د لاسرسي ځای

تازه خبر

پېښور: د افغانستان خپلواکۍ لمانځلو پر وخت ۳۸ افغانان ګرفتار


په کابل کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت لاریون
په کابل کې د خپلواکۍ ورځې په مناسبت لاریون

پېښور - د اګست پر ۱۸مه، په پېښور کې پولیسو د افغانستان بیرغ ګرځولو او سړک تړلو په غبرګون ۳۸ افغانان نیولي دي.

د حیات اباد د تاڼې محرر په وینا، د ښار یوه اوسېدونکي په شکایت یې نهه افغانان هغه مهال ونیول چې هغوی د افغانستان بیرغونه اخیستي ول او پر سړکونو ګرځېدل.

دی وايي، تر دې وروسته پولیسو ۲۹ نور افغانان د سړک تړلو په تور ونیول.

د حیات اباد د تاڼې مشر ظهور خان پر دې موضوع له خبرو کولو ډډه وکړه خو د پاکستان او افغانستان د خلکو د فورم یوه مشر نثار محمد خان د اګست پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د خپل هېواد د خپلواکۍ ورځې لمانځنه "جرم" نه دی او دا چې د پاکستان وګړي هم د نړۍ په بېلا بېلو هېوادونو کې دا ډول غونډې او لاریونونه کوي.

په پېښور کې د پولیسو د ادارې ویاند عنایت علي رسنیو ته ویلي دي چې د جلسو او لاریونونو لپاره باید له ښاري انتظامیې اجازه واخیستای شي خو افغانانو له ډېپټي کمېشنره د خپلواکۍ بېرته اخیستو ۱۰۰مې کلیزې لمانځلو په موخه د غونډې یا لاریون لپاره اجازه نه وه اخیستې.

تر تازه ګرفتاریو دوه ورځې مخکې هم پولیسو د پېښور په بورډ بازار کې یو سبزي خرڅوونکی افغان وګړی هغه مهال ګرفتاره کړ چې هغه د رېړۍ د پاسه د برېښنا پر ستن د افغانستان بیرغ لګولی وو.

پولیسو دا کس وروسته خوشې کړ.

پر دې موضوع مو په پېښور کې له افغان کونسلګرۍ سره د خبرو هڅه وکړه، خو بریالي نشو.

XS
SM
MD
LG