د لاسرسي ځای

تازه خبر

اسفندیار: د سولې مذاکراتو کې د افغان حکومت شمولیت اړین دی


د ارشیف انځور
د ارشیف انځور

پېښور ـ د عوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديار ولي خان وايي، دا چې په قطر کې د افغانستان د سولې لپاره مذاکراتو څخه افغان حکومت مطمين نه دی نو پکار ده چې ورکې هغوی ته هم د ګډون بلنه ورکړل شي.

نوموړي د سېپټمبر پر اوومه، په پيښور کې، د ګوند له مرکزي غونډې وروسته خبري غونډې ته وويل، که چېرې افغان حکومت د سولې له خبرو بهر وساتل شو نو په هغه هېواد او سيمه کې به حالات نور هم کړکېچن شي.

اسفندیار ولي خان وویل:

"دا چې څه په قطر کې روان دي، له دې نه د افغانستان حکومت مطمین نه دی، او چې هغه ترې مطمین نه دی، او یو فریق د خبرو اترو برخه نه شي، نو چې جرګه کومه فیصله وکړي، هغه فیصله به څنګه کامیابېږي؟ زه په دې نپوهېږم."

نوموړي وویل افغان اولس او پښتانه ملتپاله ګوندونه نور په افغانستان کې جنګونه نشي لیدلی او پکار ده چې د افغانستان ټول سیاسي، مذهبي او ټولنیزې ډلې او ګوندونه د سولې د خبرو لپاره یو ځای کښېني.

هغه وړاندې وویل:

"که فرض که دا لوبه همداسې روانه وي چې افغان حکومت به له پامه غورځول کېږي او فیصلې به کېږي، نو دا چې کوم هغه تېر وخت وو کنه؟ له هغې نه به هم خراب حالت، نه یواځې په افغانستان، بلکې په دې ټوله سیمه کې مخې ته راشي."

د عوامي نېشنل ګوند د مشر اسفندیارولي خان دا څرګندونې په داسې وخت کې مخې ته راغلي دي چې په قطر کې د امریکې او طالبانو ترمنځ د سولې د تړون لپاره خبرې روانې دي خو تر اوسه کومه پرېکړه نه ده شوې.

د افغان حکومت ترڅنګ امریکا هم پر طالبانو سختې نیوکې کوي چې د سولې د خبرو پر مهال یې هم مرګونو بریدونو ته ادامه ورکړېده.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په خپل یو وروستي ټویټر بیان کې ویلي، طالبان چې په دومره مهم وخت کې د اوربند پرېکړه نه شي کولی نو نورې لویې پرېکړې به څنګه کوي؟

XS
SM
MD
LG