د پاکستان ترواک لاندې کشمیر په ټولټاکنو کې د پاکستان واکمن ګوند مسلم لیګ نون تر ټولو زیاتې چوکۍ ګټلې دي.
لېفټینېنټ جنرل عاصم باجوه په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې د پاکستان استخباراتي ادارې ای اېس ای په مشرۍ په ترسره شویو عملیاتو کې درې واړه وسله وال وژل شوي دي.
د بشري حقونو کمېسیون کامران عارف وايي، ټول سیاسي ګوندونه دې په یوه خوله د غیرت په نوم د وژنو مخنیوي ترمیمي مسوده منظوره کړي او له قانون جوړېدو سره سم دې د هغې پر عملي کولو کار وکړي.
پاکستان وایې چې کله افغانستان وغواړي پاکستان به د افغانستان د سولې پروسې عمل په اړه خپل رول لوبولو ته تیار وي.
د پاکستان بلوچستان صوبې په سرښار کوټه کې وسله والو د فرنټیر کور څلور اهلکاران په یوه برید کې وژلي دي.
د نهې په ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې سرښار کوټه په سریاب علاقه کې د ډزو په دوه مختلفو پېښو کې څلور پولیس اهلکاران وژل شوي دي.
پاکستان وايي چې د تېر ګل په ورځ په اسلام اباد کې د پاکستان او افغانستان ترمېنځه د پولې سمبالولو لپاره دواړو ملکونو د یومیکانیزم جوړولو فېصله کړې ده.
شنګهای تعاون تنظیم کې شپږ مستقل او شپږ مبصر ملکونه دي. په مستقل ملکونو کې شپږ ملکونه چین ، روس ، قازقستان ، کرغېزستان ، تاجکستان او ازبکستان شامل دې. د مبصر ملکونو په فهرست کې پاکستان ، هند ، افغانستان ، ایران ، بېلا روس او منګولیا دې.
له ښځو سره په جېلونو کې د بدسلوکۍ په اړه د سېنټ داخله امورو کمېټۍ ته رپورټ ترلاسه شوی وو چې په جېلونو کې ښځې د جسماني او ذهني تشدد ښکاریږي.
د پاکستان وزیراعظم بهرنیو چارو سلاکارسرتاج عزیز وایي امریکا غواړي چې پاکستان دې د افغان طالبانو پرضد کاروایي وکړي خو [موږ د افغانستان جنګ پر خپله خاوره نشو کولی.]
د زیارت په ورځ د په اسلام اباد های کورټ کې د پاکستان اسلامی نظریاتی کونسل چیېرمېن په توګه د مولانا محمد خان شېراني ګمارنه ننګول (چېلنج) شوې ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د پولې سمبالو تر سیسټم لاندې به د پاکستان او افغانستان ترمېنځ پر پوله نورې دروازې جوړوي.
د اپرېشن په شروع کې درې زره او شپږ سوه کلومیټره بیا ورستو څه د پاسه څلور زره سکویر کلومیټر زمکه د وسله والو نه پاکه کړې شوه.
د الپاین کلب سیکرټري ابو ظفر مشال راډیو ته وویل چې د اټلي د غرختونکو دا ډله دوه اوونې وړاندې پاکستان ته ورغلې وه.
د پاکستان وزیراعظم خارجه امورو مشیر سرتاج عزیز وایي، راتلونکې کې به د ترهګرۍ خلاف روان اقدامات لا پسې پیاوړي کړل شي.
کرزی وايي، دا دی یو سل څو کاله وشول چې دا کرښه پر موږ کښل شوې ده خو د دواړو غاړو ولسونو دا منلې نه ده. او ازاد تګ راتګ یې کړی دی.
له هند سره د افغانستان پر اړیکو د یوې پوښتنې په ځواب کې شاغلي کرزي وولی، دوی کله هم له نورو هېوادونو سره د پاکستان پر تعلقاتو نیوکې نه کوي ځکه چې هر خپلواکه هېواد له بل هېواد سره په تعلقاتو کې آزاد وي.
د پاکستان پر خلوص یا ریښتینولۍ شک نشي کېدای. موږ بې له توپیره د ټولو وسله والو ډلو ضد کارروايي کړې ده او په بیا بیا مو ویلي چې په دې ترځ کې د پاکستان هڅو ته په شک کتل سم کار نه دی.
د پاکستان بهرنیو چارو سلاکار سرتاج عزیز ویلي، په تېرو درو میاشتو کې د اسلام اباد او واشنګټن اړیکي ساړه شوي دي.
د پاکستان خارجه چارو دفتر وايي ټاکل شوې چې د افغانستان له طالبانو سره مذاکراتو لپاره د پاکستان، افغانستان، امریکا او د چین څلوراړخیز پنځمه غونډه به په روانه مې میاشت کې وشي.
نور وښیئ