خالد خان په پېښور کې د مشال راډیو خبریال دی. هغه د خیبر پښتونخوا پر سیاسي او امنیتي چارو راپورونه جوړوي.
د پېښور خبریالانو د ګل په ورځ په پېښور کې مظاهره وکړه. د مظاهرې تابیا د خبریالانو ټولنې « خېبر یونین » کړې وه او دوی د بیلا بېلو ادارو لخوا له دندو د خبریالانو د لرې کولو غندنه کوله.
دا اوونۍ په مشال مرکه کې له حافظ ثناالله سره د هغه پر ژوند او کار غږېدلي یو. نوموړی چې عمر یې له ۷۰ کلونو زیات دی، په پېښور کې د انګرېزۍ ژبې د ورځپاڼې فرنټییر سټار مسوول مدیر دی.
د اګست پر۱۲مه د شمالي وزیرستان یو شمېر اوسېدونکیو د یوې مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې خلکو ته دې د ړنګ شویو کورونو معاوضه ورکړل شي.
د بلور کورنۍ لپاره د هارون غمجنه پېښه لومړنۍ نه وه بلکې تر دې وړاندې یې د مشر تره غلام محمد بلور ځوان او یوازینی زوی شبیر احمد بلور هم په ۱۹۹۷ ز کال د انتخاباتي کېمپین پر مهال په ډزو وژل شوی وو.
کله چې د خېبر پښتونخوا د قانون وزير امتياز شاه د فاټا اصلاحاتو بل مسوده اسمبلۍ ته وړاندې کړه نو د جميعت علما اسلام غړيو يې په مخالفت کې نعرې و وهلې او احتجاج يې وکړ.
افغان حکومت وايي، په پېښور کې د افغان بلډنګ د ملکیت په سر راپورته شوې لانجه ناحقه ده او دوی به د دغې ودانۍ ملکیت هغو کسانو ته پرېنږدي چې په جعلکارۍ یې د یادې ودانۍ کاغذونه جوړ کړي او د همدې په بنیاد یې په پېښور های کورټ کې مقدمه ګټلې ده.
د قبایلي ځوانانو او زده کوونکو یوې ټولنې سبا ته په اسلام اباد کې په هغه لاریون او احتجاج کې د برخې اخیستو اعلان کړی چې په پښتونخوا د قبایلو د ورګډولو ضد جوړېږي.
تر اسلام اباد او نورو ښارونو وروسته د یکشنبې یا اتوار پر ورځ د تحریک لبیک یا رسول الله ځېنې غړو په پېښور او نوښار کې هم مظاهرې او لاریونونه کړي. دوی په خپلو ویناګانو کې ګواښ وکړ چې د حکومت تر استعفا به احتجاج کوي. ویډیو وګورئ.
د اسلام اباد په فیض اباد کې د مذهبي ډلو د احتجاج ختمولو لپاره چې پوليسو کوم عملیات پیل کړي وو، هغه تېر مازیګر ودرول شوي او د حساسو ځايونو حفاظت لپاره پوځ ورغوښتل شوی دی. د تېرې ورځې په عملیاتو کې د مظاهره کونکیو او پولیسو ۲۰۰ کسان ژوبل شوي دي.
د قامي وطن ګوند مشر افتاب احمد خان شېرپاو وايي، که تحریک انصاف پر ځېنو موضوعاتو ورسره اختلاف لاره نو د خبري غونډې پر ځای به یې ورسره مشوره کړې وای.
نوموړي دا څرګندونې تر هغې وروسته وکړې چې د صوبايي حکومت د اطلاعاتو وزیر شاه فرمان د خالي پر ورځ په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وویل، د پاناما اسنادو او پخواني وزیراعظم نواز شریف په اړه د دواړو ګوندونو په دریځ کې توپیر وو نو ځکه لارې بېلوي
د ازاخېلو تاڼې محرر عیان مشال راډیو ته وویل، د زرڅانګې او د خیرالبشر د کورنیو تر منځ شخړه د مالي معاملاتو له کبله شوې. نوموړی وايي دواړو خواوو پر یو بل پرچه کړې ده. د نوموړي په وینا پر زرڅانګې د حملې په تور یې د هغې ځېنې ګاونډیان نیولي دي. د مشال خبریال خالدخان پرې ویډیويي راپور جوړ کړی.
د پښتو ژبې د وتلې ولسي سندرغاړې زرڅانګې زوی مدیر وايي د خالي پر ورځ ورځ پر هغه ګاډي وسله والو حمله کړې چې دوی پکې د سوات نه نوښار ته کډه وړله.دا پېښه په پیرپايي سیمه کې شوې ده. د مدیر په وینا په دې حمله کې زرڅانګه او د کورنۍ څو تنان یې ژوبل دي. دی وايي زرڅانګه اوس د نوښار په یو روغتون کې د درملنې لاندې ده.
په پېښور هایکورټ کې نن د جولای پر شلمه د مشال خان د مقدمې له مردانه بل ځای ته د انتقال په اړه د اپيل اورېدنه وشوه. بله اورېدنه به د جولايي په ۲۷ تاريخ کيږي.
د نوښار په خېشکو کې خلک د اختر پر ورځ مېلو ته ځي. دې مېلو ته ګڼ ماشومان هم ورځي چې ورته د ساعت تېرۍ او تفرېح ډېر شیان موجود وي. د خېشکو د اختر ویډیو وګورئ.
باچا خان به کله هم د اختر لپاره نوې جامې نه جوړولې بلکې هسې به يې هم د خامتا دوه جوړې لرلې او چې کله به هغه هم د پیوند جوګه پاتې نشوې نو بيا به يې نوې جامې غوښتې.
د عوامي نیشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي، خان عبدالغفار خان (باچا خان) به د اختر پر ورځ هم هغه ډوډۍ خوړله چې په عامو ورځو کې به یې خوړله. دی وايي، درې، څلور کاله یې په افغانستان کې له باچا خان سره تېر کړي ول. دی وايي، د باچا خان ټول کار به ده کاوه. ویډیو وګورئ.
د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان وايي ، د افغانستان او پاکستان ترمنځد بې باورۍ له منځه تلو ته ځکه هیله من شوی دی چې چین اوس په دې مسله کې ښکېل شوی دی.
د مردان په ولي خان پوهنتون کې د وژل شوي زده کوونکي مشال خان پلار وايي، محمد اقبال د زوی د وژنې په اړه د پلټونکې ډلې له رپورټه مطمین دی او دا چې وژونکو ته دې سخته سزا ورکړل شي. نوموړی وايي، دا د دولت یا ریاست کار دی چې اوس قضیه څنګه پر مخ وړي. ویډیو وګورئ.
د هغه شاعر پلار خبرې چې زوی یې د رڼاګانو په لټون کې پوهنتون ته تللی و خو د تورتمونو خورونکیو هغه ځوانیمرګ کړ. محمد اقبال اقبال د صوابۍ اوسیدونکی دی چې د سیمې خلک یې د « اقبال لالا » په نوم هم پېژني.
نور وښیئ