د چارشنبې په ورځ د ترهګرۍ خلاف د قومي کړنلارې غونډې پس قومي اسمبلې ته په وینا کې د پاکستان وزیراعظم زیاته کړه چې د کوټې پېښې د ټول پاکستان ولس غمژن کړی خو هر نوی غم د ملک لپاره د نوي قوت وجه جوړېږي.
د وزیراعظم په وینا چې موږ به اوس له پوره قوت سره مخ په وړاندې ځو او د ترهګرۍ د جرړې به باسو.
وزیراعظم نواز شریف قامي اسمبلۍ ته وویل، (بې لارې عناصر چې د کومې نظریې لاندې زموږ دښمنان شوي دي نو هغې نظریې ته به ماتې ورکوو.)
،، دا هم هاغه نظریه ده چا چې پخوانۍ وزیراعظمه بې نظیر بوټو شهیده کړه، دې نظریې په صفورا ګټ کې اسماعیلان په نښه کړل، چا چې په بلوچستان کې هزارګان شهیدان کړل، چا چې په پېښور کې چرچ په نښه کړو، چا چې د ارمي پبلک سکول ماشومان په نښه کړل، چا چې د ملک د هرې طبقې نمایه خلکو پشمول د پاکستان اقلیتونه په نښه کړل. دا هم هاغه نظریه ده چې زموږ د ژوند تېرولو طریقه، زموږ آین، عدلیه او د قامي سلامتیا د ادارو دښمنه ده، زموږ د ولس دښمنه ده، موږ به په هر قیمت دې نظریې ته ماتې ورکوو.،،
د وزیراعظم په وینا چې د کوټې برید تر باقاعده منصوبه بندۍ لاندې شوی دی او د دې ترشا کارکونکی ذهن مکروه عزایم لري.
،، دا هم هاغه ذهن دی چې په پاکستان کې د امن او امان ښه کېدو ته نشي کتلې او په خاص توګه د بلوچستان په صورتحال کې چې کوم ښه والی راغلی دی د هغې تباه کول زموږ د دښمن په مقاصدو کې شامل دی. موږ به د دوی عزایم ناکامه جوړوو. پاکستان کې د ترقۍ چې کوم امکانات مخې ته راروان دي او په خاص توګه پاکستان او چین ترمېنځ د اقتصادي راهدارۍلاندې د ترقۍ نوې منصوبې زموږ د دښمن نه هضمېږي، د دې مقابلې کولو لپاره موږ ته متحد پاته کېدل بې حده ضروي دی،،
وزیراعظم په خپل خطاب کې زیاته کړه چې هرې طبقې، عقیدې او د هر رنګ و نسل خلکو لپاره د پاکستان خوندي جوړول یې مرام او مشن دی.
وزیراعظم د قانون نافذوونکیوادارو د استخباراتي ادارو په کارکردګې اطمینان څرګند کړ او و یې ویل چې نن پاکستان د څو کاله مخکې پاکستان نه بلکې زیات محفوظه دی.
وزیراعظم ایوان ته ویل چې د قومي سلامتیا ادارې او قانون نافذوونکې ادارې د ترهګرۍ خلاف جنګ کې متحد دي.
په قومی اسمبلۍ کې پالیسي بیان ورکولو په وخت د پاکستان داخله چارو وزیر وینا وه چې د ترهګرۍ مخنیوي په لړ کې پاکستان یو اوږد سفر تېر کړی اوس لږ پاته دی باید چې دا سر ته په اتفاق ورسول شی.
ده زیاته کړه چې د کوټې ناورین ابتدایي شواهد ترلاسه شوي دي.
،، زه خواست کوم چې د ترهګرۍ خلاف کومه روانه اخرنۍ مرحله ده، موږ اوس په اخرنۍ مرحله کې یو نو دې راروانو څو میاشتو، کال یا یو نیم کال کې که زموږ اتحاد او اتفاق وي نو دا جنګ به موږ سر ته رسوو او کامیابي به ترلاسه کوو،،
د مخالفه ډلې مشر خورشید شاه په دې موقع وېنا وه چې حکومت سره مو وخت په وخت کمک کړې دې او مخکې به یې هم کوو.
،، پر یوځای د دښمنانو خلاف جنګ کول غواړي يواځې څوک هم نشې جنګیدلې. حکومت یواځې د وسله والو خلاف نشي جنګیدلې. دا قامی جنګ پکار دس د هغه خلکو خلاف او د هغه قوتونو خلاف وي چې پاکستان کمزوری کول غواړي،،
د پاکستان تحریک انصاف د قومي اسمبلې غړي شاه محمود قرېشی وېنا وه چې د کوټې سانحه قامي ده خو دا لومړۍ نه ده ، په دې لړ کې پر یوځای د کار کولو ضرورت دی.