خالد خان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د خيبر پښتونخوا پخوانی اعلا وزیر محمود خان او پخوانی حکومت مخالف مشر اکرم خان درانی د نوي لنډمهاله اعلا وزیر لپاره د سيد ارشد حسين شاه پر نامه سلا شوي او د هغه نوم یې ګورنر ته لېږلی وو.
د صوبې د مالي چارو ادارې اسناد چې مشال راډیو ترلاسه کړي ښيي چې د بجټ حجم ۱،۳۳۲ اربه روپۍ دی چې پکې د پرمختیايي چارو لپاره د ۴۱۸ اربه روپیو بېلولو وړاندیز شوی دی.
د مېنګورې چينې بازار دوکاندران وايي، د کورونا وايرس له وجې یې کاروبار په ټپه ولاړ دی او لويو تاوانونو ته یې مخه ده. دوی وايي، د روژې او اختر لپاره به خلکو ډېرې سوداګانۍ کولې خو اوس هر څه بدل شوي دي. نور حال د نياز احمد خان په ويډيويي راپور کې وګورئ.
په پېښور کې د پښتنو قامي جرګې د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ترهګرۍ پر ضد جګړې د حساب کتاب کولو لپاره دې د حقیقت موندنې يو کمېشن جوړ شي. دوی په يوه اعلاميه کې ۲۱ غوښتنې کړې دي.
په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا راغوښتل شوې پښتنو قامې جرګه کې د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين هم برخه لري. هغه وايي په پاکستان کې بايد د انصاف لپاره د حقیقت معلومولو يو کمېشن جوړ شوي. نوموړي سره د مشال راډيو خبريال، خالد خان مرکه په دې ویډیو کې وګورئ.
نن د خېبر پښتونخوا په پېښور کې د عوامي نېشنل ګوند له خوا رابلل شوې د پښتنو قامي جرګه کې د پښتنو پر مسايلو خبرې کېږي. دا جرګه عوامي نېشنل ګوند راغوښتې ده.
د نوښار اورنګزېب د پښتو موسیقۍ پخوانۍ سندرې خوندي ساتلې دي. له ده سره د ۱۹۰۸ز کال د ګراموفون ککوړي هم شته. اورنګزېب وايي، په ۲۰۱۰ز کې چې سېلاو نوښار وځپه نو ورسره د خپلو کیسټونو فکر وو. نور په ویډیويي رپورټ کې.
په لرې شویو کې د لوبو، کلتور او سیلګرۍ چارو وزیر عاطف خان، د روغتیا وزیر شهرام تره کی او د مالیاتو وزیر شکیل احمد شامل دي.
د خيبر پښتونخوا اسمبلۍ کې حکومت او اپوزېشن پر ماشومانو د جنسي تیرې مخنيوي په قانون کې د ترميم کولو لپاره يوه کمېټۍ جوړه شوه.
د خیبر پښتونخوا چارواکي وايي سږ کال به د بجلۍ د خالصې ګټې په ترڅ کې هغوی ته له مرکزي حکومته ۴۰ اربه روپۍ ترلاسه شي.
د جمعیت علما اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان واييچې ګوند به یېپه هر حال کې د روانې میاشتې پر ۲۷مه د اسلام اباد لوري
يوه حکومتي چارواکي د نوم ښودلو په شرط مشال راډیو ته ويلي چې صوبايي حکومت د ميرعلی او ميرامشاه بازار د معاوضې لپاره درې اربه روپۍ بيلې کړې دي
اسفنديار ولي خان په پيښور کې د ګوند له مرکزي غونډې وروسته خبري غونډې ته وويل، که چېرې افغان حکومت د سولې له خبرو بهر وساتل شو نو په هغه هېواد او سيمه کې به حالات نور هم کړکېچن شي.
د اسمبلۍ سپيکر د اګست پر ۲۷ مه نېټه له دوی څخه سوګند واخيست.
په پېښور کې د پولیسو د ادارې ویاند عنایت علي رسنیو ته ویلي دي چې د جلسو او لاریونونو لپاره باید له ښاري انتظامیې اجازه واخیستای شي
د مشال مرکې پاڼه کې درته هرکلی وایو. دا اوونۍ د مشال مرکه له مفتي شهاب الدین پوپلزي سره شوېده.
د خېبر پښتونخوا واکمن او اپوزیشن ګوندونو غوښتنه کړې ده چې د هغو کسانو خلاف دې ګامونه پورته شي کومو چې د پېښور په ماشوخېلو کې د پولیو ناروغۍ د مخنیوي څاڅکو پرضد افواه خپره کړې وه.
د ګوند صوبايي مشر او پخواني اعلا وزیر امیر حیدر خان هوتي پرون په پېښور کې د نومیالي لیکوال او سیاستوال اجمل خټک اتم تلین غونډې ته په وینا کې وویل، ټول پښتانه مشران تېر کال
په خيبر پښتونخوا کې د ضلعي کونسل لپاره په ۵۲ او د ټاون او تحصیل کونسل لپاره په ۳۲ خالي څوکیو د ضمني بلدیاتي ټاکنو لړ کې رایې واچول شوې.
واکمن تحریک انصاف د خیبر پښتونخوا په اسمبلۍ کې قانوني مسوده وړاندې کړې چې پکې د احتساب صوبايي ادارې د ختمولو غوښتنه شوې.
نور وښیئ