولی شي.
۴) د خاوند تر مرګ شپږ میاشتي ورسته ښځه د یوبل واده حق لري.
۵) که د یو تن ښځه وي او بیا هم دویم واده وکړي نو دا به یو جرم ګڼل کیږي.
۶) که څوک د هندوانو ودونو بل سرغړونه وکړي نو د یو زرو روپیو له جرمانې سره سره به ورته درې میاشتې د بند سزا هم ورکول کېږي.
دا بل چې د بشري حقونو لپاره وفاقي وزیر کامران مایکل په قامي اسمبلۍ کې وړاندی کړ، له قامي اسمبلۍ تر منظوریدو ورسته به اوس سېنېټ ته لېږدول کېږي او هلته به تر منظوریدو ورسته د قانون بڼه خپله کړي.
د هندوانو ودونو بل په اړه د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامي اسمبلۍ غړي لال چند ملهي وايي، که څه هم په پاکستان کې هندوانو پر دې بل د خوشالۍ څرګندونه کړي خو په دې بل کې د دوولسمې مادي (اې څلور) په زوره مذهب بدلولو ته لاره هوارولی شي.
(که یو هندو خپل مذهب بدل کړي نو په هغه به د هندوانو ودونو بل نه عملي کېږي او داسي به یوه ښځه له خپل خاونده او یا یو خاوند به له خپلې ښځې ازاد وي.)
د پاکستان مسلم لیګ ن غړي او د دغه هېواد د هندوانو شورا مشر رامیش وانکواني چې د دې بل لپاره یې ډېر کار کړی، له مشال ریډيو سره په خبرو کې وویل، د پاکستان په تاریخ کې په لومړي ځل داسې یو بل منظور شو او هیله ده چې اوس به د هندوانو ډېرې ستونزې هوارې شي.
(د دی بل له وجې به د هندوانو ودونو رجسټرېشن پیل شي او دا هر څه به اوس تر یو نظام لاندی راشي خو که په دې لړ کې لږ نور کار هم شوی وی نو په زوره د مذهب بدلولو معامله به هم ختمه شوې وی. ځیني خلکو نه غوښتل چې دا بل منظور شي او په دې برخه کې راته خنډونه جوړېدل نو ځکه مو د دوولسمې مادي (اې څلور) پرضد خبره پرېښوده او د دې بل د منظورۍ لپاره مو هڅې زیاتې کړې.)
یاده دې وي چې له ۱۹۴۷ م کال راهیسې تر اوسه په پاکستان کې د هندوانو ودونو رجسټریشن نه کېدلو چې له وجې یې دغه خلک د سرکاري اسنادو جوړولو په ګډون له ګڼو نورو ستونزو سره مخامخ وو.